To start downloading books

Please sign in or create an account.

چکچکې يا د لاسونو پړکول څه حکم لري؟

چکچکې يا د لاسونو پړکول څه حکم لري؟

د خوشالۍ د حصول په وخت کې، د بل يا د ځان د کامیابۍ په صورت کې، د سم ځواب ورکولو په وخت کې د شاګرد د تشجیع او هڅونې لپاره، د ښې وينا په اورېدو سره د لاسونو پړکول ( چکچکې کول) څه حکم لري؟
 ستر فقيه، شیخ محمد بن صالح العثیمين رحمه الله وايي چې په دې کار کې هېڅ حرج نشته، دا مباح عمل دی، یعنې دا کار حرام یا مکروه نه دی.

 خو افسوس چې  یو وخت کې به د لاسونو په پړکولو او چکچک کولو خلک تکفیر کېدل، او زجر، رټنه او توبيخ به ورته ورکول کېدل.

 د شیخ رحمه الله پوره بیان لاندې درج دی: 
 (روى البخاري عن سهل بن سعد - رضي الله عنهما - عن النبي - صلى الله عليه وسلم :
 [ يا أيها الناس! : ما لكم حين نابكم شيء في الصلاة أخذتم في التصفيق ، إنما التصفيق للنساء ، من نابه شيء في صلاته فليقل : سبحان الله ، فإنه لا يسمعه أحد حين يقول سبحان الله ، إلا التفت ] .
 وهذا المنع على الرجال إنما هو في الصلاة ، كما هو ظاهر النص .
 * أما التصفيق خارج الصلاة ، فهذا على أصل الإباحة ، ولا يوجد نص يمنع .)

 امام بخاري رحمه الله له سهل بن سعد رضي الله عنه څخه روايت کوي چې نبي صلی الله عليه وسلم فرمایلي دي: ای خلکو پر تاسو څه شوي دي چې کله په لمانځه کې تاسو ته څه پېښ شي، نو چکچکې شروع کړئ!؟ په لمانځه کې د لاسونو پړکول خو د ښځو لپاره دي، په تاسو کې چې چا ته په لمانځه کې څه پېښ شي، نو سبحان الله دې ووايي، ځکه چې څوک هم سبحان الله واوري، نو متوجه کېږي.

 د سړيو لپاره د لاسونو پړکولو دا ممانعت په لمانځه پورې خاص دی. له لمانځه نه بهر د لاسونو پړکول پر خپل اصل اباحت، يعنې روا والي باندې باقي دي او داسې کوم نص او دلیل نشته چې دغه کار منع کوي.

 السؤال:
 ما حكم التصفيق والتصفير, وأي نوع من التصفير محرم, وما دليل التحريم؟
 پوښتنه: د چکچکو او شپېلي وهلو څه حکم دی او کوم قسم شپيلي وهل حرام دي او د حرام والي يې دليل څه دی؟ 
 الجواب:
 [ الآن لو أنك قمت تصفق وتصفر ماذا سنقول: هذا مجنون أم عاقل؟!! فما هو سبب التصفيق والتصفير؟
 السائل : ما يحدث في المباريات ونحوها ! 
 الشيخ : قل مثلا التصفيق للإنسان الذي تميز عن غيره في النجاح، أو أجاب جواباً صواباً، أو ما أشبه ذلك، فأنا لا أرى فيه بأساً, أما التصفير فأكرهه كراهة ذاتية، ولا أستطيع أن أقول: إنه مكروه كراهة شرعاً, لأنه ما عندي دليل.

 ځواب: که ته اوس پاڅېږې او چکچکې او شپيلي شروع کړې، نو موږ به څه وايو: دا ليونی دی يا هوښيار دی؟! د چکچکو او شپيلي سبب څه دی؟ 
 پوښتنه کوونکی: لکه په مقابلو او داسې نورو صورتونو کې پېښېږي. 
 شيخ رحمه الله يې په ځواب کې وايي: مثلاً ته داسې ووايه د هغه انسان لپاره چکچکې کول چې له نورو څخه په کاميابۍ سره ممتاز شي، يا سم ځواب ورکړي او داسې نور صورتونه، نو په دغه وخت کې چکچکې کولو کې زه هېڅ حرج نه وينم، خو شپيلي وهل زه ذاتاً او شخصاً بد ګڼم خو دا نشم ويلای چې شپيلي وهل په دغه صورت کې شرعي مکروه دي، ځکه چې له ما سره پر دې خبرې څه دليل نشته. 

