To start downloading books

Please sign in or create an account.

قیامت د ورځې د محکمې ځینې قــــوانین

قیامت د ورځې د محکمې ځینې قــــوانین

د قیامت د ورځې د محکمې ځینې قــــوانین!
مخکې له دې چې له دغه لویې محکمې ســـره مخ شئ، باید ویې پېژنې

*1- دوسیي به پټې او سري نه وي*
﷽ ﴿ونُخرِجُ لَهُ يَوْمَ القِيامَةِ كِتابا يَلقاهُ مَنْشُورًا﴾...
ورځ په قیامت به ورته خپل کتاب غـــوړیدلی راوباسو.

*2- د سختو امنیتي تدابرو لاندې به وي:
﷽ ﴿ وَجَاءتْ كُلُّ نَفْسٍ مَّعَهَا سَائِقٌ وَشَهِيدٌ ﴾...
هر څوک په داسې حال کې راځی چې یو شـــړونکی او یو شاهد ورکونکی ورسره وي.

*3-ظلم هیڅ امکان نه لري*
﷽ ﴿وَمَا أَنَا بِظَلَّامٍ لِّلْعَبِيدِ﴾.. ...
او زه په خپلو بندګانو هیڅکله ظالـــم نه یم ..

*4- کوم مدافع وکیل به هم نه وي*
﷽ ﴿اقْرَأْ كِتَابَكَ كَفَىٰ بِنَفْسِكَ الْيَوْمَ عَلَيْكَ حَسِيبًا﴾..
ورته به وويل شى چې د خپلو (کړنو)کتاب ولوله. ته په خپله نن پر ځان بانـــدې د حساب کونکي په توګه بس یې. 

*5- رشوت او واســــطه نه چلیږي*
﷽ ﴿يَوْمَ لا يَنفَعُ مَالٌ وَلا بَنُونَ﴾...
په دغه ورځ به شتمني او نه اولاد ګټه رسولی شي

*6- د نومونو ورته والی به هم نه وي*
﷽ ﴿وَمَا كَانَ رَبُّكَ نَسِيًّا﴾...
او ستا رب هيڅکله هیرونکی نه دی

*7- لاس په لاس د حکم ورکول*
﷽ ﴿فَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِيَمِينِهِ فَيَقُولُ هَاؤُمُ اقْرَؤُوا كِتَابِيهْ﴾...
نو هغه څوک چې عملنامه یې په ښی لاس ورکول کيږي نو وايي به دا ده زمـــا عملنامه وایې اخلئ او ویې لولولئ.

*8- غایبانه فیصله به نه کیږي*
﷽ ﴿وَإِنْ كُلٌّ لَمَّا جَمِيعٌ لَدَيْنَا مُحْضَرُونَ﴾..
كه څه هم هرومرو به دوی ټول مــــوږ ته حاضر کړای شي
*9- نقض او اسئناف به هم نه وي.*
﷽ ﴿مَا يُبَدَّلُ الْقَوْلُ لَدَيَّ﴾...

*10-د دروغو شاهــــدان هم انټن نه ورکوي*
﷽ ﴿ يَوْمَ تَشْهَدُ عَلَيْهِمْ أَلْسِنَتُهُمْ وَأَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُم بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ }....
دا هغه ورځ ده چې په دوی باندې به د دوی ژبې لاسونه او پښې ګواهي ورکوي.

*11-هیرې شوې دوسیې به نه وي*
﷽ { أحْصَاهُ اللَّهُ وَنَسُوهُ ۚ }
الله هغه شميرلى دى او دوي خپله دغه کـــړنې هیرې کړي دي.

*12- د اعمالو دقبق او کرا تله به وي*
﷽ {وَنَضَعُ الْمَوَازِينَ الْقِسْطَ لِيَوْمِ الْقِيَامَةِ فَلَا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَيْئًا وَإِن كَانَ مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِّنْ خَرْدَلٍ أَتَيْنَا بِهَا وَكَفَىٰ بِنَا حَاسبين }
او د عدالت تلې به د قیامت په ورځ کئ ودرو. نو په هیچا به هیڅ ظلـــــم ونه شې او که د(د یو انسان د عمل وزن) د ږدن د یوې دانې په انداره هم وي هغه به د حساب میدان ته راوړو او موږ د حساب کوونکي په توګه بس یو.
اسلامي لار اسلامی لار اسلامی معلومات 

یا الله (ج) ستا نصرت مـــو نصیب کړې اللهم آمین 🤲🤲🤲

Related Articles

توماس اډیسن

#ټنبل #نابغهتوماس #اډیسن (لوی مخترع) یوه ورځ له ښوونځي څخه راغی، مور ته یې یوه پارچه ورکړه، او ورته یې وویل، چې ښوونکي ویل، چې دا پارچه دې باید صرف مور ولولي.مور یې پارچه ولوسته.اډیسن ورته وویل:#مورې! څه یې لیکلي؟#مور: زویه! ستا ښوونکي لیکلي، چې زوی دې نابغه دی، زموږ ښوونځی دومره ښه نه دی، چې نابغه وروزي نو روزنه یې ته په غاړه واخله!کله، چې د اډیسن...

د اماني دورې علمي او فرهنګي لاسته راوړنې

ليکوال ـ علم ګل سحر غازي امان الله خان د افغانستان د پرمختګ لپاره تر ټولو زیاته معارف ته ډیره پاملرنه کوله ډیر وخت به یې پخپله په ښوونځیو او د سواد د زده کړې په کورسونو کې تدریس کاوه د غازي امان الله خان د وخت  د اساسي قانون د ۶۸ مې مادې له مخې د ښوونې او روزنې زده کړه تر ابتدايي درجې پورې اجباري وه. دده د پاچاهۍ په وخت کې په لاندې ډول لیسې او رش...

که د روباټ په اړه نه پوهیږئ دا لیکنه حتماً ولولئ

روباټ د کمپیوټر په واسطه پرواګرام شوي ماشين دى، چې ډير پيچلي مشکلات په اتومات ډول ترسره کوي او د انساني زحمت پرځاى کارول کیږي. روباټ د بهرني عامل يا هم خپله د روباټ په داخل کې لګيدلي سيسټم په واسطه کنټروليږي، چې د جورج ډيول له خوا په 1954 کال کې جوړ شو. روباټ د ډيزاين، ساختماني او عملیاتي برخو کې کارول کیږي. روباټ یعنې څه؟د robotic کليمه چې د Asim...

Recommended Articles

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثير له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي. د انسان په بدن...

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

کوم ډول خلک بايد کېله ونه خوري

که څه هم کېله ځيني ګڼې ګټي لري خو دغه ميوه ځينې عورايض او تاووانونه هم لري.چې په لاندي ډور ورته اشاره کوو. دغه خوږ ميوه د خپل ځانګړي خوند، او نرموالي له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. ګېله کوم ډول زيانونه لري. ۱: د وزن زياتوالی دـ ځينو نورو خوړو په څير کېله هم پريمانه کالوري لري چې د وزن د زياتوالي لامل کيږي په هره متوسطه کېله کې ۱۰۵ ګرامه کالو...