يوځل يی ولولي
تاسې به اروپا ته هجرت وکړئ، هلته به هر قانون ته  پوره درناوی کوئ، د سګرټو پاتې شوني به پر ځمکه نه غورځوئ، په عام ځایونو کې به سګرټ نه څکوئ، که له سړک تیږيږئ له ټاکل شوي ځای به تیریږئ، له پولیسو او امنیت سره به دومره مرسته او همکاري کوئ آن که چیرې ستاسې د کور له مخې یوه پیشو نادرکه شي ... سمدلاسه به پولیس خبروئ... د موټر د چلولو پرمهال به کمربند تړئ، په موټر کې به د ماشوم لپاره ځانګړې څوکۍ وار له مخه ږدئ، که د لین اوږدوالې یو کیلومتر هم وي، تاسې به په کې ولاړ یاست، ځکه نظم او دسپلین به مراعاتوئ، کله، چې اروپايي تابعیت تر لاسه کړئ او خپل استازی ټاکئ نو د هغه له تاریخ، تېر او مسلک په اړه به دقت او شل ځایه پوښتنې کوئ،  که دا هر څه مو په خپل هېواد کې کړی وای نو نن به هجرت او ګډوالۍ ته اړ نه وئ.

د  مشهور فلسطیني شاعر محمود درویش اقوال.