مبارزه د خفګان سره
441
Faridon Delsoz Niazai
2023-04-11 08:16:30
🟥 مبارزه د خفګان سره !
1 - هېڅکله په کور کې له څو ساعتونو زیات یوازې مه اوسئ .
2 - کله چې مهمې پرېکړې کوئ ، له هغه چا سره مشوره وکړئ چې په دې برخه کې تخصص/ تجربه ولري .
3 - خپل سهار ښه وخورئ ، د بېلګې په توګه له بستره وختې پورته شي او وختې ویده شي ، سهار تمرین وکړئ او عبادت وکړئ ، شاور وکړئ ، که څه هم زړه مو نه وي ، د لمر راپورته کېدو وروسته خوب مکوئ .
4 - د امکان تر حده د درملو ، نسوارو ، سګریټو او الکول استعمال څخه ډډه وکړئ .
5 - که اشتها مو له لاسه ورکړې وي ، نو ځان مجبور نه کړئ چې پوره خواړه وخورئ ، ځومره چې مو زړه وي هغه اندازه خواړه وخورئ .
6 - رواني او هڅونکي کتابونه ولولئ . د خپګان د درملنې لپاره په نړۍ کې یو له غوره رواني کتابونو څخه یو راز په نوم کتاب دی " چې پښتو ژباړه شته " .
7 - که په نیمه شپه له خوبه پاڅېږئ ، بیرته کوښښ وکړه چې سمدستې ویده شي او خپل نورمال خوب وکړي .
8 - هره میاشت په منظم ډول د ویټامین ډي لرونکي خواړه وخورئ .
9 - ځان ته فرصت ورکړئ چې په فزیکي او ذهني توګه استراحت وکړئ .
10 - له خوشحاله او ځواکمن خلکو سره ودریږئ ، یا د سپورټ یا هنر ګروپونو سره یوځای شئ .