To start downloading books,
please sign in or create an account.

Sign in Create an account
فلسطین یا بیت المقدس او دانبیاو کور

فلسطین یا بیت المقدس او دانبیاو کور

415
Faridon Delsoz Niazai
2023-10-10 15:44:26

فلسطین یا بیت المقدس او دانبیاو کور
  حضرت ابراهیم علیه السلام فلسطین ته هجرت کړی دی
د حضرت لوط علیه السلام په قوم چه کله اعذاب نازل شو او ده ته الله ج نجات ورکړه  نو دی دفلسطین په لور سفر وکړه
   حضرت سلیمان علیه السلام  دفلسطین دمقدسی خاوری څخه ټوله نړئ اداره کوله او دحضرت سلیمان ع او میږی مشهوره قصه د نمل په ساحه د عسقلان په منطقه کې واقع شویدی
   په فلسطین کې د ذکریا ع محراب شتون لری
   حضرت موسی علیه السلام دخپل قوم څخه غوښتنه وکړه چه دی مقدسی خاوری ته لاړ شي او دا خاوره یی پاک او مقدس وباله او ویلی چه دا دشرک نه پاک او دانبیاو کور دی
   حضرت عیسی علیه السلام په همدی مقدسه خاوره کې پیدا شوی ده او چه کله بیا دئ دوهم ځل نړی ته راځې نو د فلسطین په پاکه خاوره دسپینی منارې په څنګ کې به کوزیږي او د اللد د دروازی په څنګ کې به دجال قتلوي
   د محشر ورځ به دفلسطین په خاوره جوړیږي او یاجوح او ماجوج به هم دفلسطین په خاوره کې قتلیږي
   حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دبعثت په لومړی دور  دمسلمانانو قبله همدا بیت المقدس وه چه بیا کله حضرت محمدص مدینی منوری ته هجرت وکړه نو الله ج دی پدی مامور کړ چه قبله دبیت المقدس څخه مکې مکرمې ته تبدیل کړي 
   نو د داسې مقدسې خاورې چه فعلا کفارو لاندی کړی دی  یو څو کمزوری مسلمان فلسطینیان د خپل حقه حقوقو د غوښتنه لپاره مبارزه کوی پداسې حال کې چه ټول کفري نړئ ورسره ولاړه ده لیکن یو مسلمان هیواد پیدا نشو چه دې جکړي ته مشروعیت ورکړی او حد اقل دحق آواز پورته کړی زه خو ددی اوه پنځوس اسلامی هیوادونو ایمانونه ډیر کمزوری وینم الله تعالی دی په مونږ رحم وکړی

Recommended Articles