To start downloading books

Please sign in or create an account.

کریس الیکسانډر وپېژنئ!

کریس الیکسانډر وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی

په وروستيو میاشتو کې د افغانستان د جګړې له تودېدو سره سم، نړېوالو مطرحو اشخاصو د پاکستان له څېرې پرده پورته کړه او دغه هېواد یې د وسله والو طالبانو او نړېوالې ترهګرۍ د ملاتړ کوونکي هېواد په توګه معرفي کړ. یو له دغو اشخاصو څخه په افغانستان کې د کاناډا پخوانی سفیر "کریس الیکسانډر" دی. تاسو به په دې لیکنه کې د نوموړي په اړه بشپړ معلومات ترلاسه کړئ. 

 

کیسه له کومه ځايه پیل شوه؟

که څه هم "کریس الیکسانډر" له پخوا د پاکستان ضد ټويټونه کول او یاد هېواد یې د ترهګرۍ ملاتړ باله؛ خو کله چې په افغانستان کې د جګړې له شدت سره سم، وطنپالو افغانانو د "الله اکبر" نارې په پورته کولو د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړ. له دې سره سم "کریس الیکسانډر" هم دا ناره بدرګه کړه. ورپسې یې د "پاکستان تحریم کړئ" (#SanctionPakistan) هشټګ پیل کړ، چې د ګڼو افغانانو له خوا یې ملاتړ وشو او نوموړي په دې توګه د افغانانو په منځ کې لا ډېر محبوبیت پیدا کړ.

 

پیدايښت 

"کریس الیکسانډر" د "۱۹۶۸" زیږدیز (میلادي) کال د سيپتمبر په نهمه نېټه د کاناډا په ټورنټو ښار کې وزېږېد. نوموړی د خپل مور او پلار یواځینی اولاد دی. مور یې د فیزیک ښوونکې ده او پلار یې بیا مدافع وکیل پاتې شوی. د خپل مور او پلار په اړه وايي: "د نړۍ په اړه یې ښې نظریې او قوي ارزښتونه راکړل او هم یې ژوره هېوادنۍ مینه را وښودله."

نوموړی په ټورنټو ښار کې لوی شوی دی؛ د خپلو نیاګانو، نیکونو او خپلوانو د لیدلو لپاره یې کله ناکله نورو سیمو ته هم سفر کاوه.

 

زده کړې 

د ښوونځي له پیله تر "دیارلسم" ټولګي پورې یې زده کړې د اوریول پارک (Oriole Park Public School) په دولتي ښوونځي او د "University of Toronto Schools" کې ترسره کړي دي. نوموړي به د نصاب له درسونو ورهاخوا په مناظرو، ورزشي برنامو، موسیقۍ، تیاتر او د زده کوونکو د بدلون برنامو او د ملل متحد په تمثیلي پروګرامونو کې هم ګډون کاوه. هغه پر دې باور دی، چې همدې اضافي پروګرامونو د نوموړي سترګې لا ډېرې پرانیستلې او نړۍ لید یې پراخ شو.

خپله لومړنۍ دنده یې له نیکه سره په دیارلس کلنۍ کې پیل کړه. نوموړي د انځورګر، قاصد* (*د پوسته خانو د توکو لېږدوونکی) او د بیا رغونې د پروژې مشر په توګه دندې ترسره کړي دي. د همدې دندو په برکت یې وکولای شول له "McGill" پوهنتون څخه د تاریخ او حقوقو په برخه کې د لیسانس او له (Balliol College at Oxford University) څخه د فلسفې او اقتصاد په برخه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړي.

 

دندې 

کریس الیکسانډر د "۱۹۹۱" زیږديز کال په آګسټ کې د کاناډا د بهرنيو چارو وزارت، د باندنینیو خدماتو د افسر په توګه دنده پیل کړه.

نږدې شپږ کاله په مسکو کې د کاناډا سفارت ډيپلوماټ و. نوموړی د روسیې په اړه وايي: "ما په دیموکراسۍ او اقتصادي مارکېټ کې د روسیې تجربه ولیده."

ورپسې په "۲۰۰۳" زیږديز کال کې د افغانستان لپاره د کاناډا استازی (سفیر) وټاکل شو. د افغانستان په اړه وايي: "میلیونونه کډوال راستنېدل، ښوونځي پرانستل کېدل او لومړنۍ بشپړه دیموکراتیکه ټولټاکنه په "۲۰۰۴ز" کال کې ترسره شوه. په ورته وخت کې طالبان او ملګري یې له پولي ورهاخوا د پاکستان د کويټې په څېر ښارونو کې بېرته یو ځای کېدل."

