لیکنه ـ ریاض مقامزی

خواړه د انساني ژوند د بقا لپاره خورا اړین بلل کېږي، چې بېلابېل ډولونه لري. ځينې خوراکونه د نړۍ په سطحه پېژندل شوې وي او هر چېرې یې موندلای شو؛ مګر ځينې نور بیا په سیمه ييزه کچه موجود وي، چې د هیوادونو او محلي سیمو ځانګړې خواړه بلل کېږي. په افغانستان کې هم د خوړو ګڼ شمېر محلي ډولونه موندلای شو، چې د ښه خوند ترڅنګ د چمتو کولو جالبې تګلارې هم لري. موږ په دې لیکنه کې د بېلابېلو سیمه ییزو افغاني خوړو په اړه معلومات چمتو کړي دي.

 

افغاني خواړه

له "افغاني خوړو" څخه موخه هغه خواړه دي، چې د افعانستان په جغرافیه کې پیدا کېږي او اصلي چمتو کوونکي یې د همدې وطن خلک وي. مثلا "پیتزا" اصلا د "ايټالویانو" خواړه بلل کېږي؛ خو وروسته یې ډېر شهرت پیدا کړ او ټولې نړۍ وپېژنده.

زموږ په هېواد کې به هم داسې خواړه بېخي ډېر وي، چې افغانان یې تیاروي؛ مګر مشهور ډولونه یې بیا دومره ډېر نه دي. ځينو ته یې په دې توګه اشاره شوې ده.

 

بولاني

د خوندورو افغاني خوړو په ډله کې "بولاني" ځانګړی مقام لري. البته په وروستيو کې دې خوړو په نړېواله کچه هم شهرت موندلای دی. بولاني داسې تیارېږي. د اوړو له لمدولو وروسته، چې کوم خمیر لاسته راځي هواروي. منځ یې له ګندنې او جوش کړي الوګانو څخه ډکوي. یا هم دواړه ګډ سره اچوي. بیا یې بندوي او په غوړو کې سره کوي. البته ځينې خلک یې په تنور کې هم پخوي چې تندوري بولاني بلل کېږي.

وروسته له پخېدو (سره کېدو) یې له ترخه چکنيو سره نوش جان کوي. هېره دې نه وي، چې اکثره خلک له بولانيو سره تروې (شړومبې) هم څښي او وایي چې په دواړه په ګډه ښه ذایقه لري.

 

لاندی

دا له غوښې څخه تیارېدونکي خواړه دي. اصلا یې د پکتیا او پکتیکا خلک چمتو کوي؛ البته د کوزې پښتونخوا په لرې پرتو سیمو کې هم تیارېږي. د ژمي په شروع کېدو یو وری اخیستل کېږي او له حلالې وروسته یې غوښه په ځانګړې طریقې جلا کېږي او وروسته وچول کېږي.

د ژمي په سختېدو سره ترې خواړه چمتو کېږي او له وریجو سره، په یوازې توګه او نورو بېلابېلو طریقو سره پخېږي، چې یو ځانګړی خوند لري.

 

غوربندۍ شوله

دا خواړه له غټو وریجو څخه چمتو کېږي. دا چې چمتو کوونکي یې د غوربند سیمې اوسېدونکي دي نو ځکه یې "غوربندۍ شوله" بولي.

په دې خوړو کې له وریجو، ميو او د وري له "دال نخود" لرونکې قورمې څخه ګټه اخیستل کېږي. هېره دې نه وي، چې تراخه مساله جات او نور تازه سلاد ددې شولې خوند څو چنده ډېروي.

 

آش

دا خواړه اکثرا په ژمي کې چمتو کېږي. په ځانګړې توګه هغه وخت چې د کورنۍ کوم غړی ټوخی ولري. په دې خوړو کې له آش، کچالو، ټېپر (شلغم)، لوبیا، نخود، تازه دڼيا، دال نخود، مستو، چکې او قروتو څخه استفاده کېږي.

همدارنګه ځينې خلک د لا ښه خوند لپاره په کې تور مرچ هم ور اچوي. د مریض لپاره سپارښتنه دا وي، چې د بخارۍ ترڅنګ په ګرم ځای کې دې یې وخوري او بیا دې ویده شي، نو ډېر ژر به یې ټوخی ودرېږي. په هر حال؛ دا خواړه روغو او ناروغو ټولو لپاره دي او ښه خوند لري.

 

ډنډکی

دا د خوست د خلکو ځانګړي خواړه دي. د خوست په اکثرو سیمو کې د "میو وریجي" په نوم هم شهرت لري. په دې خوړو کې له وریجو، میو او اصلي وطني غوړیو (د غوا غوړيو) څخه استفاده کېږي. که په خوست کې ملګري لرئ او ورتللئ نو دا خوندور خواړه پرې حتما چمتو کړئ.

 

قابلي پلو

له نریو وریجو څخه چمتو کېدونکي دا خواړه د افغانستان ترڅنګ، په ګانډيو هېوادونو او نوره نړۍ کې هم مشهور دي او ډېر مینوال لري. په قابلي پلو کې له نریو وریجو، د وري له یخني شوې غوښې، ګازرې، ممیزو، ممپلیو او آن پستې څخه هم ګټه اخیستل کېږي. البته دا خواړه اکثرا په ودونو کې چمتو کېږي.

 

آشک

دا د افغاني خوړو یو بل مشهور ډول دی، چې د اوړو له سخت خمير څخه تیارېږي. دا خمیر بیا د کوچنيو دایرو په شکل قطعه کوی. وروسته یې د میده شوې ګندنې څخه ډکوي او جوشوي. له جوشېدو وروسته پرې قروت، چکه، دڼيا، قورمه او دال نخود اچوي، بیا یې خوري.

 

منتو

د افغاني خوړو په نوملړ کې "منتو" هم ښه نوم لري. دا خوندور افغاني خواړه د اوبو په بخار پخېږي. په دې معنا چې اوبه جوشېږي او د جوشو اوبو پر بړاس پخول کېږي. د منتو خمیر د کوچنيو دایرو په شکل جوړېږي، چې منځ یې د ډک کېدو وړ وي. د منځ خالیګاه یې له غوښې، پیازو، هوږې، لم، دڼيا څخه ډکېږي او د اوبو په بړاس پخول کېږي.  له پخېدو وروسته بیا پکې لوبیا، چکه او یا تروشې مستې اچول کېږي او په کاشوغې سره خوړل کېږي.