To start downloading books

Please sign in or create an account.

هایدروپوبیک یا د اوبو ضد سیمنټ

هایدروپوبیک یا د اوبو ضد سیمنټ

هایدروپوبیک سیمنټ –تولید ،خواص او کارونه. Hydrophobic Cement – Manufacture, Properties and Uses’
لکه له نوم یی چې ښکاري دا د اوبو ضد سیمنت دی ،دلته هایدرو (hydro)په مانا د  اوبه او پوبیک (phobic) په مانا  پر ضد .هایدروپوبیک سیمنټ د پورتلنډ سیمنټو له پاتې شونو او اولیک اسید (Oleic Acid) په شان فلم تشکیل کوونکې مادې له یوځای کیدو لاس ته راځي ،څو په ناوړه اقلیمي شرایطو کې دسیمنټو د ګودام کیدو پروخت د تخریب کچه یی راکمه کړي.هغه سیمنټ چې داسې خواص ولري هایدروپوبیک سیمنټ بلل کیږي .په دې مقاله کې د هایدروپوبیک سیمنټو تولید ،خواص ،کارول ،ګټې ، نیمګړتیاوې او خوندیتوب لپاره احتیاط د بحث لاندې نیول شوي.
 .
د هایدرو پوبیک سیمنټو تولید. Manufacture of Hydrophobic Cement

د هایدرو پوبیک سیمنټو تولید د پورتلند سیمنټو په شان دی .هغه ایره او پاتې شونې چې د سیمنټو له تولید څخه پاتې کیږي د اولیک اسید یا ستریک اسید (Stearic Acid)په شان اوبو مخنیوي کوونکو موادو سره میده کیږي او وچ ګډ کیږي .دا کیمیاوي مواد د سیمنټو د ذرو پرمخ یوه طبقه تشکیلوي او اوبه نه پریدي چې د ګودام کولو او لیږدولو پرمهال له سیمنټو سره مخلوط شي او هایدریشن پروسه پیل کړي.بیا هم د مخلوطولو پروسو کې د زیات ټکان اوفشار له امله داطبقه ماتیږي او هایدریشن پروسو ته اجازه ورکوي . 
د هایدرو پوبیک سیمنټو خواص. Properties of Hydrophobic Cement
هایدرو پوبیک سیمنټ لاندې خواص لري. 
1) میده والی 350 m2/kg   
2) روغ والی یا    Lechatelier 10mm (Soundness)   
3) Autoclave    0.8%
4) ابتدايي ځان نیونې یا جوش وخت  30 min
5) وروستۍ ځان نیونې یا جوش وخت  600 min
6) فشاري مقاومت په  درې ورځو کې 16MPa
7) فشاري مقاومت په اوه ورځو کې 22MPa
8) فشاري مقاومت په 28  ورځو کې  30MPa
9) د اوبو جذب(Absorption)  له  0.8%  تر 1%
د هایدروپوبیک سیمنټو کارول .Uses of Hydrophobic Cement
1) په هغه ځای کې چې  اقلیمي شرایط نهايي لوند وي  او یا هم سیمنټ د اوږدې مودې لپاره ګودام کې ساتل کیږي.
2) په تونل جوړولو کې ډير کاریږي ځکه ځمکې لاندې کار او ترمیم ستونزمن او قیمتي دی .
3) دا سیمنټ ډيمونو ،پرچاوو او داوبو لاندې ساختمانونو کې کاریږي.
4) هغو ساختمانونو کې کاریږي چې له باران سره مخ وي لکه د پارکنګ ساختمانونه او نور.
5) د اوبو ایستلو ساختمانونو او مین هولونو لپاره کاریږي.
6) د څښلو اوبو د تصفې  ذخیرې  او استنادي لپآره کاریږي.
7) د پایپونو د لیکیج د بندولو لپاره کاریږي.
د هایدروپوبیک سیمنټو ګټې .Advantages of Hydrophobic Cement   
هایدروبیک سیمنټ لاندې ګټې لري.
1) دوامداره ترمیم منځ ته راوړي چې د اوږدې مودې لپاره کارکولی شي.
2) مقاومت یې د عادي سیمنټو په شان دی .
3) زر کلکیږي او جوش کوي ،په نورمال ډول له  اوبو سره له مخلوطولو وروسته د سختیدو لپاره درې دقیقې وخت نیسي .
4) کله چې دا سیمنټ وکارول شي نو څرنګه چې زر کلکیږي او سختیږي یو ساعت وروسته رنګ ورکول شروع کیدای شي.
د هایدروپوبیک سیمنټو نیمګړتیاوې .Disadvantages of Hydrophobic Cement   
هایدروپوبیک سیمنټ لاندې عمده نیمګړتیاوې لري.
1) په یخو سطحو کې کار نه کوي .
2) کله چې د تودوخې درجه له 40   فارنهایت ټیټه وي نه شي کارول کیدای .
3) د کارولو لپآره ماهرو کسانو ته ضرورت وي او همدارنګه مناسب اقلیمي شرایط ورته په کار دي.
4) دا سیمنټ قیمته دي.
د هایدروپوبیک سیمنټو کارولو په وخت صحي او خوندیتوب احتیاط.Health and Safety Precautions of Hydrophobic Cement
1) د هایدروپوبیک سیمنټو د ګرد له تنفس کولو باید ځان وساتل شي.
2) له سترګو او پوستکې سر له تماس وساتل شي.
3) د سیلیکا تنفس کول کیدای شي د سږو ددر لامل شي .
4) ماسک او دستکشي باید وکارول شي.

