To start downloading books

Please sign in or create an account.

له ماتې وروسته د بریا لټون څنګه وکړو؟

له ماتې وروسته د بریا لټون څنګه وکړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

انسانان د خپل ژوند په اوږدو کې له بېلابېلو حالتونو سره مخ کېږي. خوښي، خفګان، خندا، ژړا، بریا، ناکامي او ورته نور مسایل د انسان له ژوند سره تړلي دي. له همدې امله خو ویل کېږي، چې انساني ژوند د اضدادو ټولګه ده. پر دې ټول پوهېږو، چې شپه حتمي سبا کېدونکې ده؛ نو دا هم مه هېروئ، چې ناکامي همېشه نه وي. که لاس په کار شو خپله بریا تضمینولای شو. په دې لیکنه پر همدې خبرې شوي، چې پر ماتې څنګه برلاسي شو.

 

پر ماتې څنګه برلاسي شو؟

ناکامي د ژوند په هره برخه کې تجربه کېدای شي. په کاروبار، مینه، کورنيو اړيکو او ورته نورو برخو کې د ماتې تجربه کول زموږ او ستاسو له ژوند سره تړلې مسئله ده. دا ناکامۍ رښتيا هم دردونکي وي او د انسان ذهني سکون له منځه وړي؛ خو ښه خبره دا ده، چي روانپوهان پر ماتې د برلاسه کېدو اړوند ځینې لارښوونې لري. هڅه وکړئ، دا لارښوونې عملي کړئ، ترڅو بېرته د ژوند له شېبو خوند واخلئ.

 

لومړی| ویې ومنئ!

اکثره انسانان خپله ناکامي نه مني او په دې توګه ځان ځوروي. دا ډله خلک ځان ته غولوونکې تسلي ورکوي. کېږي، و به شي او ... نور الفاظ کاروي او يا هم خیالي حللارې لټوي. لنډه دا چې دوی خپل ځانته دروغ وايي. حال دا چي انسان باید له هر څه وړاندې خپل ځان ته رښتوني اوسي. له دې خبرو څخه زموږ موخه دا نه ده، چې تاسو دې هڅه مه کوئ. خو هېڅکله ناممکن څيزونه، کېدونکي مه بولئ او خپل وخت مه ضایع کوئ. که تاسو په دې ډله کې یئ، نو باید دا عادت پرېږئ. کله چې د مرګ هومره تریخ حقیقت منلای شو، نو ایا د ژوند ماتې نه شو منلای؟

ددې چارې ګټه دا ده، چې له ځان ځورونې خلاصېږو، د وخت د ضایع کېدو مخنیوی کېږي او همدارنګه د خپل ژوند نورو مهمو چارو ته مو فکر اوړي. حقیقتونه که هر څومره تریخ هم وي ویئ ومنئ؛ په دې کې مو خیر دی.

 

دویم| یو درس او نوی فرصت یې وګڼئ! 

زه همېشه وایم، چې ژوند له پیله تر پایه ټول درس دی. خپلوۍ، اړیکې، بریا، ناکامي او ... هر څه یو درس راکوي. که تاسو له ماتې سره مخ کېږئ، نو دا یو درس وګڼئ، په دې معنا چې راتلونکي کې به له ورته خطر څخه محفوظ یئ. همدارنګه هغه ټول عوامل پېژندلای شئ، چې ستاسو د ماتې سبب کېږي. په داسې حال کې چې پخوا یې په اړه نه پوهېدئ؛ خو همدې ماتې خپلې غلطیانې، ناسمې پرېکړې او وړاندوینې در وښودلې. ددې ترڅنګ تاسو د یو کار پای ته رسېږئ او د نوي پیل موقع او فرصت ترلاسه کوئ.

 

درېيم| پر ځان د "ناکم شخص" ټاپه مه لګوئ!

دا د انسانانو ځانګړنه ده، چې له ماتې وروسته ځانته د یو ناکام او بېکاره شخص په توګه ګوري؛ خو دا هېروي چې انسانان له اشتباهاتو خلاص نه دي. آن پيغمبرانو هم د خپل ژوند په اوږدو کې اشتباهات کړي دي. نو زموږ په څېر عادي اشخاص کله له دې قاعدې څخه مستثنی کيدای شي؟

که تاسو له ماتې وروسته ځانته د یو ناکام شخص خطاب کوئ دا په دې معنا چې په لوی لاس خپله وړتيا او انرژي ننګوئ. دا کړنه ستاسو د ارادې د کمزورۍ سبب کېږي او له رواني ستونزو سره مو مخ کوي. 

