زما چې د ماستري دفاع خلاصه شوي وه او د ديپلوم د اخيستو لپاره مې بايد يوه مياشت انتظار کړی وی. داچې د کرونا له امله دیری توریستي ځایونه بند وو، نو نه مې شو کولی چې چیرته په چکرلاړ شم. زما لپاره یواځنی ساعت تیری د فلم کتل، کتاب لوستل، انلاین سترنج او ټولنیزي رسنۍ وې. بل دا چې د ماستری په دوره کې مې ډیر کم وخت پیدا کوو چې د 6 یا 7 ساعتو زیات خوب وکړم، نو دا مې یوه موقع وکڼله چې په دې يو مياشت کې د ټولوناخوبیوو زوروباسم، نو ځکه خو هره ورځ د سهار لمانځه ورسته بيا ځلي ويده کيدم او کله کله خو به لمونځ هم پاتي شو، لس يا يولس بجي به پاڅيدم، بعضي وخت خو به خبره له دولس هم واوښته. خو نن د سهار د لمر ختو سره چې ايله مې سترګي بيا ځلي پټيدي يارانو راويښ کړم. له ماښامه يې راسره خپل پلان شريک کړی و، دا چې د کرونا له وچهي ټول ښوونځي او پوهنتونونه تړل شوي وو. نو درس د مایکروسافت ټيم له طریقه انلاین ور کول کیده او امتحانانونه هم انلان اخیستل کیده. څرنګه چې د 60 یا 70 زیاتو زده کړیالانو د ویدو له لیاري څارل مشکل کاردی، نو ځکه خو نقل کول هم اسانه و او بعضي زده کړیالانو ته خو بیخي یو فرست ښکاره کیده. یو چا ډیر ښه ویلې " هر څومره چې خلک درغلي یا نقل منطقیترکړي، هغومره دا د بي ایماني کلتور ګرځي او کولی شې په بدترین عادت بدل شي. ځکه چې که هر څوک درغلي یا نقل کوي، نو تاسواحساس کوئ چې تاسو یې هم مستحق یاست". همدا لامل و چې زیاترو زده کړیالانو نقل کول خپل حق کڼه او بعضو خو يې بیخې جواز تر لاسه کړی و، لکه زما دې دوو ملګرو؛
دې دواړو سره په کرایی کور کې یوځای اوسیدم، بیا دوی په خپلو کې ټولکیوال هم وو. یو د دوی نه باید زما د مطالعی میز استفاده کړی وی. څرنکه چې امتحان انلاين او استاذ د مايکروسافټ ټيم څخه په ژوندۍ بڼه تعقيبوو. دا چې زما د مطالعې ميززما د کټ د پښو لوري ته مخامخ ايښودی و، نو په کمره کې زه هم ښکاره کيدم، ځکه خو بايد پاڅيدلی وی. نو ما هم یواځی خپله کمپل او بالښت راواخیست او لاندي په فرش پریوتلم. زمونږ د کور څلورم ملګری چې یو د پارچه حلونکوڅخه و، تیر سمیستر فارغ شوی او دوه نور پارچه حلونکي له بل ځای رادعوت شوي وو، يو يې فارغ او د بل اخيري کال و. د امتحان څخه مخکې دغه دريو ته ويل شوي وو؛ چې امتحان لپاره تياری ونيسي او هغوي چې امتحان درلود د نورو امتحانونو لپاره تش په نامه درس ویلو، تش په نامه ځکه چې هغه نورو ته هم داسي پلان تیار وو. د امتحان سوالونه په مایکروسافت ټيم کې د پې دې اپ په بڼه محصلينو ته واستول شو. بیا دوی دوو، سوال حل کوونکو ته د وتساپ له ليارې ولیږل. د امتحان د شروع کیدو نه مخکې، دې دوو ته وویل شوو چې تاسو تر هغي په خالي پارچه کې له ځانه يو څه وليکئ، ترڅو موږ لمړی سوال حل کوو، په دې خاطر چې استاد شک ونه کړي. ما د ټوکي په ډول یو ته و ویل چې شعرونه پکې ولیکه، ځکه د ده شعرونو سره ډیره علاقه وه.
دغه دريو چې د استاذ نوټ او کتاب يې په مخکې پروت و، په مشوره سوالونه حلول. بيا به یې د دې نورو سره شريکول. د مطالعې ميز غټ و او کمپيوټر يې يوي څنډي ته کیښودل شوی و. له مخکې نه د کمري ساحه هم معلومه شوي وه چې تر کومه یې سترګې کار کوي. د حل شوی سوال ورقه به د ميزه په بله څنډه په احتیاط سره د کمری تر دایری وراخوا کیښودل شوه او ورسته به په ډيره ماهيرانه ډول د هغه نورو خالی ورقو سره ګډه شوه. بیا به هغو چې امتحان یې وو په خپل خط بیا ځلي لیکله. ما ته مې د استاذ یو خبره را په یاد شوه چې یو وخت یې په ټولګي کې کړي وه، زمونږ پوهنځی ودانیزه ( ساختماني) انجنیري وه. استاذ ویل " مونږ بعضي زده کړیالانو ته ديپلوم نه، بلکي د مرک لایسنس ور کوو". فکر کوم که نوموړی استاذ دا خبره بیا تکرار کړي، دا ځل به وايې مونږ د کرونا په دوران کې بعضي زده کړیالانو ته د مرک لایسنس سره سره اسلحه هم په لاس ورکړه.