د خپلواکۍ د اتل غازي امان الله خان کارنامې
څېړنه ـ رياض مقامزی
يادونه: دا د يوې څېړنيزې مقالې اساسي برخه ده، چې بشپړه مقاله يې تېر کال د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا د مقالو په يوه معتبره ټولګه کې هم چاپ شوې/خپره شوې ده.
پېژندنه
غازي امان الله د امير حبيب الله خان دويم زوی دی. نوموړی په (۱۳۰۹ل.ل – ۱۸۹۱ز) کال دې نړۍ ته سترګې پرانيستې. د نوموړي په روزنه کې د هغه مور لوی لاس درلود. مور يې د شاغاسي خوشدل خان لور او د بارکزيو په لوی ټبر پورې تړلې وه. (۳: ۲)
لومړنۍ زده کړې يې په شاهي دربار کې ترسره کړې او بيا يې نورې زده کړې په حربيه مدرسه (حربيه ښوونځي) کې ترسره کړي. په پوځي زده کړو کې يې ځانګړی ښوونکی هم درلود چې محمود سامي پاشاه نومېده. امان الله خان د خپل پلار په دربار کې زيات محبوبيت درلود.
ښاغلی محمد آصف شينواری په خپله يوه مقاله کې د نوموړي د زده کړو په اړه دا کرښې کښلي دي: ((کله چې امان الله خان خپل ښي او کيڼ لاس وپېژاند پر دې وپوهېد، چې پلار يې پر افغانستان باندې د انګرېزانو په ګټه حکمراني کوي. امان الله خان په همداسې يوه روحيه ښوونځي ته ولېږل شو او ددې تر څنګ يې د وخت له مشهورو او پېژندل شويو ښوونکيو او استادانو نه زده کړې تر لاسه کړې او ملي بدبختيو ته په ځيرنه د وطن د پرمختګ او سوکالۍ هيلې ورسره پيدا شوې.)) (۳: ۲، ۳)
امير حبيب الله خان د (۱۹۱۹م) کال د فبرورۍ په ۲۱مه نېټه د لغمان په کله ګوش کې ووژل شو. يو روايت دا دی، چې دغه وژنه سياسي او په نهايت کې د مشروطه غوښتونکو د يوې پټې کړۍ کار و. (۶: ۱۵)
افغان تاريخپوه مير غلام محمد غبار په ((افغانستان در مسير تاريخ)) کې ليکي: ((د فبرورۍ پر ۲۴مه، د کابل خلک او د پلازمينې لښکر د مرادخانې ميدان کې راغونډ شوي وو. امير امان الله خان په داسې حال کې د خلکو ګڼې ګوڼې ته ننوت، چې توره يې پر ډډې راځړېدله. همدلته يې مشهوره او تاريخي وينا وکړه. هغه د افغانستان بهرنۍ خپلواکي او په هېواد کې دننه د فردي آزادۍ اعلان وکړ. ((
پاچا امان الله خان د خپلې اوږدې وينا په پای کې برتانوي نماينده حافظ سيف الله ته مخ واړوه او په نرمه يې ورته وويل: ((اوو سفيره! ته پوه شوې چې ما څه وويل؟)) هغه ځواب ورکړ: ((هو، زه پوه شوم.)) (۶: ۱۹)
کله چې امير امان الله خان په (۲۷) کلنۍ کې واک ته ورسېد، د خپل عصري مفکورې له مخې يې غوښتل چې افغانستان د پرمختګ لوړو پوړيو ته ورسوي. غوښتل يې افغانان د نړۍ له پرمختګه خبر او له نړېوالو سره سيال کړي. نوموړي ويل: ((زه غواړم چې په يوه بشپړ خپلواک هېواد کې خپلواک مشر وم.)) (۴: ۱۴)
