To start downloading books

Please sign in or create an account.

ENG : ABDUL BASIT HANIF 2 years ago 2,885
کونړ ولايت

کونړ ولايت

د کونړ ولایت (انگرېزي: kunar) د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه یو ولایت دی، چې ختیځه برخه کې موقعیت لري. دا ولایت له گاونډي پاکستان سره په پوله پروت دی. منځۍ (مرکز) یې د اسد اباد ښارگوټى دی.

کونړ دپخوانيو مٶرخانو په آثارو کي کنړ، کنير، کهويس (Khoes)، کونر (kunar) ، کولو، کونړ، کونر او داسي نورو په نومونو راغلي دي. کونړ (کونرkonar) په شکل له دوو کلمو څخه جوړ شوي دي چي نورستانيانو ورته کونړ وايه او په نورستاني لهجه يې معنا(دښوونه دره) يا زيتون دره ده. په دي نوم کې هم د نورو نورستاني کلمو او نومونو په شان چي په نورو ژبو کې يي(له)،(په) (ړ) اوښتلي بدلون راغلى دى او په کونړ يى شهرت پيدا کړى دى. تاريخي اسنادو ځينې نور شواهد داسې ښائي چې ډير پخوا د کنړ دره له غرونو څخه نيولي ان دکنړ د سيند دغاړوپوري په گڼوځنگلونو پټه وه ، چي زياتره پوټي يي، ښونان اوغوړا څکي وو، د دي ډولونود موجوديت د ثبوت د پاره به دا کافي وي چي وويل شي کله چي سلطان محمود غزنوي د لومړي ځل لپاره د اسلامي فتوحاتو په لړ کي د کونړ د دې درې په خوله کي د کابل له سيند څخه راپورې ووت دنور او قيرات په درويي حملي کولي نو يي د خپل لښکر سره دنجارانو، آهنگرانو، سنگ تراشانو اونور کسبگرانو ډلي هم را واخيستلي ترڅو چي د ځنگل وني اوبوټي ووهي، تيږي ماتي کړي او د خپل لښکرد پرمختگ د پاره لاره جوړه کړي. د يو بل مستند دليل له مخي چي ددغو دوو ډولونو عموميت ته مصداق ورکوي هغه دا دي: کله چه د کونړ د ناوي د ښکتنيو او هوارو برخو پخواني کورونه وکتل شي دهغوۍ دکوټو په چتونو کي د ډاگو (دستک) د پاسه د دړو پرځاي د ښونانو او غوړاڅکو لښتي اچول شوي دي چي پورتني دواړه تاريخي او عيني شواهد په دي دلالت کوي چي په رښتيا سره په پخوانيو زمانوکې د کونړ دره په تيره بيا د کونړ د سيند د شمال شاوخوا په ځنگلونو پټه او زياتره وني يي همدغه ښونان او غوړاڅکي وو، او زما ديادو خبره ده چي زموږ دسيمي (نرنگ) دغرونو لمني ان تر سمي پورې د ښونانو او څيړيو او نورو ونو پټې وې، نوځاي يي درلود چي نورستانيانو هغه د ښوونو په نامه ياده کړي ده. همداراز (کو) د اوبو، څاه او رود په معنا دي لکه ،چي همدا اوس موږ په ورځنيو محاورو کې کوهې زيات استعماليږي، نو چي داسي ده دکونړ يعني د اوبو او رود دره او که تاريخي اسنادو ته مراجعه وشي په عمومي صورت سره کونړدومره شهرت نه لري لکه چي په لرغونو اثارو کي دکونړ سيند (راساRasa ( يي لري. نودا هم پوره ممکنه ده چي د کونړ دا معنا به واقعيت ولرلاي شي چي د سيند او اوبو دره يي وبولو، ځکه که اوبه يي نه درلودلاي اووچ خوړ واي نو ممکن بيايي دغسي معنا نه شوه ورکولاي. د پوهاند عبدالحى حبيبي د پنځوسو مقالو د پساندونو په يوه برخه کي داسي راغلي دي: کونار يعني کونار چي جمله يي داسي په قوس کې ليکلي شوي ده (رود دره کاغان شرقي پکهلي ضلع هزاره) دلته مطلب د کو څخه دي چي په نوموړي اثرکۍ د اوبو او رود په معنا استعمال شوي دي. د پورتنيو څيړنو او تحقيقونو څخه دا جوتيږي چي د کونړ لفظ دليکني سره بايد تر(ک) ورسته (و) وليکل شي نه دا چي دکونړ لفظ دليکني څخه(و) واښستل شي. ځيني وخت ليدل کيږي د کونړ د جمع شکل د کونړونه(کنړونه) ليکل کيږي په دي شکل د کونړ ليکل که مفرد وي کنړ او که جمع وي کنړونو دواړه شکله بيخي غلط دي. دا چي ولي داسي ليکل کيږي زما په نظرڅه رنگه چي په کونړکې په رسمي دفترونو کې ټول مراسلات او مکتوبونو په دري ؤ يعني په خپله د کونړ دفتري ژبه دري وه نو دا ده چي د کنړ د کلمي پرځاي د سهولت له مخي يي په کنر انتقال کړي بيا دغه کنر کنرها شوي او وروسته تري د جمعي حالت په پښتو کنړونه جوړ شوي دي. پرته له دي بله کومه تاريخي ريښه نه شي لرلاي. دا چي په مخکنۍ برخه کې وليکل شو چي کنړ ته کنر هم وايي د کونړ د نوم دا شکل هم د يوي خواته د حدودالعالم د اشاري له مخي چي کنر يي ورته ويلي دي او د بلي خوانه دخاص کونړ ختيزي خواته يوکلي د تنر په نوم شته دي که دهغه کلي د نوم سره د مقايسي له مخي وويل شي نو ممکن هغه (ته نر) وي او که درون ته.