د انجینرصاحب فرید عاطف لیکنه

Related Articles

دا کړنې مو د خپلې لور سره بریالۍ اړیکې ته هڅوي

لیکنه: شکېبا نادري، دا کړنې مو له خپلو لوڼو سره بریالۍ اړیکې ته هڅوي    اولاد که هغه لور وي او یا زوی د بنده ګانو لپاره د خدایﷻ هغه ډالۍ ده چې هېڅکله یې شکر نه شي پر ځای کولای. دا ښکاره خبره ده چې پر مور او پلار خپل ټول اولادونه یعنې هم لوڼې او هم زامن ګران وي، خو دا هم باید په یاد ولرو چې په ډېری میندو تر لوڼو زامن ډېر ګران وي او برعکس په پلرونو...

کاغذ؛ څنګه او له کومو موادو جوړېږي؟

کاغذ نرۍ ورقه شوي مواد دي. په کیمیاوي/میکانیکي توګه له پروسس شوي سلولوز فایبر څخه جوړیږي، د سلولوز فایبر یې له لرګي، له ټوټو او جنډو، وښو او نورو موادو ترلاسه کیږي. له موادو څخه اوبه وچېږي. مخکې په لاس جوړیدل خو اوس وخت کې هر ډول کاغذ په ماشین جوړېږي. د کاغذ جوړونې ځینې حلقې تر ۱۰ متره پورې پراخې وي او په یوه دقیقه کې ۲۰۰۰ متره تاویږي او په یو کال...

د کورني کتابتون اغیزې

کتابتون د مختلفو چاپي اثارو د مجموعې او ټولګې ځای دی. په کتابتون کې د مختلفو لیکوالانو هر ډول لیکنې او خپرونې شتون لري، چې د هر ډول ذوق او سلیقې لرونکو لوستونکو لپاره پکې د لوستنې توکې موجود وي. کابتونونه ډېر زیات ډولونه لري، چې مشهور هغه یې عامه او شخصي دي. عامه کتابتونونه اکثریت د دولتي او شخصي ادارو، پوهنتونونو، مکتبونو او نورو علمي مرکزونو مربو...

Recommended Articles

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثير له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي. د انسان په بدن...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...