To start downloading books

Please sign in or create an account.

پلسترکاری کې مهمې نقطې

پلسترکاری کې مهمې نقطې

په پلسترکاری کې مهمې نقطې
ليکنه: انجنير عبدالظهور الفت
۱_  د پلستر کاری لپاره عمومي ډول۳۰۰ مارک مصالحه کارول کيږي چې نسبتونه يې ۱:۴ دي.
۲_ هغه ريګ چې په پلستر کې کارول کيږي بايد په کافي اندازه ميده وي.
۳_ د پلستر په ريګ کې بايد د خاورو سلنه له ۵ څخه کمه وي.
۴_ د پلستر ډبلوالی بايد له دوو سانتي متر يا په ښه ډول له دوونيمو سانتي متر څخه کم نه وي. 
۵_ د پلستر کارۍ څخه مخکې بايد خښتې لمدې او په اوبو بايد مشبوع شي.
۶_ د سمنټو او ريګو نسبتونه بايد د ورکړل شوي مارک مطابق وي.
۷_ د ريګ او سمنټو مخلوطول بايد د منکونو له مخې وشي.
۸_ د منک سايز چې د سمنټو د يوې بوجۍ لپاره دی 
 (٠،٢٥ - ٠،٣٥ - ٠،٤٠)دی.
۹_ استعمالونکي اوبه بايد صافی او وړ وي.
۱۰_ دومره اوبه بايد پکې ګډي شي تر څو مساله ښه کاري قابليت پيداکړي.
۱۱_ د پلستر لپاره جوړه شوي مساله بايد په څلويښتو دقيقو کې مصرف شي.
۱۲_ د خښتو د پاسه سپينه ښوره بايد مخکې له پلستر کارۍ څخه پاکه شي.
۱۳_ پلستر بايد شاقولي وشي يعنې کونجونه يې بايد ګوڼيا او وتلې او ننوتلي برخې بايد ونه لري.
۱۴_ لږ تر لږه لس ورځې بايد کيورينګ ورکړل شي.
۱۵- په مناسبه تودوخه کې بايد پلستر ته د ورځې درې يا څلور ځلې اوبه ورکړل شي که تودوخه ډيره لوړه وي بايد له پورته مقدار زياتې اوبه ورکړل شي.
۱۶ـ پلسترعموما د دوه موخو لپاره په کار وړل کیږی
 ۱ـ ښکلا(Appearance)

Related Articles

Emancipation of Muslim Women in the Soviet Union

Shamsuddin AminCentral Asian Studies InstituteDecember 2021Bishkek, Kyrgyzstan Emancipation of Muslim Women in the Soviet Union The Bolshevik revolution of 1917 had fundamental impacts on the socio-economic status of the Central Asian people. One of the main changes the people of Central Asia experienced was the so-called emancipation of women. I...

د آرام خوب لارې چارې

څېړني ښيي، چې پر له پسې بې خوبي بدې روغتيايي پايلې لري. بې خوبي د ژور خفګان، لټۍ، ګنګسيت، چاغوالي او نورو ګڼو ستونزو سبب کېدای شي. په همدې اساس اړينه ده، چې په کافي اندازه خوب خوب وکړو. ځينې خلک له بې خوبۍ شکایت کوي. په دې لیکنه کې ځينې لارې چارې شته، چې مرسته درسره وکړي.   ذهن مو آرام کړئ مخکې له دې چې د خوب بسترې ته لاړ شئ، د ځینو ساده تمریناتو...

هغه کړنې چې ستاسو شخصیت ته تاوان رسوي

په ټولنیز ژوند کې نږدې هر انسان د ښه شخصیت، محبوبیت او درنښت غوښتونکی وي. زموږ او ستاسو په شمول ټول وګړي غواړي، چې خلک یې ښه ووایي، ویې ستايي او ورته ته ګران دې وي. مګر بیا هم ځينې عادتونه او کړنې شته، چې نورو ته یې بدمعرفي کړي او درنښت یې کم کړي. داسې کړنې ممکن بېخي ډېرې وي، خو دلته یې یوازې پر ځینو ډېرو عامو خبرې شوي دي.   لومړی ـ احترام وايي...

Recommended Articles

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثير له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي. د انسان په بدن...

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي

د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چاري او فعالیتونه د همدغي ناحیې څخه کنټرولېږي.لاندي ځیني مهم ټکي دي چي په پام کي نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کي مرسته کو. - د سهار چای نه چیښل:هغه خلک چې د سهار چای نه چیښي په بدن کي یې د شکري اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کي یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوری کېږي....