Related Articles

هغه نزاکتونه چې مېلمه باید پام ورته وکړي!

لیکنه ـ ریاض مقامزی   انسان د خپل ټولنیز ژوند له کبله مجبور وي، چې په بېلابېلو مجالسو کې ګډون وکړي او له بېلابېلو خلکو سره اړیکې ولري. له همدې امله ځينې وخت د نورو کره مېلمه کېږي هم؛ خو دا باید هېره نه کړو، چې هر ځای تلل خپل اصول، آداب او نزاکتونه لري. نو که تاسو هم چا کره مېلمانه کېږئ، دا لارښوونې حتما عملي کړئ.   لومړی| ځان ډاډه کړئ! تر هر څه...

پروپوزال څه ته وايي

ليکنه: انجنير عرفان الله حسن پروپوزل څه ته وائي?(What is Proposal)د پروژې په هکله لومړني معلوماتو ته ویل کېږي چې د پروژې د ترسره کولو هدف, پروسه او نتيجه بیانوي. یو ښه وړاندیز او یا  پروپوزل Proposal کومې ځآنګړتیاوې لري?پروپوزل او یاهم وړاندیز هغه کلمه ده چې په تیرو څو کلونو کې په افغانستان کې ډیری ځآیو کې اوریدل کیږي او دا ځکه چې دنوي دولت دراتګ...

Point of View in Story

Stories can be told from different points of view; the point of view depends on who is telling the story. If the narrator is a character in the story, the pronoun in the text is usually "I". This is called first-person narrator. If the narrator is a voice that seems to to know what just one character is doing, then the point of view is called third...

Recommended Articles

کوم ډول خلک بايد کېله ونه خوري

که څه هم کېله ځيني ګڼې ګټي لري خو دغه ميوه ځينې عورايض او تاووانونه هم لري.چې په لاندي ډور ورته اشاره کوو. دغه خوږ ميوه د خپل ځانګړي خوند، او نرموالي له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. ګېله کوم ډول زيانونه لري. ۱: د وزن زياتوالی دـ ځينو نورو خوړو په څير کېله هم پريمانه کالوري لري چې د وزن د زياتوالي لامل کيږي په هره متوسطه کېله کې ۱۰۵ ګرامه کالو...

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...