غازي په (۱۹۲۹م) کال له پاچاهۍ ګوښه او خپل ورور عنايت الله خان يې خپل ځايناستی وټاکه، خو دا داسې وخت و، چې حبيب الله کلکاني ارګ محاصره کړی و. نوموړي د خپل ژوند وروستي کلونه په ايټاليا کې له خپلو شپږو اولادونو او مېرمنې سره په ډېره بې وسۍ کې تېر کړ. په (۱۹۶۰ز) کال کې امان الله خان ته د ځيګر ناروغي پيدا شوه. د درملنې په موخه سويزرلينډ ته ولېږدول شو. بالآخره د (۱۹۶۰ز) کال د اپرېل په (۲۵) نېټه له دې فاني نړۍ رحلت وکړ. (۳: ۱۳)
لاسته راوړنې
کله چې په افغانستان کې د پرمختګ، تغير او ترقۍ خبرې کېږي، ورسره سم د غازي امان الله خان نوم هم اخيستل کېږي. غازي چې کله واک ته ورسېد پوه شو، چې له يووالي او ملت جوړونې پرته نه شي کولی خپله آزادي وساتي. نو په ډېره ځيرکتيا يې خلک يووالي ته راوبلل. ويې ويل: ((تاسې تاجک، اوزبک او پښتانه نه يئ، تاسې ټول افغانان يئ. موږ بېل – بېل ټبرونه يو خو يو ملت يو.)) (۴: ۱۶)
که پورتنۍ وينا ته ځير شو، نو تر ټولو غوره کارنامه ده او داسې ويناوې د قوي سياستپ نماينده ګي کوي. د اماني دورې لاسته راوړنې خورا ډېرې دي نو زه يې يوازې په درېيو برخو (معارف، مطبوعات، اقتصاد او د ښځو ټولنيز موقف) بحث کوم.
۱. معارف
که څه هم د افغانستان د عصري پوهنې بنسټ په کابل کې د حبيبيې ښوونځي په پرانستلو سره ايښودل شوی و. خو امان الله خان عصري پوهنه ښه پراخه کړه. پوهنه د پخوا په څېر وړيا او لومړنۍ زده د اساسي قانون له مخې جبرې کړه. په دې برخه کې خورا ډېرې پيسې لګېدلې او د پوهنې بوديجه د حربې وزارت او دربار نه وروسته په درېيمه درجه کې وه. (۶: ۵۰)
په (۱۹۲۲ز) کال کې د لومړي ځل لپاره د معارف وزارت تأسيس شو او سردار محمد سليمان خان د ښوونې وزارت وزير وټاکل شو. (۷: ۲۷)
ځينې ځوانان د لوړو زده کړو لپاره بهرنيو هېوادونو ته ولېږل شول او په کابل کې د ښوونې او روزنې د کيفيت د ښه والي او پرمختګ لپاره کتابخانه جوړه شوه. (۷: ۵)
په کابل کې د پنځو يا شپږو تنو له لورې د (مقدس ملي) په نوم کتابخانه جوړه شوه. يادو کسانو له خپلو کورونو کتابونه ټول کړل او کتابتون يې جوړ کړ. د رخصتيو په ورځو کې به خلک د مطالعې لپاره همدې کتابتون ته ورتلل او مطالعه به يې کوله. (۷: ۲۸)
ځوان پاچا د (۱۹۲۲ز) او (۱۹۲۴ز) کلونو ترمنځ يوازې په کابل کې ۲۲ ښوونځي جوړ کړل. او د قانون له مخې لومړنۍ زده کړې په هر افغان (ښځه او نر) جبري و. (۳: ۱۳۴)
تر (۱۹۲۷ز) کال د ابتدايي زده کړو د زده کوونکو شمېر (۵۱۰۰۰) تنو ته لوړ شو. او په ليسو او مسلکي مرکزونو کې (۳۰۰۰) تنو زده کړې کولې. له (۱۹۲۳ز) کال نه تر (۱۹۲۷ز) پورې (۱۳۳) عنوانه تدريسي کتابونه طبع شول. او د معارف مطبعه هم په همدې کلونو کې تأسيس شوه. (۱ : ۱۷)
په لنډه توګه ويلی شو، چې معارف په اماني دوره کې خورا زيات پرمختګ وکړ. له زده کړو سره د شاه او ملکې دومره مينه وه چې آن د سواد د زده کړې په کورسونو کې به دوی خپله تدريس کاوه. (۳: ۱۳۸)
۲. اقتصاد
