د شهدو (شاتو) روغتیايي ګټې
2,480
Riaz Muqamzai - ریاض مقامزی
2021-04-17 01:54:22
شات چې ځینې خلک یې گبين او شهد هم بولي (په انگرېزي کې ورته Honey) او په عربی کې ورته عسل وا یي يو ډول خوندور، خوشبویه او خواږه خواړه دي چې د شاتو د مچیو په وسیله په طبيعي توگه له گلانو راټولېږي.
دشاتو او دشاتو دمچیویادونه د قرآن شریف د(النحل )په سوره کې په دې ډول شوې ده :
وَأَوْحَى رَبُّكَ إِلَى النَّحْلِ أَنِ اتَّخِذِي مِنَ الْجِبَالِ بُيُوتًا وَمِنَ الشَّجَرِ وَمِمَّا يَعْرِشُونَ ﴿۶۸﴾ثُمَّ كُلِي مِن كُلِّ الثَّمَرَاتِ فَاسْلُكِي سُبُلَ رَبِّكِ ذُلُلًا يَخْرُجُ مِن بُطُونِهَا شَرَابٌ مُّخْتَلِفٌ أَلْوَانُهُ فِيهِ شِفَاء لِلنَّاسِ
ژباړه : او خدای دشاتومچۍ ته وحی وکړه چې په غرونو ، ونو او لوړو ځایونوکې واوسیږئ او خوږې میوې او خوشبویه ګلانو شیره او زوښه وخورئ او ددغومیوو اوګلانو له منځه خوږ شربت ترلاسه کیږي چې خلکو لره شفاده .
که دشاتو دګټې اخیستنې تاریخ ته کتنه وشي نو جوته به شي چې دشاتو نه ګټه اخیستنه دحضرت عیسي مسیح له زیږیدو ۲۶ زره کلونه دمخه هم په لرغوني مصر کې رواج درلود.
په لرغوني یونان کې هم طبیبانو اوحکیمانو ناروغانو ته دشاتو دخوړلو سپارښتنه کوله .
شات یا ګبین مقوي خواړه دي او رنګارنګ قندونه ، پروټین ، پوتاشیم ،سوډیم ، اوسپنه اوبېلابیل وایټامینونه لري .
هغه څوک چې غواړي د شاتو مچۍ وروزي بايد پخوا تر روزلو ديو بل مچۍ روزنكي شخص نه چې دشاتو دمچیو دروزلو عملي تجربې ولري د مچيو د روزلو په اړه معلومات تر لاسه كړي.
که څوک دشاتو مچۍ وروزي نو داقتصاددپیاوړتیا او کار روزګار لپاره ښه دنده ده.دشاتو مچۍ په لنډ وخت كې په توليد او عايد پيل كوي او لږې پانګې ته
ته اړتيالري.ځمكه وال او هغوی چې ځمکې نلري دواړه كولی شي د شاتو مچې وروزي.له نېکه مرغه اوس په افغانستان کې دشاتو دمچیو روزلو ته ډېره پاملرنه شوې ده او خلک له دغې لارې دخپل اقتصاد په وده کې ډیرې لاسته راوړنې لري .
په اوسني وخت کې دنړۍ دشاتو ستر صادروونکي هیوادونه دادي :
چین، ترکیه، آرجنټینا ، ایران ،دامریکې متحده ایالتونه ، اوکراین، روسیه، ایران او هند.
دشاتو ګټې :
شات د عصري او یوناني طب له نظره لاندینۍ ګټې لري :
۱- دټوخي ، بلغمو او برنشیت لپاره ګټور دي .
۲- دمعدې دپیاوړتیا سره مرسته کوي .
۳- دبې خوبۍ لپاره ګټور دي .
۴- که وخوړل شي دبدن دالهتاب اوپړسوب سره مرسته کوي .
۵- دهرډول زیانمنو بکټریاوو په وړاندې مقابله کولی شي
۶-جنسی ځواک پیاوړی کوي.
۷-که دبادامو او غوزانو سره وخوړل شي نو حافظه پیاوړې کوي .
۸-دزړه دناروغیو سره مرسته کوي .
۹- دپښتورګو او مثانې په ناروغیوکې ګټور دي .
که دلیمو او اوبو سره یوه کاچغه (کاشوغه) شات ګډ کړئ نونزله او زکام ته ګټور دي .
خو په یاد ولرئ چې دشاتو ډیر خوړل دهغو ناروغانو لپاره ښه نه دي چې دشکرې په ناروغۍ اخته دي .
لطیف یاد