لیکنه او راټولونه: شکېبا نادري، مسجد نبوي

 

د ټولو مسلمانو لومړی ښوونځی جومات او لومړی ښوونکی ملا دی. 

ټول مسلمانان خپل اولادونه له څلور یا پینځه کلنۍ وروسته د قرانکریم او نورو دیني زدکړو لپاره جوماتونو ته لېږي. زموږ لپاره له همغې ماشومتوب څخه جومات یو سپېڅلی او غوره ځای دی. 

د مسلمانانو تر ټولو لوی او زاړه جوماتونه چې زموږ په تاریخ کې ډېر ارزښت لري، لکه نبوي جومات، اقصی جومات او الحرام جوماتونه دي. 

موږ په دې لیکنه کې د نبوي جومات په اړه معلومات وړاندې کوو. که تاسې هم غواړئ د دې سپېڅلي ځای په اړه ډېر پوه شئ زموږ لیکنه تر پایه ولولئ!

 

کله چې حضرت مُحَمَّد ﷺ له مکې څخه مدینې ته هجرت وکړ، د دوشنبې ورځ وه لومړی قبا ته راغی.

تر جمعې پورې په قبا کې پاتې شو، وروسته له هغې د جمعې پر ورځ له قبا بهر شو، ډېر یثریبي ټبره نوي مسلمان شوي کسان د حضرت مُحَمَّد ﷺ لیدو او ښه راغلاست ته راغلل، حضرت مُحَمَّد ﷺ پرېکړه وکړه چې همدلته یو جومات جوړ کړي چې ورته حرم مُحَمَّد یا حرم نبوي هم وایي، ځکه چې حضرت مُحَمَّد ﷺ په همدې سپېڅلي ځای کې خاورو ته سپارل شوی دی.

 

د جومات د ټاکلو ځای او تاریخچه

 

 نبوي جومات چې په اسلام کې تر ټولو لرغونی او مهم جومات دی، دا جومات د هجرت په لومړي کال په مدینه کې د حضرت مُحَمَّد ﷺ،  مهاجرینو او انصار په واسطه جوړ شو، ټول هغه کسان چې د مُحَمَّد ﷺ ښه راغلاست ته راغلي وو، له حضرت مُحَمَّد ﷺ څخه یې وغوښتل چې له دوی سره لاړ شي، خو حضرت مُحَمَّد ﷺ د دوی دا غوښتنه ونه منله او د اوسېدو د ځای پرېکړه یې الله ته پرېښوده، اوښ یې حرکت وکړ او د ابو ایوب انصاري د کور تر څنگ په ګونډو شو، حضرت مُحَمَّد ﷺ  هم همدلته پاتې شو او دا ځای یې د جومات لپاره وټاکه.

 

د نبوي جومات جوړول  

حضرت مُحَمَّد ﷺ د جومات د جوړولو لپاره د بني نجار له قبیلې څخه د ځای غوښتنه وکړه او خپله یې د دې مبارک جومات په جوړولو کې له انصارو او مهاجرینو سره مرسته کوله.

بیهقي له عبدالله بن عمر څخه روایت کوي، چې د حضرت مُحَمَّد ﷺ د جومات دېوالونه د خامو خښتو وو، چت یې د ونې په خاښونو پټ کړی و او ستنې یې د خرما د ونې څخه جوړې کړې وې. 

دا جومات درې دوازې لري یو یې د جومات سوېل خواته چې عاتکه نومېږي، دویمه یې د باختري دېوال شمال خواته چې باب الرحمۃ ورته وایي او درېیمه دروازه یې همدا اوسنۍ د جبرائیل دروازه ده، مبارکه روضه چې نبوي روضه هم ورته وایي چې د جومات په سوېل ختیځ برخه کې د حضرت مُحَمَّد ﷺ د قبر او ممبر ترمنځ شتون لري 22 مېټره اوږدوالی او 15 مېټره لوړوالی لري دا ځای د مسلمانو لپاره د برکت او رحمت څخه ډک ځای دی.

دا جومات تر اووم هجري کاله په همدې پخوانۍ بڼه پاتې و، خو وروسته د خیبر له غزوې چې کله د مسلمانو شمېر مخ پر ډېرېدو و، نو دوی اړ وو چې جومات لوی کړي، دویم خلیفه حضرت عمر (رض) غوښتل چې د جومات د لویولو لپاره د عباس عبدالمطلب کور له منځه یوسي، خو عباس د کور د خرڅولو او یا وربښلو لپاره راضي نه شو، نو ترمنځ یې جګړه وشوه وروسته له دې چې ابي بن کعب د دې ځای په بدل کې بل ځای عباس ته ورکړ، عباس هم دا ځای د جومات د لویولو لپاره ورکړ، وروسته له هغې عمر (رض) د جعفر ابو طالب د کور یوه برخه هم د دې جومات په جوړولو کې ترې واخیستله او یو لوی جومات یې جوړ کړ، د دویم خلیفه پر مهال جومات له لوېدلو څخه وروسته د پخوانیو دروازو ترڅنګ دوې نورې دروازې هم جوړې شوې.

د مسلمانانو دویم خلیفه حضرت عمر (رض) هم په همدې سپېڅلي ځای کې د حضرت مُحَمَّد ﷺ او حضرت ابوبکر صدیق (رض) تر څنګ خاورو ته سپارل شوی دی.