To start downloading books

Please sign in or create an account.

ليک نښې؛ چېرې يې بايد وکاروو؟

ليک نښې؛ چېرې يې بايد وکاروو؟

مخکې له دې چې د ليک نښو کارولو ځايونه وپېژنو لومړی بايد وپوهېږو، چې ليک نښې څه ته وايي؟

ليک نښو د سيستم پېژند (تعريف): هغه بې غږه، منلی شوی، سمبوليک سيستم دی چې په ليک او لوست کې اسانتيا رامنځته کوي. اوس به لاندې ځينې ليک نښې او د کارونې ځايونه يې سره د بېلګو در وپېژنو.

۱ -  ټکی، نقطه يا Full stop (.) : د بشپړ درېدلو نښه ده. د خبري جملو په پای کې راوړل کېږي، چې د جملې پای او مستقل والی ښايي. د کارونې ځايونه يې په لاندې ډول دي:

الف – د هرې بشپړې جملې په پای کې د پوره توقف او درېدنې لپاره راځي، لکه:

- د ظالم کاسه نسکوره ده.

ب – په ليکنه کې د مخففاتو تر منځ هم راځي، لکه:

- م.م.م (د ملګرو ملتونو مؤسسه)

د – په زياترو اروپايي ژبو کې د حسابي رقمونو په منځ کې د عشاريې په توګه هم استعمالېږي؛ خو په پښتو ليک کې د (.) پر ځای د (،) نښه کاروو.

۲ – چپه پېښ، ويرګول يا Comma (،): دا ليک نښه په متن کې د لنډ ځنډ په موخه راوړل کېږي، همدارنګه د يوې غونډلې (جملې) مختلف واحدونه سره بېلوي. د کارونې ځايونه يې په دې ډول دي:

الف: په جمله کې د نومونو، فعلونو او صفتونو د بېلولو لپاره کارول کېږي، لګه:

- نومونـه: احمد، ولي، زړګی او عابد سره ټولګيوال دي.

- فعلونــه: تفکر، حرکت، کار او زيار د بريالي انسان نښې دي.

- صفتونه: د دوی ټولګی تل پاک، ښکلی او منظم وي.

ب: د هغو فقرو تر منځ هم راځي، چې د (خو، لاکن) او يا (ځکه، چې) کلمو په واسطه سره جلا شي. (فقره هغه نحوي عنصر دی، چې جمله بشپړوي.) بېلګې:

- احمد په ازموينه کې بريالی شو، ځکه پوره تياری يې ورته نيولی و.

- کمال که څه هم ښه سړی دی، خو ټولګيوال ترې خوښ نه دي.

۳ – دوه ټکي، شارحه يا Colon (:): په ځينو ځايونه کې ورته د (دوه ټکي سر په سر) نوم هم کارول شوی دی. د استعمال ځايونه يې په لاندې توګه دي:

الف: کله چې د په متن کې له يوې فقرې وروسته ځينې مهم نومونه او مفهومونه راځي، لکه:

- د افغانستان مشهور ولايتونه دا دي: کابل، کندهار، ننګرهار او ...

ب: له مستقيم نقل قول څخه د مخه هم راځي، لکه:

- رسول الله (ص) فرمايي: ((د علم زده کړه، په هر مسلمان (نارينه او ښځينه) فرض ده)).

ج: د ساعت او دقيقې د بېلولو لپاره هم کارول کېږي، لکه:

- ۳۵ : ۱۱.

۴ – ږغ نښه، ندايه يا Exclamation (!): د حيرانتيا نښه هم بلل کېږي.که څه هم په ډېرو ځايونو کې کارول کېږي، خو د استعمال په وخت کې يې زيات غور په کار دی. په لاندې ځايونو کې يې کارولې شو.

الف: د ارمان، افسوس او حيرانتيا په وخت کې، لکه:

- چې زه هم مالداره وای! ، ارمان چې تللی وای!

ب: د غږ او بلنې په وخت کې، لکه:

-ای! ، احمده! دلته راشه!

ج: د خطاب په وخت کې، لکه:

- درنو حاضرينو!

د: د امر په وخت کې، لکه:

- ودرېږه! ، لاړ شه!

هـ: د هيلې او خواهش د څرګندونې په وخت کې، لکه:

- کاشکې! احمد مې ليدلای وای!

و : د تحسين او افرين په وخت کې، لکه:

- آفرين! ستا په همت.

ی: د تمسخر په وخت کې هم کارول کېږي، لکه:

- کوم ناپوه شخص ته څوک ووايي: نابغه (!).

۵ -  د پوښتنې نښه، سواليه يا Question mark (؟(: دا نښه د سوال او پوښتنې علامه ده، د هرې جملې په اخر کې چې دغه نښه وي، هغه جمله به استفهامي وي. په لاندې ځايونو کې يې کارولې شو.