ورپسې یې له "۲۰۰۵ز" کال څخه تر "۲۰۰۹ز" پورې د افغانستان لپاره د نړېوالې ټولنې د ځانګړي استازي د مرستیال په توګه دنده ترسره کړه.

 

د الیکسانډر خپله کورنۍ

نومودي د "۲۰۰۸ز" کال د جون په یوویشتمه نېټه له "Hedvig" سره واده وکړ؛ مېرمنې یې هم د ډنمارک د پوځ په چوکاټ کې د افغانستان په ماموریت کې برخه اخیستې ده. هغه د خپل واده مراسم نه هېرېدونکي بولي او وايي، له کاناډا، ډنمارک، افغانستان او ګڼو نورو هېوادونو څخه یې خپلوان او ملګري ورغلي وو.

الیکسانډر دوه لوڼې لري؛ لومړنۍ یې په "۲۰۰۹ز" کال کې زېږېدلې، چې سلما "Selma" نومېږي. بله لور یې "Elisabeth" ده، چې په "۲۰۱۱ز" کال کې زېږېدلې ده. 

هېره دې نه وي، چې کریس الیکسانډر په کابل کې د خپل شپږ کلن ماموریت په اړه یو کتاب هم لیکلی دی. یاد کتاب "The Long Way Back" نومېږي.

نوموړی اوس هم پخپل هېواد کې پر سیاسي فعالیتونو بوخت دی او د محافظه کار ګوند غړیتوب لري.

Related Articles

مختلفې کلیزې څنګه رامنځته شوي؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی   موږ او تاسو د مطالعې په جریان کې د کلیزو له بېلابېلو ډولونو سره مخ کېږو. شمسي، میلادي او قمري یې تر نورو مشهورې دي. په اوس وخت کې بیا اکثرا له میلادي تقویم څخه ګټه اخیستل کېږي او په یوه نړېوال سټنډرډ بدل شوی. په هر حال؛ په دې لیکنه کې پر همدې موضوع خبرې درته لرو.   کلیزې انسانان د خپلو وختونو د مدیریت او پېژندنې لپاره له م...

صوفي او بیزو

لیکنه ـ ریاض مقامزی   په یوه حکایت کې راځي چې، صوفي د ونې سيوري ته ناست و. بيزو د کوپرې ګوزار ورباندې وکړ. صوفي کوپره په ګورت کې ونيوله. د هغې د منځ شيدې/اوبه يې وڅښلې. کوپره يې وخوړه او د کوپرې له پوټکي يې ځانته کاسه جوړه کړه.   درسونه په نړۍ کې دوه ډوله انسانان ژوند کوي؛ عادي او عالي. کله چې له عادي انسانانو سره بد وشي، احساساتي کېږي او د ژ...

د بریالیتوب اوو ۷ لوی رازونه

د بریالیتوب اوو ۷  لوی رازونه خوښي ترلاسه کړئ او له غمونو ځان وژغورئ. دا هغه کار دی چې مونږ او تاسو ورته روزمره کار کوو. مګر له دې څخه بغیر د ژوند لپاره نور څه وکړو؟ ایا تر اوسه چا د دې پوښتنې ځواب پیدا کړی؟ هو، بریالیو اشخاصو درک کړې چې مونږ باید د ژوند موخې لاسته راوړلو لپاره راوېښ شو تر څو مونږ په ژوند کې بریاليتوب ته ورسېږو. پدغه لیکنه کې مو د...

Recommended Articles

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي.   ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني...

کوم ډول خلک بايد کېله ونه خوري

که څه هم کېله ځيني ګڼې ګټي لري خو دغه ميوه ځينې عورايض او تاووانونه هم لري.چې په لاندي ډور ورته اشاره کوو. دغه خوږ ميوه د خپل ځانګړي خوند، او نرموالي له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. ګېله کوم ډول زيانونه لري. ۱: د وزن زياتوالی دـ ځينو نورو خوړو په څير کېله هم پريمانه کالوري لري چې د وزن د زياتوالي لامل کيږي په هره متوسطه کېله کې ۱۰۵ ګرامه کالو...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...