بارونه چی د پل د ډیزاین کی نیول کیږی
480
Faridon Delsoz Niazai
2023-04-09 10:36:29
12 ډوله بارونه چې د پل ساختمانونو لپاره په پام کې نیول کیږي . 12 Types of Loads Considered for Design of Bridge Structures
د پل ساختمانونو د ډیزاین لپاره بیلابیل بارونه په پام کې نیول کیږي .دا بارونه او د هغو ترکیب د کارولو په وخت په ټولو شرایطو کې د ساختمان خوندیتوب ټاکي .د ډيزاین بارونه باید په سم ډول وټاکل شي.په پل باندې بیلابیل واردیدونکي بارونه دلته تشریح شوي .
1. مړ بار
2. ژوندی بار .
3. د ټکان بار.
4. باد بار .
5. طولاني قوې .
6. فرارالمرکز قوې .
7. د ډوبیدو ضد اغیز.
8. د اوبو جریان اغیز.
9. حرارتي اغیزې.
10. تغیر شکل او افقي قوې .
11. دودریدو تشنجات .
12. سیسمیکي بارونه .
1. مړبار . Dead Load
مړ بار نور څه نه دی د پل د عناصرو خپل وزن دی .د پل بیلابیل عناصرو کې د پل سلب ،پوښونکی قشر ،کټاره ،پاراپیټ ،او نورواحدونه .دا بار دپل په ډیزاین کې لومړنی بار دي جې محاسبه کیږي .
2. ژوندی بار . Live Load
په پل باندې ژوندی بار ،هغه متحرک بار دی چې د پل په اوږدو کې عمل کوي .متحرک بار کې وسایطو وزنونه ،د پلیو تلونکو خلکو وزن راځي ،مګر ستونزمنه ده چې د خوندي پل د ډيزاین لپاره یوډول وسایط غوره شي .نو IRC ،د ژوندي بار په توګه یوشمیر وسایطو سپارښتنه کوي کوم به چې په پل باندې د هرډول وسایطو د تګ پروړاندې خوندي پایله ورکړي.د وسایطو بار په درې کتګوریو کې ویشل کیږي او دا په لاندې ډول دی .
د IRC د AA کلاس بار .
د IRC د A کلاس بار .
د IRC د B کلاس بار .
د IRC د AA کلاس بار .
دا ډول بارونه د نوو پلونو په ډیزاین کې په پام کې نیول کیږي په ځانګړي ډول درندو بارونو پلونو لپآره لکه لویې لارې پلونه ،د د ښارونو پلونه ،صعنتي ساحو پلونه او نور .په AA کلاس بارونه کې معمولا دوه دوله وسایط په پام کې نیول کیږي.
o Tracked type
o Wheeled type
د IRC د A کلاس بارونه .
دا ډول بارونه په هرډول دایمي پلونو په ډیزاین کې کاریږي .دا د پل لپاره سټنډرډ بار نیول کیږي .کله چې پل ډيزاین کیږي او AA کلاس بار کاریږي نو باید د A کلاس بار لپآره هم چک شي .
د IRC د B کلاس بارونه .IRC Class B Loading
دا ډول بارونه د موقتي پلونو د ډيزاین لپاره کاریږي لکه د لرګي پل .دا سپک بار ګڼل کیږي .هم د IRC A کلاس او هم B کلاس په لاندې شکل کې ښودل شوی .
3. د ټکان بار . Impact Loads
په پل باندې ټکان بار د هغه ناڅاپه بارونو له امله وي چې په پل باندې د وسایطو د حرکت له امله وي .کله چې ټایر ویل یا څرخ په حرکت کې وي نو ژوندی بار به په متناوب ډول تغیر وکړي کوم چې د ټکان بار لامل ګرځي .ددې لپاره چې ټکان بار په پام کې ونیول شي د ټکان فکتور په پام کې نیول کیږي .د ټکان فکتور په څو فکتورونو پورې اړه لري لکه د وسایطو وزن ،د پل وایه ،د وسایطو سرعت او نور .د ټکان فکتورد بیلابیلو بارونو لپآره په لاندې ډول دی .د بار فکتور تر 9m پورې تر 25% پورې نیول کیږي .
د ټکان فکتور . If = A/(B+L)
L وایه په متر .
A او B ثابتونه .
