To start downloading books

Please sign in or create an account.

Yasir Takal 4 years ago 2,519
ځان وژنه یا خودکشي

ځان وژنه یا خودکشي

ځان وژنه د خپلې ساه په خپله اخیستلو ته یا په خپله د خپل ژوند پای ته رسولو ته ویل کیږي. نن ورځ که دنیا هر څومره پراخه امکانات او سهولتونه لري با وجود د دي هرڅه او مختلفو سهولتونو بیاهم د نړۍ 16 سلنه وګړي په هر کال کې ځان وژنه کوي.

د روغتیا د نړېوال سازمان WHO او له ځان وژنې څخه د مخنيوي نړېوال سازمان IASP د معلوماتو له مخې خودکشي په نړۍ کې د مرګ 13 لوی علت دی، د ښځو په نسبت نارينه له 3تر 4 برابره ډير ځان وژلو ته مایل دي او په نړۍ کې هر کال شا وخوا یو میلیون کسان ځان وژني.

د بیلابیلو څیړنو له مخې ثابته شوي چي د حقارت احساس، د قربانۍ ورکولو احساس، ناڅاپي او د انتظار خلاف پېښې، د ژوند معنا او مفهوم له لاسه ورکول یا د ژوند بوج ګڼل ،کورنې تاوتريخوالې، بې وزلې، نا امنې ،ناهیلې، روحې فشارونه او ځیني عصبي ناروغۍ د د ځان وژنې عمده او مهم لاملونه دي. څه ډول کولای شو دهغه خلکو سره مرسته وکړو چي دځان وژني تصمیم یې نیولې وي، او یا هم شک کیږي چي دځان وژني خیال یې ذهن کي ګرځي؟. په ځواب کي یي باید ووایو ټول هغه کسان چې د ځان وژنې فکر ورسره پیدا شوی دی هغوی په هر وخت کې د نورو مرستې ته اړتیا لري خو د عصبي ناروغۍ او یا هم روحي فشار له امله دومره وخت نه شي پیدا کولی چې خپل مشکل له نورو سره شریک کړي. که موږ او تاسې د هغوی اضطراب او وېره او یا هم د ژور خپګان نښې نښانې ولیدې باید موږ ور وړاندې شو او د مرستې غږ ورباندې وکړو. څېړنو ښودلې چې زیاترو ناروغانو د مرستې له اخیستلو څخه مخ نه دی اړولی او یوازې همدې ته منتظر وي چې څوک ور ته د مرستې غږ وکړي، خو د شرم او یا هم کوم بل دلیل له امله نه غواړي چې دوی د مرستې د ترلاسه کولو لپاره چا ته ووايي.

دا حالت هغه وخت ښه تصور کولی شو چې کله د یو داسې کس خبرې واورو چې د ځان وژنې هڅه یې کړې او په خپله دې هڅه کې کامیاب شوی نه دی.‌ خدای ج یې ژوند بچ کړی او اوس د یو لوی مبلغ په حیث نورو ته همدا پیغام رسوي چې ځان مه وژنئ.هغو کسانو ته هم خپل مسؤلیت ور په ګوته کوي چې څنګه له داسې یو چا سره مرسته وکړي چې په هغوی کې د ځان وژنې نښې نښانې لیدل کېږي او یا هم د ځان وژنې هڅه کوي. د غه کس د امریکا یو اوسیدونکی کیون دی؛ هغه خپله کیسه داسې کوي: په ذهن کې به مې تل همدا تېرېدل چې نور ژوند مه کوه، ژوند در ته بې معنا دی. ځان خپل خدای ته ورسوه.

دغه ډول ذهني کشمکش سره ډېر وخت نارامه وم. یوه ورځ په همدې نیت له کوره راووتم چې ځم به او د سنفرانسسکو له جګ تاریخي پله به ځان لاندې اچوم چې خپل ژوند ته د پای ټکی کېږدم. په همدې نیت‌ روان شوم او د بس تم ځای ته ورسېدم چې سترګې مې سرې او له ژړا ډکې وې. ما ویل چې د بس ډرایور به را څخه پوښتنه وکړي چې څه درباندې شوي؟ زه څه مرسته درسره کولی شم؟ خو هغه په ډېره بې پروايي را ته وویل چې را خېژه هلکه! هغه ملامت نه و ځکه هغه خپل کار کاوه ترڅو پر وخت بل تم ځای ته ورسېږي. دا هغه بس و چې تاریخي پله ته روان و. ما سر ښکته اچولی و او له ځان سره مې په ټوله لاره ژړل ځکه چې په ځان مې هم خوا بدېده چې ولې ځان وژنې؟ بل علت یې دا و چې ممکن په لاره کې یو څوک را څخه پوښتنه وکړي چې ولې ژاړې؟ هغه به راسره مرسته وکړي او له دې کار څخه به مې منع کړي.‌ تصادفي په بس کې مخامخ را ته دوه کسان کښیناستل. یوه بل ته مخ واړاوه او په مسخرو یې وویل چې دغه څومره بې غیرته دی چې په لویه تنه ژاړي. د دوی تم ځای را ورسېده او له بس څخه ښکته شول او د بس نوره سورلۍ هم په خپلو خپلو تم ځایونو ټول ښکته شول. هیچا له ما څخه پوښتنه و نه کړه.

