To start downloading books

Please sign in or create an account.

Yasir Takal 4 years ago 4,239
دپښتو ژبې لهجې

دپښتو ژبې لهجې

پښتو د یوي ژبې په توګه نه په یو واریز ډول له آسمانه راکیوتي او نه د یوي اختراع غوندي په نا ببره ډول رامنځ ته شوی ده. بلکې لکه څنګه یې چي ویونکې په بیلابیلو تاریخې پړاوو کي له نورو بشري ټولنو او توکمونو (نژادونو) څخه را جلا شوي او ځانته په یوه ټبری نامه (پښتانه) نومول شوی دي. دغه رنګه په خپله دغه ژبه له نورو خپلوانو ژبو څخه لومړی د یو ګړدود (لهجي) او بیا د یوي خپلواکې ژبي په بڼه راوتلې یا زیږیدلې او ځانته یو ژبنی نوم (پښتو) یی ترلاسه کړی دی.

پښتو ژبه د لرغونو آريایي ژبو څخه يوه خپلواکه ژبه ده چې له پخوا څخه په څو نومونو ياده شوې چې يو لړ نومونه ېې پښتو، پختو، پوختو، په هندي (پټاني)، په پاړسي او نړېوالې کچه د افغاني ژبې په نوم شهرت لري.

پښتو ژبه د نورو ژبو په څیر په بیلابیلو سیمو کښې د ویونکو د موجودیت له امله ډېرې لهجې لري.ډېرې لهجې د یوې ژبې د لغوي زېرمې په بډاینه کې رغنده رول لري. د بېلابېلو لهجو څخه یوه معیاري ژبه را منځته کېږي چې خوشبختانه پښتو د ډېرو خوږو لهجو لرونکې یوه معیاري ژبه ده.

دا چې پښتو ژبه هم ډیرې لهجې لري نو د ټولو لهجو څېړل اوږده موضوع ده . دلته په لنډه توګه د پښتو لهجو په يو عام وېش باندې خبرې کوو. له اصلي بحث وړاندي غواړم په دي بحث وکړو چي ګړدود يا لهجه څه ته وايي؟ لهجه چې پښتو کې ورته ګړدود فارسي کي ورته ګویش، او عربي کي لهجه بلل کیږي د خبرو اترو طرز یا د خبرو د افادې یو ډول دی.

لهجې ته په انګریزي ژبه کې ډیالېکټ وایي چې د یوناني ژبې له ډیالېکټوس Dialectos څخه مشتقه کلمه ده او ډیالکټوس د خبرو کولو طریقې ته ویل کیږي. لهجه د یوې ژبې محلي نوعه هم بللی شو. لهجې ته فرېزیولوجي phraseology هم ویله شوې ده او هغه هم د افادې د څرګندولو لارې ته ویل کېږي. اوس راځو اصلي بحث ته: دژبنې ګړدودونو د توپیر اصلي لامل جغرافیایي بیلتون دی. خو له دي سربیره د یوې ژبې د ویونکو لهجې د نورو ټولنیزو لاملونو له مخې هم بدلون کوي. لکه: اقتصاد،تاریخي بدلونونه، سیاست، عمر، کسب یا مسلک، جنس او داسې نورو لاملونو په اساس هم ګړدودونه توپیر کوي. که متوجه شو د کوچني ګړدود د لویانو له ګړدود سره توپیر لري. د ښځې ګړدود بیا د نارینه له ګړدود سره توپیر لري.

همدارنګه د مسلک له مخي که وګورو د با سواده ګړدود د بې سواده له ګړدود سره توپیر لري همدارنګه د یو ډاکټر ګړدود د یوه ښوونکي له خبرو یا ګړدود سره توپیر لري. دا هغه لاملونه دي؛ چې په یوه ژبه کې د جغرافیه یي ماحول سربېره لیدل کېږي او د یوې ژبې ګړدودونه سره بېلوي. پښتو لهجې په ټوله کي په دوو سترو اصلي او فرعي ډلو ويشل کېږي.

1ـ اصلي لهجې: اصلي لهجې په خپل ذات کي په دري ډوله دي. چې په لاندي توګه بيانيږي.

