څنګه د ناهیلې کېدو مخنیوی وکړو؟
اللهﷻ انسانان د یوې ټاکلې موخې لپاره خلق کړي دي. دا موخه د الله ﷻ عبادت او اطاعت دی. ټول انسانان ژوند کوي او په ژوند کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ کېږي، د دې ستونزو سره مبارزه دومره اسانه هم نه ده، ځینې انسانان خو د ستونزو پر وړاندې دومره کمزوری شي چې له هر څه یې زړه تور او ناهیلي شي.
ناهیلي داسې یو احساس دی چې زیاتوالی یې انسان له ډېرو خطرناکو پېښو سره مخ کولای شي، لکه ژور خپګان، تل پاتې یوازېتوب او ان ځینې کسان د ناهیلۍ له امله د ځان وژنې هڅه کوي.
موږ څنګه کولای شو چې له دې احساس څخه ځان وژغورو؟
په دې لیکنه کې له ناهیلۍ څخه د ځان ژغورنې د هغو حللارو په اړه خبرې کوو چې موږ له ناهیلې لرې او د خوشبختۍ په لور مو روانوي.
۱. د ایمان پیاوړتیا
الله ﷻ زموږ په زړه کې داسې مینه، مهرباني او ایمان ته ځای ورکړی، چې هېڅکله به د ناهیلۍ احساس ونه کړو، خو که خپل ایمان مو پیاوړی کړو او د ټولو هیلو د پوره کېدو تمه مو یوازې د الله څخه وي، له بنده ګانو څخه مو خپلې ټولې تمې پرې کړو او په دې باور ولرو چې هر څه د الله له لوري کېږي، که الله ونه غواړي ان یوه پاڼه به هم له ونې ونه لوېږي، هر څه چې کېږي هغه قادر ذات یې کوي، الله چې هر کار کوي زموږ پخیر یې کوي، دا د ایمان هغه برخه ده چې انسان له ګناه او ناهیلۍ ژغوري.
۲. پر ځان باور
هغه کسان په ژوند کې تل بریالي او هیله مند وي، چې پر ځان باور لري، دوی داسې فکر لري، چې هېڅ داسې کار نشته چې کول یې ناشوني وي، همدا پرځان باور یې دوی خپلو موخو او الله ته نږدې کوي او ناهیلي یې له منځه وړي.
۳. مثبت فکر وکړئ
هغه کسان چې مثبت فکر لري د منفي فکر لرونکو په پرتله څو برابره بریالي دي. دا کسان تل ځانته ډاډ ورکوي، د ځان لپاره مثبتې جملې کاروي، لکه زه هر کار کولای شم.
زه له هغه چا څخه هېڅ کمی نه لرم چې تل د لومړي مقابل لپاره ډالۍ ورکول کېږي. زه دا ځل په ازموینه کې حتماً لومړی مقام تر لاسه کوم او داسې نورې جملې د ځان لپاره لیکي.
مثبت فکر انسان پیاوړی کوي، بریا ته یې نږدې کوي، او ناهیلي یې په بشپره توګه له منځه وړي.
۴. ځان پېژندل
کله چې انسان خپل ځان وپېژني، خپلې ټولې ځانګړنې رابرسېره کوي، کولای شي چې د خپلې پېژندګلوۍ له مخې ځانته داسې موخې وټاکي چې ورته رسېدل شوني وي، او د ناهیلۍ لاره په بشپړه توګه بندوي او خپلو هیلو ته ځان رسوي.
۵. مهالوېش درلودل
هغه کسان چې خپل ورځني کارونه د مهالوېش له مخې پر مخ وړي، هېڅکله له ناهیلۍ سره نه مخ کېږي، ځکه دوی په خپل مهالوېش کې هغه څه ته ځای ورکړی، چې کولای یې شي او کول یې ورته اړین دي.
۶. له ځان نه د خپلې وړتیا په اندازه تمه لرل
موږ باید هېڅکله د ځان لپاره داسې موخه ونه ټاکو چې پوره کول یې زموږ له وسې وتلې وي، ځکه داسې موخې ټاکل خپله ناهیلي ده، له ژوند او مسوولیتونو تښتېدل دي. موږ باید د خپلې وړتیا په اندازه د ځان لپاره مناسبې موخې وټاکو.
د دې لاملونو ترڅنګ سلګونه داسې نور لاملونه شته چې موږ له ناهیلۍ ژغورلی شي او د راتلوونکي لپاره راته یوه غوره لاره پرانستلی شي، لکه الله ﷻ ته رجوع کول، که موږ خپل لمونځ او اودس پر خپل وخت ادا او د ورځې په اوږدو کې د قرانکریم څو ایاتونه تلاوت کړو، نو الله به مو له ټولو ناهیلیو او بدبختیو وژغوري او زموږ د مرستې لپاره به یوه غوره او اسانه لاره راوښیي.