الف: د پوښتنې په وخت کې، لکه:

- احمد سبق وايي؟

  ب: د شک ښکاره کولو په وخت کې هم کارول کېږي، لکه: کله چې د چا د زېږېدنې يا مړينې په نېټه کې شک موجود وي نو تر داسې نېټې وروسته هم کارول کېږي، لکه:

- د رحمان بابا د مړينې کال (۱۱۲۸ هـ.ق) (؟) دی.

ج: کله چې يوه جمله کې دننه پوښتنه راغلې وې، لکه:

- درې کاله پخوا دې په ياد دي؟ مونږ چې تاسې کره درغلي وو.

۶ -  ځنډ نښه، وير ګول با نقطه يا Semi column (؛): ځنډ نښه، چې په عمومي توګه د يو کمزوري ټکي او يا قوي کامې وظيفه ترسره کوي، لکه:

- زه له چا سره بد نه کوم؛ بدي مې نه ده خوښه.

۷ – ليندۍ، قوسين يا Small brackets (): ليندۍ هم د تنقيط علامو له جملې څخه ده، په ليندۍ کې (فرعي او تشريحي) عبارتونه راځي. ليندۍ او کرښۍ کابو يو ډول دنده لري، خو دومره توپير سره لري، چې کرښۍ پر توضيحاتو ټينګار کوي او هغه ته نظم او انسجام ورکوي. لاندې بېلګه کې دواړه ډوله ښودل شوي دي:

- ليلا – (د شهلا خور) – په ښوونځي کې اول نمره شوه.

- ليلا (د شهلا خور) په ښوونځي کې اول نمره شوه.

په لومړۍ جمله کې (د شهلا خور) عبارت چې په کرښيو کې راغلی، دا ښيي: هغه ليلا چې د شهلا خور ده، په ښوونځي کې اول نمره شوې ده، خو په دويمه جمله کې چې (د شهلا خور) عبارت په لينديو کې راغلی دی، د ليلا د پېژندنې لپاره کوم تاکيدي عبارت نه دی، يوازې دا ښايي، چې ليلا او شهلا سره خويندې دي.

همدارنګه د اشخاصو د ژوند نېټې هم په لينديو کې ليکل کېږي، لکه:

- احمد شاه بابا (۱۷۲۳ م – ۱۷۷۲ م) د پانې پت په جګړه کې بريالی شو.

هغه تورې او اعداد، چې په ليکنه کې د شمېرنې په منظور راځي، بايد په وړو لينديو کې ونيسو، لکه:

- په پوهنتون کې د محصل دندې: (۱) په خپل وخت ټولګي ته تګ (۲) د استاد درس ته غوږ نيول او ...

هېره دې نه وي، چې ځينې نورې ليک نښې هم شته.

Related Articles

د انګریزي رپورټونو نه د اتمانخېلو متعلق څو کرښې

د انګریزي رپورټونو نه د اتمانخېلو متعلق څو کرښې ــــــــــــ ۳۶ــ بخت جهانزېب خان په نولس سوه اتلس کې زېږېدلے دے دا د مرحوم نواب شاه درېم ځوۍ دے د ده خاندان په تېمور قلعه کې مېشته دے او دا په اسلامیه کالج کې تعلیم حاصلوي.۳۷ــ بخت پور چې د فغفور پۀ نامه هم مشهور دے د شموزۍ قوم سره تعلق لري او د ارنګ پجيګرام اوسېدونکے دے یو مشهور بدمعاش دے او د دۀ ن...

ارزښتمن شیان هیڅ وخت مفت په لاس نه راځي

په ژوند کې هغه څه چې موږ او خلکو ته ارزښت لري، او په ټولنه کې یې هر څوک یې د لاسته راوړلو لپاره کوشش کوي، که هغه پیسې دي، ښه ژوند دي، ښه شخصیت او نور څه دي. ددې او نورو لاسته راوړل هرو مرو زحمت او مبارزې ته اړتیا لري. هیچا تر اوسه مفت ندي لاسته راوړي. ځکه وایي چې بې زحمته راحت نشته. د مهتما ګاندي په خبره؛ له کار پرته شتمني، له وجدان پرته خوښي، له...

د جوبايډن لنډ ژوندلیک!

ژباړه ـ ریاض مقامزی امریکا د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو څخه ده. ددې هېواد قوي اقتصاد، پوځ او سیاست ددې سبب شوی، چې په نړيواله کچه یو له اغېزناکو هېوادونو څخه وشمېرل شي. له همدې کبله یې ولسمشر هم د ځانګړي قدرت خاوند وي. تاسو به په دې لیکنه کې د همدې هېواد د ولسمشر "جوبايډن" په اړه هر اړخيز معلومات ولولئ.   جوبایډن څوک دی؟ د امریکا د اوسني ولمسشر بش...

Recommended Articles

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...