1- لویدیز ګړدود:چې کندهارئ ګړدود( لهجې) په نوم هم ياديږي او د تاريخي افغانستان په لويديځو اوسهيلي(جنوبي) سيمو کښې ويل کېږي. په کندهار ګړدود یا کندهارئ پښتو کي له کندهار پرته نوري لویدیزې او سویل لویدیزې سیمې هم راځې چي د بادغیس له بالا مرغات، غورماچ، د غور نیاز کلا، او د هرات له کهسان څخه را پیل کیږي او د زابل تر جلدکه رارسی او زیاتره په سړبني او بیا په غرغښي او بیټني ټبرونو اړه لری لکه بارکزي، الکوزي، ساکزي، نورزي، اڅکزي، کاکړ، ترین، پریڅ، بابړ . . . دغه راز په یوڅه توپیر په دغه ډله کي د سویل وزیري، مسیدي او بیټني او د ختیځ د خټکو پښتو هم راځې. په دغه لهجه کښې د پښتو دوو ځانګړي توري (ښ ، ږ) (ش، ژ) اواز ته نږدي تلفظ کېږي لکه ښادي (شادي)،مونږ (موژ). او بل مهم ځانله توب يي دا دي چې په کومکې فعلونو کښې يي (ش) اواز په (س) بدليږي. يعني د وشو شوي دي شته او نشته ) کليمي په (وسو، سوي دي، سته او نسته ويل کېږي.

2- مرکزی لهجه: چې د منځنۍ لهجې په نوم یادېږي له جلدکه را پیل کیږي او تر درونټې پوري اوږدوالی مومې، د زابل پکتیا، غزني، وردګو، میدان، لوګر، کابل، پروان، کاپیسا، لغمان، او یو څه د ننګرهار په متوزیو (غلجیو) او کرلاني ټبرونو پوري اړه لري لکه هوتک، توخي، ناصر، تره کي، سلیمان خیل، علي خیل، اندړ، ځاځي، ځدران، منګل، توتاخیل، تڼي، مندوزي، اسمعیل خیل، احمدزی، عبدالرحیم زي او داسی نور. په استثنایی توګه د کونړ او باجوړ ځیني سیمې او ټبرونه هم په منځنئ ډله کي راځي. په دغه لهجه کښې د پښتو ځانګړې توري (ښ،ږ) په خپل اصلي آواز تلفظ کېږي او د تلفظ په وخت کښې یې د ژبې منځنۍ برخه پورتني تالو سره نښلي.

3- ختيځه لهجه: چې د ننګرهارئ لهجې په نوم هم ياديږي له درونټي څخه پیل مومي او مخ پر ختیځ او شمال ختیځ تر اټکه رسې.او دننګرهار، کونړ،مومندو، باجوړ، اشنغر او يوسفزيو په سيمو کښې ويل کېږي. په ختیځه لهجه کې د ( ښ) اواز د ( خ ) په رقم تلفظ کېږي او د ( ږ) اواز د دې لهجې ویونکي هم د (ګ) په رقم تلفظ کوي. 2ـ فرعې لهجې: فرعې لهجې په پښتو ژبه کې زيات ډولونه لري چې ځينې مهمې يې په لاندې ډول دي .

1- وزيرۍ لهجه : وزيرۍ لهجه د ( ښ، ږ ) تلفظ د لوديځې لهجې په څېر کوي خو په ځينو کلماتو کې له مرکزي لهجې سره اړيکې او نژدېوالی لري . په وزيرۍ لهجه کې هغه ( الف ) چې د کلمې په منځ او پای کې راغلی وي په ( و ) بدليږي لکه : ( کال ، پلار ، کابل ) په ( کول ، پلور ، کوبل ) اړوي او همدارنګه کله چې ، ( و ) د کلمې په منځ کې راشي هغه په ( ی ) بدلوي . لکه : ( مور ، لوند ، توت ) په ( مېر ، ليند ، تيت ) تلفظ کوي .

2- دخټکو لهجه : د خټکو لهجه د ( ښ، ږ) په تلفظ کې له لوديځې لهجې سره سمون لري ؛ خو په لغاتو او اصطلاحاتو کې له ختيځې لهجې سره اړيکې لري .

3- کاکړۍ لهجه : دا لهجه په ځينوکلمو کې لوديځې لهجې او په ځينو کې له مرکزي لهجې سره نژدېوالی لري .مثلا : ( ژ) د مرکزي لهجې په څېر ( ز) تلفظ کوي او ( ژوند ، ژبه ، ژمی ) د ( زوند ، زبه ، زمي ) اړوي او تلفظ کوي .

4- د احمدزيو لهجه : په دې لهجه کې ( ژ ) په ( ز) او په ځينو کلمو کې ( ش) په ( س) بدلوي .لکه : ( ژوند ، مشر ، مياشت ) په ( زوند ، مسر ، مياست ) تلفظ کوي .

5- د وردګو لهجه : دا لهجه د اصلي مرکزي لهجې په ډله کې راځي .