اخر زما تم ځای چې هغه تاریخي پل و را ورسېده او زه هم ښکته شوم. په ټوله لار مې ژړل او له بس څخه چې ښکته کېدم د بس چلوونکي هم را څخه پوښتنه و نه کړه چې ولې ژاړې؟ هغه زیاتوی چې څو ځله په دې لوی پله یوه خوا او بله خوا ولاړم او له ځان سره مې ژړل او همدا مې ګڼله چې یو څوک به را باندې غږ کوي چې ولې ژاړې؟ بس همدې ته په تمه وم. بل خوا په ذهن کې همدا یو ډول غږونه را باندې کېدل چې ځان ووژنه ځکه چې ژوند دې نور ارزښت نه لري. بیا به مې همدا په ذهن کې را وګرځېدل چې ممکن یو څوک خو به پیدا شي او له دې کاره مې منع کړي. د قسمت کارونو ته ګوره چې په دې ورځ سیلانیان ښه ډېر وو خو هیڅوک هم را نژدې نه شول چې را څخه د ژړا او خپګان پوښتنه وکړي. یوه په عمر پخه ښځه رانژدې شوه او خپله کامره یې را ته ونیوله چې که د عکس په اخیستلو کې ورسره مرسته وکړم. کامره یې راکړه او ما په همغې ژړا او خپګان کې د هغې عکس واخیست او هغه ولاړه. زه نور ناهیلی شوم او له دې سره سم د پله په کټاره پورته شوم او لاندې مې ځان واچاوه.

کله مې چې ځان واچاوه نو همدا مې له ځان سره ویل چې خدایه ته مې وساتې، زه پوهېږم چې ما خو غلط کار وکړ. څو ثانیې وروسته په ډېر شدت سره په یخو اوبو کې، شا په تخته وغورځېدم، نور په ځان نه یم پوه شوی. تصادفي په دې وخت کې د بلې پېښې لپاره د ژغورنې عمله او وړه کشتۍ پله ته په لاره وه نو هغوی زما په ژغورلو پسې شوي و او یو وخت مې چې سترګې وغړولې ګورم چې د روغتون پر کټ پروت یم او ډاکټران را ته ولاړ دي. زه ژوندی پاتې شوم خو فلج وم،‌ نو له ځان سره مې همدا ټینګ عهد وکړ چې زه به په خپل ټول پاتې عمر کې د هغو کسانو لپاره کار کوم چې د ځان وژنې احساس ورسره پیدا کېږي او یا یې هم هڅه کوي.

نوموړی اوس په ټوله امریکا کې ډېر مشهور دی او مختلفې موسیسې یې د همدې روزنیزو پروګرامونو لپاره د مېلمه په حیث را غواړي ترڅو خپله کیسه خلکو ته وکړي او خلکو ته ډاډ ورکړي چې که څه هم مشکلات شته خو دا مشکلات د ځان په مرګ نه حلېږي بلکې کورنۍ او نورو ته ممکن لا نور مشکلات وزېږوي. نوموړی خپلې تجربې له نورو خلکو سره شریکوي او په دې ډول له هغو کسانو سره مرسته کوي چې د ځان وژنې احساس ورسره پیدا کېږي او یا هم د ځان وژنې هڅه کوي.

د اسلام مبارک دین له نظره د ځان وژنې حکم: اسلام مبارک دین چي یو کامل او بشپړ دین دی او دژوند ټولو برخو ته شامل دی په دي اړه ۱۴۰۰ کاله مخکې څرګنده کړي ده چې یو مسلمان باید مستحکم، با اراده او د مشکلاتو پر وړاندې مقاومت کوونکی وي. الله (ج) په خپل مبارک کتاب کې فرمایې ژباړه: (تاسو خپل ځانونه په خپلو لاسونو د هلاکت طرف ته مه غورځوئ). نو څرنګه چي دا لوی جهان الله (ج) پیداکړی دی او انسان هم د الله ج خلقت دی، نو په هیڅ صورت انسان بغیر دالله ج له اجازې څخه د خپل واک څښتن نه ده او نه شي کولای چي خپل ژوند چي یو الهي پیرزوینه ده په خپله له خپل ځان څخه واخلي. همدارنګه یو حدیث مبارک ده چې رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمایي: هغه چا چي خپل ځان په اوسپنه قتل کړ (لکه ټوپک، توپانچه، چاړه، چاقو، توره او داسي نور…) نو په په دوزخ کي به تل تر تله هماغه اوسپنه په بدن ننباسي او راباسي او چا چي په دنیا کي په زهرو ځان قتل کړ نو په دوزخ کي به ئې زهر په لاس کي وي او تل تر تله به ئې څښي او چا چي په دنیا ځان له غره څخه راواچوه نو په دوزخ کي به تل تر تله لویږي.