 السائل : التصفيق؟
 الشيخ: ما فيه شيء.
 وأما قول الرسول عليه الصلاة والسلام: (إذا نابكم شيء في صلاتكم فليسبح الرجال وتصفق النساء) ، فهذا في الصلاة؛
 وأما قوله تعالى: وَمَا كَانَ صَلاتُهُمْ عِنْدَ الْبَيْتِ إِلَّا مُكَاءً وَتَصْدِيَةً [الأنفال:35] والمكاء: التصفير, والتصدية: التصفيق, فهذا كانوا قريش عند المسجد الحرام يتعبدون الله بذلك, بدل أن يركع ويسجد يصفق ويصفر.
 أما إنسان رأى شخصاً تقدم و تفوق على غيره وأراد أن يشجعه وصفق فلا أرى في هذا بأساً.

 پوښتنه کوونکی: چکچکې کول څنګه دي؟ 
 شيخ رحمه الله ورته وايي: په دې کې هېڅ حرج نشته. يعنې روا دي. او پاتې شو د نبي صلی الله عليه وسلم قول چې فرمايي: کله چې په تاسو کې چا ته په لمانځه کې څه پېښ شي، نو سړي دې سبحان الله ووايي او ښځې دې لاسونه وپړکوي. نو دا حکم په لمانځه کې دی.
 او دا قول د الله تعالی چې فرمايي:
 وَمَا كَانَ صَلَاتُهُمْ عِندَ الْبَيْتِ إِلَّا مُكَاءً وَتَصْدِيَةً ۚ
 د دغو مشرکانو لمونځونه د بيت الله په خوا کې مګر شپيلي وهل او چکچکې کول.
 نو دا قريش وو چې په مسجد حرام کې به يې په دغه کار او ترتيب سره د الله عبادت کاوه په ځای د دې چې رکوع او سجده وکړي هغوی به چيغې او چکچکې کول شروع کړل. 
 خو که يو انسان څوک وويني چې مخکې روان دی، ترقي کوي، پر نورو بر کېږي او دی هغه ته تشجيع ورکول غواړي او دی ورته چکچکې وکړي، نو زه په دې کار کې  هېڅ حرج نه وينم.
 السائل : والآية فيها دليل ؟
 ما فيها دليل ، سمعت : يتخذونها عبادة.
 پوښتنه کوونکی: په ايت کې دليل شته؟ 
 شيخ رحمه الله: په ايت کې دليل نشته، تا واورېدل چې هغوی خو دا کار د عبادت په طور کاوه.

 السائل : التصفير يا شيخ أي نوع من التصفير؟ مثل صفارة الحكم في المباريات ؟ 
 أما التصفير فأنا أكرهه كراهة ذاتية, وليس عندي دليل, ولو أن شخصاً طالبني بالدليل ، فلا أستطيع أن أقول: عندي دليل ].

 (الشيخ العلامة ابن عثيمين . " لقاء الباب المفتوح " شريط)

مفتي عبدالولي

Related Articles

پښتو ادب او پښتنې مېرمنې

پښتو ادب او مېرمنې په پښتنه معاشره کښې داسې مېرمنې هم په نظر راځي چې د کور د کارونو سره سره د بهر په کارونو کښې هم د خپلو سړيو سره څنګ په څنګ ولاړې وي او د ژوند سفر په شريکه ترسره کوي ــــ هرکله چې دغه پښتنې مېرمنې په هر کار کښې د سړو مرسته کوي نو په ادبي مېدان کښې هم د دوي ستړې د هېريدو نه دي بلکې د ستاٸېنې وړ دي ـ او په حقيقت کښې دوي د خپلو سړو...

د رابرټ فراسټ ژوند لیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی د نړۍ د نوموتو ادبي شخصیتونو له ډلې به نن د مشهور امريکايی شاعری وپېژنئ. نوموړي د خپلو غوره او منلو شعرونو پر مټ وکولای شول څلور ځلې د پولیترز جایزه وګټي. ددې لیکنې تر پایه به یې په اړه لا ډېر پوه شئ.  پېژندنه (رابرټ فراسټ ـ Rabert Frost) په شلمه پېړۍ کې تر ټولو مشهور امریکایی شاعر ګڼل کېږي. نوموړی په "۱۸۷۴ز" کال کې د امریکا...

تاکیدي عبارتونه

اوسني ارواپوهان په دې نظر دي، چې دا ډول تاکیدي عبارتونه هغه هڅونکې، پاڅونکې او دعاوزمه جملې دي چې په هر وخت کې کولی شي، د انسان زیاتې رواني خلاوې ډکې کړي. د یادونې وړ ده، دلته چې کوم تاکیدي عبارتونه لولئ، د ارواپوهنې له سلګونو کتابونو او رسالو څخه غوره شوي دي، ترڅو ستاسو په وجود او روان کې د يوه سالم احساس، نوښتګر تفکر او ښې ځانخبرۍ وړانګې راوځلوي،...

Recommended Articles

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثير له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي. د انسان په بدن...

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...