To start downloading books

Please sign in or create an account.

Faridon Delsoz Niazai 1 year ago 1,891
صلاة تسبيح لمونځ او طریقه

صلاة تسبيح لمونځ او طریقه

[د صلاة تسبيح لمونځ او طریقه]

که څوک په ورځنيو چارو کې د کومې ستونزې، غم يا سختي سره مخ کېږي؛ نو صلاة تسبیح یې ښه علاج دى.
په تېره بيا له ګناهونو څخه د بخښنې ښه او ځانګړې وسيله ده.

حضرت ابن عباس (رض) روايت کوي چې رسول (صلی الله عليه وسلم) وفرمايل: ايا زه تاسې ته داسې څه ونه ښيم، چې الله (جل جلاله) ستا مخکینۍ او وروستنۍ، نوي او زاړه، لوى او واړه، ښکاره او پټ، په قصده او سهوه سره پېښ ښوي گناهونه در وبخښي.
نو يې د تسبيح لمونځ وروښوود.

(( د تسبيح لمانځه طریقه:))

د تسبيح لمونځ ۴ رکعته دى. په يوه نېت او سلام سره ادا کېږي. په هر رکعت کي ۷۵ واره او په ټول لمانځه کې ۳۰۰ ځله، لاندې تسبيح ويلې کېږي:
(سبحان الله والحمدلله ولااله الاالله و الله اکبر)

نېت:
(نېت مې دى د زړه له اخلاصه، لمونځ کوم څلور رکعته صلاة تسبيح په دې حاضر وخت کى خاص، خداى تعالى لره. مخ مې دى په طرف د کعبې شريفي الله اکبر.
لمونځ او تسبيحات ېي په لاندي ډول دي:

اول رکعت:

۱ : تر (سبحا نک اللهم) ويلو وروسته ۱۵ ځله.

۲ : تر (الحمدلله او سورت) وروسته ۱۰ ځله.

۳ :  په رکوع کې تر (سبحان ربي العظيم) ويلو وروسته ۱۰ ځله.

۴ :  تر رکوع وروسته ولاړه کې (سميع الله لمن حمده، ربنا لک الحمد) ويلو وروسته ۱۰ ځله.

۵ : په اوله او دوهمه سجده کې تر (سبحان ربي الاعلى) ويلو وروسته ۱۰ـ ۱۰ ځله.

۶ :  د دوو سجدو تر منځ ناسته کې ۱۰ ځله.

دوهم رکعت :

په دوهم رکعت کې تر ( بسم الله، الحمد لله او سورت )
مخکې ۱۵ ځله او تر سورتونو وروسته ۱۰ ځله،

 نور ټول د اول رکعت په ډول ويل کېږي.

درېيم او څلورم رکعت هم په پورته شکل سره اداء کېږي.

پدغه لمانځه کې تر رکوع وروسته ولاړه کې، بايد لاسونه تر نامه لاندې ونيول شي.

په اوله ناسته کې د ( التحيات ) څخه تر ( اللهم ربنا ) پورې ويل کېږي. سلام نه گرځي، : درېيم رکعت ته چې ولاړ شي؛ نو د ( سبحانک اللهم ) څخه دې د اول رکعت په ډول شروع وکړي.

که پر چا سجده سهوه واجب شوه، په آخره ناسته کې ادا کېږي، چې نه په سجده سهوه او نه ورپسې ناسته کې تسبيح ويلې کېږي.

که مو په يوه رکن کې، یاد تسبيحات هېر شول؛ نو په بل ورپسې رکن کې یې راوگرځوئ.
او پوره یې کړئ، په دې شرط، چې ورپسې رکن لنډ نه وي.

مثلا: که د ( رکوع وروسته ولاړه ) کې مو و نه ويل؛ نو په سجده کې یې ۲۰ ځله وواياست او که مو په رکوع کې هېر شول؛ نو د ( رکوع وروسته ولاړه) کې یې مه راگرځوئ؛ ځکه دا وخت کوتاه او لنډ دى؛ نو هغه هم په سجده کې وواياست، چې ۲۰ واره شي.

دغه لمونځ بې له مکروه وختونو، بل هر وخت ادا کېداى شي؛ خو د ماسپښين تر لمانځه له مخه ادا کول یې ښه دي.

د دغو څلورو سورتونو لوستل پکښې غوره دي ( التکاثر، والعصر، الکفرون، الاخلاص).

له لمانځه وروسته دې، څو واره استغفار ووايي او بيا دې 11 واره څلورمه کلمه ووايي.

(لاَ اِلهَ اِلاَّ اللهُ وَحْدَه‘لاَشَـِريْكَ لَه، لَهُ الْمُلْكُ وَ لَهُ الْحَمْدُ، يُحْى وَيُمِيْتُ وَهُوَ حَىَّ لاَّ يَمُوْتُ اَبَدًا، اَبَدًا ذُواالْجَلاَلِ وَالاِكْرَامِ بِيَدِﻩِ الْخَيْر، وَهُوَعَلى كُلِّ شَىﺀٍ قَدِيْرُ‘).

دا تسبيح دې په گوتو نه شماري؛ بلکې په زړه کې دې ساتي او که چېرې ممکنه نه وه؛ نو د گوتو په سپک او نامحسوس حرکت سره یې حساب کړئ.

(( ردالمحتار ـ جلد 2 ;: صفحه 27 ـ;: باب الوتر والنوافل :;))

Related Articles

مهارتونه، اړتیاوي او راتلونکي

مهارتونه، اړتیاوي او راتلونکي عمران اختر نړۍ ورځ تربله د ټیکنالوژۍ پر مټ اسانتیاوي رامینځته کوي، همدا ټیکنالوژي د انساني مهارتونو پایله ده، چې د ډيرو انسانانو کار یو ماشین ترسره کوي. نو ویلای شو چې مهارت هغه اصطلاح ده چې پوهه، وړتیا او د عملي کارونو د ترسره کولو فکري او ذهني استعداد راونغاړي. مهارتونه په ژوند او کار کې د خلکو د تجربو له لارې انک...

د ګلپپانو روغتيايي ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی ګلپيان د هغو سبزیجاتو له ډلې څخه دي، چې د انسان بدن ته ګڼې روغتيايي ګټې رسوي. تاسو به ددې لیکنې ترپایه د ګلپي په اړه هر اړخیز معلومات ولولئ.  لومړی| غذايي ارزښت د سبزيجاتو، مېوو او خوړو چې څومره غذايي ارزښت لوړ وي هومره یې بدن ته ډېره ګټه رسېږي. په دې معنا چې د بدن د اړتیا وړ مواد پوره کوي؛ نو په همدې خاطر وړاندې له دې چې د ګ...

نوم ورکے اتل غازي بخت پور

نوم ورکے اتل غازي بخت پور پښتون قام وخت په وخت داسې اتلان زېګولي دي چې ژوند یې د تاریخ برخه ګرځیدلې او د پښتون قام د فخر، ویاړ او افتخار شمله یې اوچته کړې.خو د بده مرغه ځینې ویاړلي اتلان داسې هم دي چې تر دې د تاریخ د پاڼو نه ورک دي او د دې په شا لویه معمه دا ده چې پښتانۀ چا پرمختګ ته نۀ دي پرېښلي. نۀ یې دغه اتلان منلي او نه یې د نصاب برخه ګرځولې د...

Recommended Articles

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...