د ماشوم نړۍ ته راتګ د یوې تشې پاڼې په څېر دی، یو سپین کاغذ چې د ژوند چاپېریال پرې خپل اغېز پرېږدي. هغه څه چې ماشوم یې په کور، ښوونځي او ټولنه کې زده کوي، د هغه لومړنۍ پوهه او شخصیت جوړوي. دا زده کړې ښې هم کېدای شي او بدې هم، ځکه ماشوم له وړاندې د انتخاب ځواک نه لري. خو کله چې انسان ځواني ته ورسيږي، هغه په ارادي ډول د زده کړې توان ترلاسه کوي. له دې وروسته د هغه د ودې سفر خپله په انتخاباتو، تحلیل او زده کړو پورې تړلی وي.
کتابونه د پوهې د نړۍ لومړنۍ دروازې دي. که غواړې نړۍ درک کړې، که غواړې خپلې کمزورۍ پیاوړې کړې او که غواړې د یو ښه ژوند لپاره ښه لارې چارې زده کړې، نو کتابونه د سفر پیل دی. په کتابونو کې د زرګونو کلونو تجربې او پوهه خوندي ده. هره پوښتنه چې لرې، هره موضوع چې زده کول غواړې، هر ځواب چې دې لټولی دی، په کتابونو کې یې موندلی شې.
کله چې موږ کتاب لولو، زموږ د تحلیل او فکر کولو وړتیا لوړېږي. د یوه کتاب لوستل یوازې د معلوماتو ترلاسه کول نه دي؛ دا د فکر کولو تمرین دی. کتاب موږ ته مرسته کوي چې هر څه وڅېړو، خپلې زاویې ورکې پیدا کړو او د ژوند په بیلابېلو اړخونو کې خپله لاره معلومه کړو.
د پوهې درې مرحلې
د ژوند په بېلابېلو پړاوونو کې د پوهې ترلاسه کولو لارې بیلابیلې دي:
1. لومړنۍ مرحله – کتابونه:
په پیل کې، کله چې ډېر امکانات نه لرو، کتابونه زموږ ملګري وي. ښه کتابونه لوستل موږ د ژوند د مختلفو اړخونو په اړه پوهوي او د نړۍ له پرمختګونو سره بلدتیا راکوي.
2. دویمه مرحله –مشاهده، ګرځیدنه او سفر:
کله چې امکانات برابر شول، سفر وکړه. نړۍ وګوره، د بیلابیلو کلتورونو او خلکو تجربې ووینه، ترڅو د خپل فکر زاویې نورې هم پراخې کړې. سفر د ژوند هغه کتاب دی چې هر څپرکی یې د زده کړې نوی درس لري.
3. درېیمه مرحله – عملي تجربه:
تر ټولو غوره زده کړه د عمل له لارې ده. هغه څه چې دې په کتابونو کې زده کړي او د سفرونو په اوږدو کې لیدلي، په عمل کې یې تجربه کړه. ژوند هغه وخت په ریښتینې توګه زده کېږي چې خپله یې تجربه کړی.
پایله
د پوهې سرچینه یوازې کتابونو یا تجربو پورې تړلې نه ده، بلکې د یو انسان د زده کړې اراده غواړي. هغه څوک چې غواړي ځان بدل کړي، د کتابونو د نړۍ له حکمتونو یې پیلوي، سفرونو کې یې ګوري او ژوند کې پرې عمل کوي. نن یې له کتابونو پیل کړه، سبا سفر وکړه او بله ورځ یې عملي تجربه کړه.