To start downloading books

Please sign in or create an account.

imranghani 3 years ago 1,360
د نړۍ اووه حیرانوونکي ځایونه(څلورمه برخه)

د نړۍ اووه حیرانوونکي ځایونه(څلورمه برخه)

لیکنه: شکېبا نادري، د نړې اووه حیرانوونکي ځایونه

څلورمه برخه

د بابل معلق (پرله پسې) باغونه 

لکه څنګه مو چې په تېرو لیکنو کې د نړۍ په اوو نویو حیرانونکو ځایونو لکه، د چین دېوال، تاج محل او داسې نورو خبرې وکړې په نننۍ لیکنه کې بیا یو له اوو حیرانونکو ځایونو څخه در پېژنو د بابل معلق (پرله پسې) باغونه که غواړئ چې خپل معلومات زیات او د دې حیرانونکو ځایونو په اړه پوه شئ، لیکنه تر پایه ولولئ!

د بابل د باغونو تاریخچه او د جوړېدو لامل

 

بابل هغه ځای دی چې وچه هوا لري دا هوا د دې لامل شوې ده، چې باغونه او شنه ځایونه پکې کم وي. د بابل پاچا چې دویم بخت النصر نومیده د یوې تلپاتې سولې لپاره یې د ماد د پاچا له لور امیټیس سره واده وکړ، امیټیس چې یوه نازولې نجلۍ وه او په شنو درو کې یې ژوند کړی و، له واده وروسته بابل ته راوستل شوه، د دې لپاره چې امیټیس په دې ډول و چې هوا کې عادت نه وه په سختې ناروغۍ اخته شوه په ډېرو ډاکټرانو یې وګرځوله، ډاکټرونو ورته وویل چې د دې د ناروغۍ لامل له دې وچې هوا سره نابلدي ده، دا نرمې هوا او شنو ځایونو ته اړتیا لري، بل لامل یې د امیټیس د زوکړې د ځای پرېښودل هم و.  

بخت النصر هم د خپلې مېرمنې د روغتیا لپاره په 600 ق.م کال کې د فرات دریا ته نږدې چې اوسنی عراق دی د بابل د باغونو د جوړولو امر وکړ، ځینې تاریخ لیکونکي بیا وایي چې د بابل باغونه د سکندر مقدوني په امر جوړ شوي دي، خو دا هم ویل شوي چې بخت النصر د حیرانونکو ځایونو له جوړولو سره ډېره مینه درلودله، تل به یې غوښتل همداسې ځایونه جوړ کړي. 

 

ولې د بابل باغونو ته د معلق کلمه کارول کېږي؟

په دې اړه داسې ویل شوي چې معلق د پر له پسې معنا نه لري کېدای شي دا د یوناني ژبې غلطه ژباړه وي.

 

د بابل باغونه د یو مصنوعي غره شکل لري، دا د یوې تپې په بڼه جوړ شوي او د یو بل پر سر موقعیت لري په جوړولو کې یې د هرې برخې تر منځ د سفالټ، سرب او داسې نورو شیانو څخه ګټه اخیستل شوې ده، بخت النصر د دې باغ تر څنګ یوه لویه ماڼۍ هم جوړه کړه دا ماڼۍ څلور پوړه ده، چې د دېوالونو لوړوالی یې  3 ــ6 مېټرو پورې رسېږي او اوږد والی یې تر 180 مېټرو پورې دی، د دې ماڼۍ شاوخوا په بېلابېلو ګلانو، بوټو او ونو پوښل شوی و، د دې باغونو د اوبه کولو لپاره یې یو منظم او معیاري سیسټم جوړ کړی و، دا اوبه به یې د فرات له دریا څخه اخیستلې، خو ځیني تاریخ لیکونکي وایي چې د بابل باغونه هېڅ شتون نه لري دا هسې افسانې دي، ځکه چې د انسان په لاس د داسې حیرانونکي ځای جوړول هغه هم په داسې ځمکه یو ناشونی کار دی، خو د دې پر خلاف داسې څېړنې هم شوي چې د بابل د شتون ثبوت دی لکه په 1899م کال کې د رابرټ کلوډي او د هغه د ټیم څېړنه چې وروسته له 14 کلونو دوی په دې بریالي شول چې د بابل د باغونو ډبل دېوالونه له خاورو را وباسي او بل دا چې په شلمه پېړۍ کې چې کومې څېړنې تر سره  شوي دي.

په پایله کې یې داسې کتیبې لاس ته راغلي چې د بابل د باغونو  شتون يې ثابت کړی دی، داسې ویل کېږي چې د دې باغونو د له منځه تلو لامل دوې سختې زلزلې دي، چې په بشپړه توګه یې دا لرغونی او حیرانونکی ځای له منځه وړی دی.

نور بیا...

Related Articles

چالش های مردمسالاري و حقوق بشر

چالش های مردمسالاري و حقوق بشر مصطفی عمرزی حقوق بشر،‌ یک مولفه ی مهم است. اين مولفه، خيلي انساني ست. تامين و برآورد اهداف  آن بر هر انساني، لازم است. شايد اين مولفه با شهرت خلق آن در غرب، موافق میل بعضی از منتقدان و دگم انديشان شرق و مسلمانان نباشد. از اين اشاره نبايد ناراحت شد؛ هرچند  مفكوره ي حقوق بشر با ظهور ادیان و فلاسفه، قرن ها قبل از خلق ن...

د مطالعې لپاره کتاب څنګه وټاکو!؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی مطالعه زموږ او ستاسو د فکري ودې او پرمختګ لپاره خورا اړین بلل کېږي. په دې معنا چې موږ څومره ډېره مطالعه کوو، هومره ډېر به پوهېږو. د ګټورې مطالعې په برکت زموږ او ستاسو په رفتار، کړنو، خبرو او فکر کې فوق العاده مثبت بدلون راتللای شي. مګر ځينې خلک نه پوهېږي، چې د مطالعې لپاره کوم کتاب وټاکي او کومې لارښوونې په پام کې ونیسي؟ همدې س...

دا نه پوهیږي چې دا یوه مجسمه ده

په پورته انځور کې دا کوچنۍ انجلۍ پدې نه پوهیږي چې دا یوه مجسمه ده، یوازې ګوري چې یو کس (سړی) رنځ او درد باسي او مرستې ته اړتیا لري. که چېرې زمونږ ښه والی، د نورو خلکو رفتار او رویې پورې تړلی وي . . نو دا ښه والی ندی؛ بلکې یوه راکړه ورکړه (معامله) ده . . . کیږي چې پتنګ شې او په هر ګل کیښنې . . خو دا غوره ده چې مهربانه شې . . !! وایي: هر کله م...

Recommended Articles

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...