پخوا د وخت یو حاکم او أمیر له ځان سره یو ښه تکړه هوښیار حکیم ساتلی وو ، حاکم به هر وخت له ځان سره دا خوبونه لېدل چې ،( زه دې تر مرګه همداسې ځوان او قوي پاتې شم) چې زوړوالی او کمزوري ونه وینم.

نو له خپل حکیم څخه یې وغوښتل چې داسې بوټۍ یا دواء تلاش کړه چې عمر مې زیات او ځوان پاتې شم ، ته چې هر څه وغواړې دربه یې کړم ،
حکیم خپل سفر شروع کړ ، تردې چې په ډېرو ښارونو ، کلیو ، بانډو وګرځېده ، ترڅو د عمر زیاتوالي او د ځوانۍ د بقاء لپاره بوټي یا دواء پیدا کړي.
یوه ورځ یې په یوه کلي کې دداسې بوټي او دواء پوښتنه وکړه کلیوالو ورته وویل چې محترمه داسې څه مونږ ته ندي معلوم ، خو ته داسې کار وکړه چې د هآآغه غره په سر کې دوه وروڼه اوسیږي له دوي څخه وپوښته کېدای شي چې دوي ته دې معلوم وي.

حکیم هلته چې دواړه وروڼه اوسېدل ماښام وسېده ،اولني کورته ولاړ کور کوچنۍ دی سامانونه یې خواره واره پراته دي ، دکور په دروازه کې عمر خوړلی سپېنګیری سړی ناست دی، حکیم سلام پر واچاوه کوربه د سلام جواب ورکړ او ښه راغلاست یې ورته ووایه ، حکیم د شپې د تېرولو ورته وویل چې مسافر یم شپه راباندې راغله .
د کور څښتن بې له دې چې مېرمنې ته د مېلمه ووایې ، د کور د ننه څخه غږ شو چې دلته د مېلمه ځای نشته ، کوربه سر وښوراوه او له حکیم څخه یې بښنه وغوښته.

حکیم دوهم کور طرف ته هڅه و کړه ، څه ګوري چې ډېر د ناز وخیال صفا ستره ښایسته کور دی ، نرئ شمال ښایسته بوټي رفوي د بلبلانو پرې چغار دی ، ګوري چې یو ښایسته ځوان دی چې ښکلی لباس یې پرتن دی ، د حکیم هرکلی یې وکړ. مېرمنې ته یې غږ کړ چې نن مونږ مېلمه لرو!
د کوربه مېرمنې هم د حکیم لپاره په ډېر روڼ تندي ښه راغلاست ووایه.
په دوهمه ورځ کوربه له حکیم څخه پر دوی د پوښتنې کولو سبب وپوښتل ، همدا رنګه حکیم هم له ده څخه د ښه صحت او ځوانۍ وپوښتل ماشاءالله ته خو ځوان یې تر تا هغه مشر ورور دې زوړ شوی دی.
ځوان کوربه وخندل ول نا ته غلط شوی یې هغه تر ما کشر دی زه تر هغه شل کاله مشر یم ، حکیم ډېر تعجب وکړ خو په زړه کې پټ خوشحال هم شو چې ځا خپل مقصود او راز مې هم حاصل شو.

د ځوان څخه یې د ځوانۍ د بقاء او ښه صحت راز وپوښتل ، ول که دا راز دې راوښود څه چې غواړې در به یې کړم ، ځوان وعده وکړه خو د غرمې تر ډوډۍ وروسته، ډوډۍ وخوړل شوه بیا د یوې درختې سیوري ته کېناستل.

کوربه ځوان خپلې مېرمنې ته وویل چې ورشه له باغ څخه یوه هندواڼه راوړه ، مېرمن یې ولاړه لږ ساعت وروسته راغله هندواڼه یې کېښوده ، خاوند یې هندواڼې ته وکتل راوکتل ویې ډبوله ، بیا یې مېرمنې ته وویل نا ګرانې مېرمنې مهرباني وکړه دا یوسه بله راوړه! مېرمنې وویل په سترګو ګرانه ، مېرمن یې بیا لاندې وادۍ ته ولاړه لږ ساعت وروسته راغله هندواڼه یې کېښوده، مګر خاوند یې په دې هم قانع نه شو ، مېرمن یې دریم وار بیا ولېږله ، په هر وار ډېره په هرکلي ځي او راځي ، دا وار چې راغله خاوند یې هندواڼې ته وکتل خوښه یې کړه ټولو اوخوړه.

حکیم بیا خپله پوښتنه تکرار کړه چې هغه دواء یا بوټۍ چې ځواني ساتي.
ځوان د حکیم په ځواب کې وویل!
حکیم صاحب داسې بوټي یا دواء خو نشته چې ځواني وساتي ، بلکې زما د صحت او ځوانۍ راز او سبب زما دغه مېرمن ده.

له کومې ورځې مې چې ددې سره نکاح کړی له هماغه ورځې تر دا نن ورځې مې له دې څخه بغیر د مینې ، شفقت ، احترام ، او قدردانۍ بل څه ندي لېدلي.

آیا پوهېږې حکیم صاحب!
چې زمونږ باغ کې همدا یوه هندواڼه ده بله نشته ، خو سره له دې بیا هم زما مېرمن درې واره لاندې ولاړه او راغله ، همدا یوه هندواڼه یې وړله او راوړله ، لکن ددې پر تندي د غوصې ،خفګان ، ستړیا ، آثار ښکاره نه شول چې زما شان ستا پر وړاندې ټیټ کړي .
حکیم ددې مېرمنې په کردار تعجب وکړ ، او په دې خبره هم قانع شو چې واقعا خوشبختي ، راحت ، صحت او ځواني داسې صالحه او منونکي مېرمن راوستلی شي.

لهذا راتلونکي ته په کتو په کار ده چې هر څوک په خپل اولاد رحم وکړي صالحه مور ورته انتخاب کړي ، ځکه چې همدا مور یې ابتدائي مدرسه ده.
او هم د خپل ځان لپاره فکر وکړي ښه مطیعه صالحه مېرمن انتخاب کړي ترڅو ښه خوشحال ژوند ولري.