د RCC لپاره A=4.5 B=6 او د فولادو لپاره A=9 B=13.5
همدارنګه د ټکان فکتور د نورو ساختمانونو لپآره نیول کیږي .
د بستر بلاک لپاره . , If = 0.5
د بره ساختمان لپاره تر 3 ژوروالي پورې If = 0.5 to 0
د بره ساختمان لپاره تر 3 زیات ژوروالي لپاره If = 4 to 0
4. د باد بار . Wind Loads
د پل په ډيزاین کې باد بار ډیرمهم فکتور دی .د لنډو وایو لپآره باد بار کیدای شي له پامه وغورځول شي.مګر د متوسطو پایو لپاره باد باید په پام کې ونیول شي.د اوږدو وایو لپاره باد بار ساختمان بره برخې ډيزاین لپاره په پام کې نیول کیږي .
5. طولانې قوې. Longitudinal Forces
طولانې قوې په پل باندې د وسایطو د بریک نیولو او اکسلیتر له امله منځ ته راځي .کله چې وسایط ناڅاپه ودریږي او یاهم ناڅاپه اکسلیتر ورکول کیږي په پل باندې طولانې قوې واردیږي .نو IRC سپارښتنه کوي چې د ژوندی بار 20% د طولانې قوو په توګه ونیول شي.
6. فرارالمرکز قوې . Centrifugal Forces
که پل په افقي ګولایی کې جوړیږي نو وسایطو حرکت به په ګولای کې د فرارالمرکز قوې لامل شي .فرارالمرکز قوې په لاندې ډول محاسبه کیږي .
C (kN/m) = (WV2)/(12.7R)
W = live load (kN)
V = Design speed (kmph)
R = د ګولایی شعاع (m)
7. د ډوبیدو ضد اغیز. Buoyancy Effect
ډوبیدو ضد اغیز د غټو پلونو لپاره کاریږي چې ډیرو اوبو کې ډوب وي .
8. د اوبو د جریان قوې . Forces by Water Current
کله چې پل د سیند لپاسه جوړیږي ،د ساختمان یو شمیر برخې په اوبو کې ډوبې وي .د اوبو جریان په ډوبو شوو برخو افقي قوه واردوي .د اوبو د جریان له امله قوې د اوبو بره لیول کې ترټولو زیاته او لاندې او یا هم بستر لیول کې صفر ده .د اوبو د جریان له امله فشار .P = KW [V2/2g]
P = pressure (kN/m2)
K =ثابت .W = د اوبو وزن .V = داوبو سرعت . G = د ځمکې جاذبې له امله تعجیل .
9.حرارتي تشنجات . Thermal Stresses
حرارتي تشنجات د تودوخې له امله منځ ته راځي .کله چې تودوخه ډيره لوړه او یا ډیره ټیټه وي نو دو پر پل باندې تشنجات واردوي .دا تشنجات کششي تشنجات وي نو کانکریټ نه شي کولی پروړاندې یی ودریږي او درزونه کوي .ددې لپاره چې ددې پروړاندې مقاومت وشي پراساسي سیخانو عمود اضافي سیخان ورکول کیږي .انبساط جینټ هم ورکول کیږي .
10. سیسیمیکي بارونه . Seismic Loads
کله چې پل په سیسمیکي زونو یا د زلزلې په ساحو کې جوړیږي د زلزلې بارونه باید په پام کې ونیول شي.دا هم عمودي او هم افقي قوې واردوي .ددې له امله د منځ ته راغلو قوو اندازه د ساختمان په خپل وزن پورې اړه لري.که وزن زیات وي دا قوې به هم زیاتې وي .
11. تغیر شکل او افقي اغیزې . Deformation and Horizontal Effects
تغیر شکل د موادو په خواصو کې د دداخلي او بهرني خواصو د بدلون له امله وي .دا بدلون کیدای شي انقباض وي ،کریپ وي او یا نور څه وي .همدارنګه کیدای شي د تودوخې د بدلون له امله افقي قوې تغیر وکړي .نو دقوې باید په ډیزاین په پام کې ونیول شي .
12. د ودرولو تشنجات . Erection Stresses
د ودرولو تشنجات د پل جوړونې پرمهال د ساختماني وسایلو په واسطه تولیدیږي .دا کیدای شي عناصرو ته په مناسبو اتکاو په ورکولو سره دفع شي.