خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟
11,047
Riaz Muqamzai - ریاض مقامزی
2020-12-25 05:03:24
لیکوال: لطیف یاد
په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې وینه ټینګه او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به یې واچوله، چې کلکه شي. بیا به دغه خرمهره د نیمه قیمتي ډبرو نه شمېرل کیدله او ځینو خلکو به توږله او د ګوتې د غمي پر ځای به یې لګوله.
خلکو به دغه خرمهرې ددې لپاره له ځان سره ساتلې، چې په دوی کې دا عقیدې شتون درلود چې خرمهره د بد نظر پر وړاندې اغیزناک رول لوبوي او چې څوک خرمهره له ځانه سره ولري بد نظر پرې اثر نکوي او هم هغه کسان چې د یوه چا د پر مختګ او شتمنۍ سره کینه او حسادت لري نو خرمهره یې مخه نیسي.
دغه خلک په دې اند هم ول چې څوک له ځانه سره خر مهره وساتي نو خدای یې شتمن کوی او پراخه روزي ورکوي او بخت او طالع یې راویښیږي. همداراز خرمهره ددې لپاره هم ساتله کیدله چې د میرمنې او خاوندتر منځ مینه او محبت زیات او تلپاتې وي. البته په پخوانیو وختونو کې نقلي خرمهرې هم خرڅیدلې چې د څارویو له هډوکو جوړیدلې او ګچ به هم پکې کارول کیدل خو اصلي خرمهره له بوی او کلکوالي نه پیژندل کیدله.
د پښتو او پارسي ژبو شاعرانو هم په خپلو شعرونو کې د خرمهرې یادونه کړې ده لکه رحمان بابا چې وايي:
په نظر د نابیناوو ګوهریانو
خرمهره، لعل ا و ګوهر درې واړه یو دي
په هر ځای چې ستا ثنا شي شيوه ګرې
خرمهرې شي هلته دُر او ملغلرې
(خوشال بابا )
بل پښتوژبی شاعر بیا د خر مهرې په اړه داسې وايي:
په کوم ځای چې ستا صفت شي ښېوه ګرې
خر مهرې شي هلته د ر یا ملغلرې
بل پښتو شاعر وایي:
خرمهره لال و ګوهر سره خرڅیږي
په یو نرخ د زمانې شو بازار ګډوډ
او د پښتو په یوې لنډۍ ( ټپه) کې هم دذخرمهرې یادونه شوې ده:
یا دې په سترګو کې تاثیر دی
یا دې د کورمې خرمهرې تړلي دینه
په خر مهرو باندې ونه شو
زړه مې را باسم په جانان يې دمومه
او د فارسي ژبې غزلبول شاعر حافظ شیرازي بیا د خر ګمهري به اړه داسې وايي:
آه آه ازدست صرافان ګوهر شناس
هرزمان خرمهره را با در برابر میکنند
کابلی شاعر صوفی عشقری بیا وایی:
از قیمت خرمهره مپرسید درین شهر
بسیار بلند است ز نرخ گهر امروز
شاخ و دمی بنمای که تا قدر بیابی
آدم نشو ی تا نشوی گاو و خر امروز