ښکلا پېژندونکی اوسکار وایلډ وپېژنئ
1,469
Riaz Muqamzai - ریاض مقامزی
2021-06-01 07:21:42
لیکنه ـ ریاض مقامزی
د نړۍ والو ادبي څېرو د پېژندنې په لړۍ کې به نن د آیرلینډ هېواد نوموتی شاعر او لیکوال وپېژنئ. د لیکنې تر پایه به د نوموړي د ژوند، آثارو او ویناوو په اړه لا ډېر پوه شئ.
پېژندنه
د آیرلینډ د نولسمې پېړې ددې ستر شاعر او لیکوال بشپړ نوم اوسکار وایلډ "Oscar Waild" دی. هغه په "۱۸۵۶" زېږديز کال کې داسې کورنۍ کې سترګې پرانیستې، چې لوستې وه او آرامه وه. نوموړی د آيرلینډ په مرکز "دوبلین" ښار کې وزېږېد. پلار یې د سترګو او غوږونو ډاکټر و. مور یې هم بې کماله ښځه نه وه. تکړه لیکواله او ژباړنه وه. ځينې مشهور آثار یې له فرانسوي ژبې انګلېسي ته ترجمه کړي وو. د خپلې کورنۍ اغېز ددې سبب شو، چې اوسکار اهل ذوق شي.
اوسکار خپلې لومړنۍ زده کړې په شاهي ښوونځي کي پای ته ورسولې او ورپسې یې په ماکدالن پوهنتون کې کلاسیک رومي او یوناني ادبیات په پوره لېوالتیا ولوستل. دا چې نوموړی ذهین وو، په لومړۍ درجه فارغ شو او د سرو زرو مډال یې هم وګاټه.
نوموړي په "۱۸۸۴ زېږديز" کال کې د یوه وکیل لور چې "ماري" نومېده، په ډېرو زاریو واده ته راضي کړه. همدا یې بیا د دوو اولادونو مور هم شوه.
اوسکار به په یوه کالج کې ښکلاپېژندنه تدریسوله. ترڅنګ به یې ورځپاڼو ته مقالې او شعرونه هم لیکل. ورپسې یې داستاني ادبیاتو ته مخه کړه.
نوموړي ښکلاپېژندنه ډېره ښه مطالعه کړې وه، نو په همدې خاطر هنرمندانو امریکا او کاناډا د ښکلا پېژندونکي په توګه دعوت کړ او څو میاشتې یې هلته تېرې کړې.
اوسکار په ۱۸۹۰ زېږديز کال کې د "The picture of Dorian Gry" په نوم ناول ولیکه. دغه اثر نوموړي ته ډېر شهرت ور په برخه کړ. ځينې نور مشهور آثار یې "خوشحاله شهزاده، سالومه، یوه بې ارزښته ښځه، د انارو کور" نومېږي.
بالآخره دا تکړه لیکوال او شاعر د غوږونو د التهاب له امله په ۱۹۰۰ میلادي کال کې د ۴۴ کلنو په عمر ومړ.
ویناوې
ـ دوست د نورو په مخ کې ستایه او په یواځينوب کې ورته نصیحت کوه.
ـ نن سبا خلک د هر شي قیمت پېژني، خو په ارزښت یې نه پوهېږي.
ـ تجربه هغه سرلیک دی، چې هرڅوک یې خپلو غلطیو ته عنوان ټاکي.
ـ کله چې خدای "ج" وغواړي یو څوک فاسد کړي، هغه خپلو ټولو هیلو ته رسوي.
ـ کار هغه شی دی، چې له نورو یې د کولو تمه لرو.