همدا رنګه په یو بل حدیث کي جندب بن عبدالله رضي الله عنه روایت کوي ؛ چې رسول الله صلي الله علیه وسلم وفرمایل: په مخکنیو خلکو كې په یوه کس دانه را وخته. کله چې هغه د دغې دانې نه ډېر په تکلیف شو، نو هغه د خپلو غشو د کڅوړې نه یو غشی را وویست او هغه دانه يې پرې څیری کړه او هغه د وینې د نه بندېدو له امله مړ شو. رسول الله صلي الله علیه وسلم وفرمایل: الله عزوجل وفرمایل: ما په هغه جنت حرام کړ. نو دا چي ثابته شوه چي په اسلام مبارک دین کي ځان وژنه په کلکه منع او یو ناروا عمل دی نو په کار ده چي موږ او تاسې هم باید د اسلام په رڼا کې خپل ژوند ته ادامه ورکړو؛ ځکه ژوند یوازې زموږ حق نه دی چې هر وخت وغواړو له ځانه یې واخلو، بلکې د ډېرو نورو حق هم راسره دی، په دې هیله چې دغه حق نه له ځانه او نه له نورو واخلو، او په دې امید ژوند ته دوام ورکړو چې که دا دنیا مو له مشکلاتو ډکه ده، هغه دنیا او ابدي ژوند ولې خراب کړو.

Related Articles

له غذايي رژيم  پرته مو هم وزن کمولای شئ

ډېری خلک په دې باور دي چې د وزن کموالی په غذايي رژيم کې له بدلون پرته ناشونی دی؛ نو له همدې امله دوی د خپل وزن کنټرول ته خاصه توجه نه کوي.یاد خلک په دې آند دي، چې که د وزن کمول غواړو نو د خپلې خوښې خواړه به نه خورو او دا کار لویه ننګونه بولي. ځکه چې دوی نه شي کولای د خپلې خوښې خواړه پرېږدي تر څو وزن یې کم شي. دې ډول خلکو ته ښه خبر دا دی، چې له غذاي...

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

کوم کتاب ولولو او څنګه یې ولولو؟

کوم کتاب ولولو او څنګه یې ولولو؟ »»»»»»»»»»»»»»»»»»»» داسې ډېر کتابونه مې لوستلي چې اوس پرې پښېمانه یم. هر کتاب په لوستلو نه ارزي. دلته د کتاب د ورځې په بهانه له دوستانو سره خپله تجربه شریکوم. ممکن د کتاب په انتخاب او لوستلو کې ورسره مرسته وکړي. ۱ – انټرنېټ، سوشیل مېډیا، ټلوېزیون او په ټوله کې کاري بوختیا ددې سبب شوې چې کتاب لوستنه محدوده شي. د هر...

Recommended Articles

کوم ډول خلک بايد کېله ونه خوري

که څه هم کېله ځيني ګڼې ګټي لري خو دغه ميوه ځينې عورايض او تاووانونه هم لري.چې په لاندي ډور ورته اشاره کوو. دغه خوږ ميوه د خپل ځانګړي خوند، او نرموالي له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. ګېله کوم ډول زيانونه لري. ۱: د وزن زياتوالی دـ ځينو نورو خوړو په څير کېله هم پريمانه کالوري لري چې د وزن د زياتوالي لامل کيږي په هره متوسطه کېله کې ۱۰۵ ګرامه کالو...

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...

خېټه څنګه کوچنۍ کړو؟

د نارینه او نجونو لپاره تر ټولو بد مرض د خېټې د وازدو ډېرېدل او غټېدل دي چې نه یې یوازې ښکلا ته زیان رسوي، بلکې صحت ته یې هم ستونزې جوړوي. نن درته د خېټې د کوچني کولو داسې طریقې در ښیوو چې د ډېر ورزش ستړیا به هم نه ورسره ګالۍ او په تکلیف به هم ورسره نه شئ. د ورځې پیل د لیمو په جوسو وکړئ، نیم لیمو په یو ګیلاس اوبو کې زبېښل او څښل یې په حجراتو کې...