6- د پکتيا لهجه : دا لهجه هم د مرکزي لهجې په کتار کې راځي ،خو ځينې ځانګړې نښې لري .مثلا : ځدران او ځاځي د (راځه ، ځي ) پر ځای ( راڅه ، څي ) وايي .

7- د اپريدو لهجه : دالهجه په ځينو کلماتو کې له مرکزي لهجې سره او په ځينو کې له ختيځې لهجې سره اړيکې او نژدېوالی لري . په دې لهجه کې ( ا ، ی ) په ( و ) بدليږي او د ( راشه ، خورئ ) پرځای ( روشه ، خورو ) وايي .

8- د يوسفزو لهجه : دالهجه په اصلي ختيځه لهجه کې راځي .

9- د باجوړ لهجه : دا لهجه د ختيځو لهجو په ډله کې ده . په دې لهجه کې ( غ ، ت) په ( ګ ، څ ) بدليږي . لکه : ( غوښه ، غاښ ، تښت ) په ( ګوښه ، ګاښ ، څښته ) تلفظ کوي .

10- د مومندو لهجه : په ختيځه لهجه کې راځي . په دروند او ځيږ غږ سره ويل کيږي .

11- د خوګياڼو لهجه : په زياتو کلماتوکې له مرکزي لهجې سره اړيکې او نژدېوالی لري ، خو په ځينو کلماتو کې له ختيځې لهجې سره اړيکې پيدا کوي . ( و) په ( ی) بدلوي . لکه : ( غوړي په غيړي ) او ( خولۍ په خيله ) وايي .

12- د شينوارو لهجه : دا هم يوه فرعي لهجه ده ،چې په ځينو کلمو کې زېر ( کسره ) په زور ( فتحه ) بدلوي .لکه : ( ورمېږ) په ( ورمږ ) وايي. •په پای کې بايد ووايو چې معياري ژبه هم له دغو لهجو څخه رامنځته کيږي. معیاري لهجې ته په انګریزي کېstandard dialect وایي؛ نو که د یوې ژبې د ټولو ګړدودونو له مینځه یو ګړدود د ټولنیز، ټبریز، کلتوري او سیاسي دریځ د لوړوالي له پلوه انتخاب او ومنل شي معیاري او کره ګړدود ګڼل کیږي.او بيا د يوه هېواد په مطبوعاتو، راډيو ، تلوېزيون علمي او ادبي ليکنو او نورو برخو کې کارول کيږي. ديوې ژبې نورې لهجې د وخت په تېرېدو سره معياري ژبه پياوړې کوي او پخپله لهجې ورو ، ورو خپله بڼه له لاسه ورکوي.

Related Articles

پرېوتی سينګاپور چا په پښو ودراوه ؟

نوم ېې (لي کوان يو ) او په کال 1926 م د سينګاپور په ېوې چينايي کورنۍ کې زېږېدلی و . مور او پلار ېې د برتانوي کلتور د څېړنې په برخه کې کار کاوه ، هغوي د سينګاپور د دوه مختلفو سيمو وو او په دوه بېلو ژبو ېې خبرې کولې . دا چې هغوي (د لي کوان مور او پلار ) د ېو او بل په ژبو نه پوهېدل نو مجبورآ ېې انګریزی ( چې دواړه پرې پوهېدل ) د خبرو او پوهاوي ژبه وټاک...

د سيګرټ پرېښودلو اسانه تګلاره

تر هر څه لومړی تاسو باید پوه اوسئ، چې سیګرټ ستاسو روغتيا په لوړه کچه ننګوي. د ګڼو نورو ستونزو ترڅنګ مو د سرطان په څېر له خطرناکو ناروغيو سره هم مخ کولای شي. مګر له دې ټولو تاوانونو سره ـ سره بیا هم ځينې خلک سيګرټ څکوي. په داسې حال کې چې دوی غواړي سیګرټ پرېږدي، مګر له ډېرو هڅو وروسته هم په دې کار نه دي بریالي شوي. موږ په دې لیکنه کې هڅه کړې، ځينو ټک...

د واده لپاره مناسب عمر کوم دی؟

لېکنه: شکېبا نادري، د واده لپاره مناسب عمر کوم دی؟   د انسان د پیدایښت موخه د الله عبادت او د انساني نسل زیاتوالی دی، د انساني نسل د زیاتوالي یوازینۍ سرچینه واده کول دي. واده کول په هره ټولنه کې په بېلابېلو عمرونو او بېلابېلو رواجونو ترسره کېږي، ځینې کورنۍ په ډېر کم عمر کې د خپلو اولادونو ودونه کوي، خو ځینې بیا بېخي له دې نظر سره مخالف دي، نه غوا...

Recommended Articles

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي.   ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني...

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...