هڅه وکړئ د نورو ايډيال اشخاصو د ژوند لوړې ژورې ولولئ، چې تسلیم شوي نه دي او خپله ماضي یې خپلې راتلونکې ته ګوته په غاښ (حيرانه) کړې ده.

 

څلورم| له نورو سره ځان مه پرتله کوئ!

د روانپوهانو له نظره له نورو سره د خپل ځان پرتله کول یو غیرمناسب کار دی او د انسان د ذهني شکنجې سبب کېږي. ممکن له ماتې وروسته تاسو د هغو کسانو په اړه ډېر فکر وکړئ، چې بریالي شوي دي؛ خو هېڅکله په دې فکر نه کوئ، چې هغوی څومره ستونزې ګاللي دي. د بل د ژوند ننداره داسې وي، لکه د غره له سره د ښار لیدل. هېڅ شور به یې نه اورئ؛ مګر که نږدې ورشئ له شوره ډک ښار به ووینئ. همداسې د هر چا ژوند موږ ته بېغمه ښکاري؛ خو اکثرا خبره برعکس وي. نو د نورو د بریا په لیدلو مه ځورېږئ او مه هم خپله ناکامي ورسره پرتله کوئ. همدا وخت د خپل ځان او شخصیت پر جوړونې ولګوئ.

 

پنځم| خپلې غلطيانې وپېژنئ!

له دې پورته لارښوونو سره ـ سره د خپل تېر هدف د ترلاسه کولو په لړ کې مو چې کومې غلطیانې کړي وي وپېژنئ. ددې کار ګټه دا ده، چې په بل پلان کې له یادو اشتباهاتو ژغورل کېږئ. مګر مه هېروئ، چې په دې اړه ډېر سوچ مو ممکن اراده کمزورې کړي. نو هڅه وکړئ خپلې غلطیانې ژر وپېژنئ، تحلیل یې کړئ او په قوي عظم سره یو نوی پیل وکړئ.

پښتانه څه ښه وایي، "چې سر ژوندی وي خولۍ ډېرې!"

Related Articles

زنا حد ثبوت

لیکنه:  مطیع الله دانش!عنوان: د زناحد د ثبوت وسایل.۱: شاهدان.دشاهدانو شرایط، او د شاهدانو تزکیه.۲: اقرار.۳: د حمل څرګندیدل.تزکیه دولونه ۱: ښکاره تزکیه: چې دا معمولآقاضي یی د شاهدانو د عدل لپاره په فعلی ډول په محکمه کي مخامخ د شاهدانو او له چا څخه چی تزکیه غوښتل شوي ترسره کیږي.۲: پټه تزکیه: چې دا د یو کاغذ په مخ باندي ترسره کیږي.شاهدانو شرایط:۱: عقل...

د زیتونو غوړي مو د زړه روغتيا تضمينوي!

ژباړه ـ ریاض مقامزی په جرات سره ویلای شو، چې د ښې روغتيا لپاره روغتياپالان تر نورو ټولو غوړيو ډېر د زیتونو د کارولو سپارښتنه کوي. دا ځکه چې د زیتونو غوړي ګڼې روغتيايي ګټې لري او کولای شي، ستاسو بدن له بېلابېلو ناروغیو ژغوري. د لیکنې تر پایه به په دې اړه لا ډېر پوه شئ.    د زیتونو غوړي دا هغه غوړي دي، چې د زیتونو له دانو څخه ترلاسه کېږي. که څه ه...

فيډل کاسټرو؛ د کیوبا انقلابي څېره

ژباړه ـ ریاض مقامزی    د نړۍ په ګوټ ـ ګوټ کې داسې نوميالي اشخاص تېر شوي، چې خپلې ټولنې او ولس ته د بې ساري خدمت له کبله ټولې نړۍ پېژندلي دي. ددې اشخاصو له ډلې یو هم فيډل کاسټرو دی. د "څېرې" لړۍ په دې لیکنه کې به تاسو ددې انقلابي شخصیت د ژوند په بېلابېلو اړخونو پوه شئ.    پېژندنه د کاسټرو بشپړ نوم "فیډِل آلخاندرو کاسټرو روث" دی. نوموړی په "۱۹۲۶...

Recommended Articles

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...