To start downloading books

Please sign in or create an account.

هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

ليکنه ـ رياض مقامزی

په دې ليکنه کې به د انګلستان د نوموتي ليکوال او د رنسان دورې د وروستۍ دورې استازي جان ميلټن (John Milton) په ويناوو کې د ژوند درسونه ولولئ.

 

“ذهن پر خپل تخت ناست دی او کولای شي د خپل ځان دننه له جنت نه دوزخ او له دوزخ نه جنت جوړ کړي.”

خوښي او خفګان کوم ځای او څيز نه دی، چې ورشو او يا يې وپيرو. بلکې يو ذهني حالت دی، چې جوړول غواړي. د ميلټن موخه هم همدا ده، په دې معنا ستاسو ذهن دی چې حالت مو بدلولای شي.

که تاسو له يوې ستونزې سره مخ شئ، نو هڅه وکړئ مثبتو اړخونو ته فکر وکړئ. اکثره ستونزې په فرصتونو هم بدلېږي. خو که پر تاسو يې منفي لوري اغېز وکړي نو ممکن کوچنۍ ستونزه لويه شي او لا ډېر وځورېږئ. نو په سختو حالاتو کې تل خپل فکر او ذهن په واک کې ولرئ. که داسې و نه کړئ، حتمي ده چې نامناسبې پرېکړې به کوئ او له ستونزو سره به مخ کېږئ.

 

“ويښ شه، پاڅېږه، که داسې و نه کړې ښايي تر ابده ولوېږي.”

په اوسني وخت کې دا خبره ډېره اړينه ده. اکثره خلک د لنډې مودې خوښۍ په پار خپل ابدي حالت خرابوي. کوښښ وکړئ تل اوږدمهاله فکر ولرئ. دا خبره په کورني، کاري او علمي ژوند کې د تطبيق وړ ده. هېڅکله احساساتي پرېکړې مه کوئ. بلکې په ويښه، په سوچ او تدبير سره ولاړ شئ.

همدارنګه تل بايد د حالاتو تقاضا په پام کې ونيسئ. نننۍ زمانه له شل کاله وړاندې وخت سره ډېر توپير لري. که تاسو له عصر او حالاتو سره سم خپل فکر چمتو نه کړئ نو د تل لپاره وروسته پاتې کېدای شئ.

Related Articles

د پیسو نړیوال صندوق

نړیوال بانک او د پيسو نړيوال صندوق (IMF) دوه نړیوالې ادارې دي چې هیوادونو ته قرضه ورکوي، نړیوال بانک هغو هیوادونو ته قرضه ورکوي چې د هیواد اقتصاد مخ پر ودې روان وي او غواړي لا پرمختګ وکړي نو له نړیوال بانک قرض اخلي، هندوستان یې ښه مثال دی؛ دوی له نړیوال بانک ډيرې قرضې واخیستلې، ددې معنی داده چې هندوستان په اقتصادي لحاظ لا پرمختګ کوي. د يوه سرمایه د...

نوی عصر، نوي کتابونه او نوې خبرې

لهٔ نوي عصر سره سم لیکل شوی کتاب! د وخت پهٔ تیریدو خلک لهٔ وخت سره سم لیکل شوي کتابونه ډېر خوښوي، ډیری د ناولونو لیکوالان خپلې کیسې لهٔ پخوانۍ دورې پیل کوي چې پکې لهٔ نن د پنځوس کاله مخکې کیسې ذکر شوې وي، خو څنګه چې خلک اوس پخواني فلمونه کم ګوري، همدارنګه لوستونکي هم د نوې زمانې نوې او تازه کیسې خوښوي، تر ډیره پهٔ ددې ډول کتابونو لپاره تر ټولو غور...

د زنګون درد لاملونه او د ښه کېدو لارې چارې

زنګون د بدن یو له اړینو مفصلونو څخه شمېرل کېږي، که څه هم د زنګنونو درد په ډېر عمر لرونکو(زړو) کسانو کې ډېر وي خو ډېری ځوانان هم له دې درده کړېږي.   ‎د زنګونونو درد شخص، عمر او حالاتو ته په کتو بېلابېل لاملونه لري، خو له اړینو  لاملونو څخه یې لاندیني موارد یادولای شو.   ‎د زنګانی  سولېدل (ارتروز یا اوستو ارټریټ ) چي شونې ده هلته د مفصل غضروف (د...

Recommended Articles

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي

د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چاري او فعالیتونه د همدغي ناحیې څخه کنټرولېږي.لاندي ځیني مهم ټکي دي چي په پام کي نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کي مرسته کو. - د سهار چای نه چیښل:هغه خلک چې د سهار چای نه چیښي په بدن کي یې د شکري اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کي یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوری کېږي....