په اقتصادي برخه کې د غازي کړنې او اقدامات هم د هېرولو نه دي. په (۱۹۲۰ز) کال کې يې د لومړي ځل لپاره جنسي ماليات او تاديات له منځه يوړل او د جنس پر ځای يې نقدي ماليه وضعه کړه. همدارنګه يې کاغذي پيسې هم چاپ کړې. (۳: ۱۸۵) د اصلاحاتو په لړ کې د هېواد د عايداتو کچه له ۸۰ ميليونو څخه ۱۸۰ ميليونو ته پورته شو. د عايداتو دغه زياتوالی په دې ډول و. د صکوکو له حصول څخه ۱۰ ميليونه، د ځمکو له مالياتو څخه ۸۰ ميليونه، له ګمرکي مالياتو څخه ۴۰ ميليونه، د څارويو له مالياتو څخه ۲۵ ميليونه او متفرقه عوايدو څخه ۲۵ ميليونه روپۍ ترلاسه شوې وې. (۳: ۱۸۶)
په (۱۹۲۲ز) کال کې د صنايعو د تشويق قانون وضعه شو، چې له مخې يې اغېزناک ګامونه پورته شول. په هېواد کې د ټليفون د مزو غځول ترسره شول، د موټرو د ترميم، پرزه جوړولو، صابون، عطرياتو، تار جوړولو، رخت اوبدلو، ترکاڼي او د يخ فابريکې جوړې شوې. په ننګرهار، پغمان او کابل کې د برېښنا شبکو د جوړولو کار پيل شو، چې ورسره د ګوګردو، څرمنو، باروتو او سمنټ جوړولو فابريکو ته برېښنا ورسول شوه. له پنبې څخه د غوړو ايستلو ماشينونه په هرات، کندهار او مزار کې جوړ شول. (۳: ۱۸۷)
د شاه په دوره کې د کرهڼې د پرمختګ لپاره هم قوانين تر بحث لاندې ونيول شول. په لومړي سر کې د دهقانانو څخه د مامورينو د معاش اجرا کول د غلې په ذريعه له منځه يووړ. د ملکانو او پيرانو قلنګونه چې له بزګرانو څخه يې په زور اخيستل، ختم کړل. د کرهڼې د ودې لپاره يې د اوبو بندونه جوړل کړل. د کنړ ولايت د اسمار، پکتيا او نورستان د ځنګلونو د چارو د تنظيم په خاطر ځانګړي تدابير ونيول شول. د حېواناتو د روزنې لپاره يې هم اقدامات ترسره کړل. تر څو د هېواد په نا خالصو محصولاتو زياتوالی راشي. (۳: ۱۸۸)
۳. مطبوعات
د غازي امان الله خان نږدې ملګري شاعران، ليکوال، ژرناليستان او يا فرهنګيان وو. نو ځکه خو په اماني دوره کې مطبوعاتو ځانګړی پرمختګ وکړ. د خپلواکۍ په لومړي کال کې د مطبوعاتو لومړنی قانون په هېواد کې پلی شو. چې له مخې يې مطبوعاتو ته ځانګړې آزادي ور په برخه شوه. د همدې نظامنامې په اساس زموږ هېواد ګڼ شمېر دولتي او خپلواکو رسنيو څښتن شو. (۳: ۳۶)
غازي وايي: ((د آزادۍ يوه خوږه ثمره دا ده، چې تاسې عالمان، فاضلان، مشايح، وکيلان او د ملت عزتمند او مخور زما په حضور کې حاضرېږئ او خپل اندونه او فکرونه په آزاده توګه بيانولی شئ.)) (۲: ۱۶)
له پورتنۍ وينا څخه معلومېږي چې د خپلواکۍ اتل غازي امان الله خان د بيان او مطبوعاتو آزادۍ ته په بشپړه توګه ژمن و.
انيس لومړنۍ آزاده جريده وه، چې د غلام محی الدين انيس په هلو ځلو او مديريت په (۱۳۰۶ل) کال د ثور د مياشتمې په پنځلسمه نېټه په کابل کې چاپ شوه. (۳: ۳۷)
افغان ورځپاڼه د (۱۲۹۹ل) کال د سرطان به ۱۴ نېټه په کابل کې له پيل څخه د ورځپاڼې په ډول د محمد خان کندهاري او ورپسې د پاينده محمد خان فرحت په مديريت خپره شوه. (۳: ۳۹)
همدارنګه ((نسيم سحر))، ((نوروز)) او ((پشتون ژغ)) هغه نور درې پنځلس ورځنۍ جريدې او مجلې وې، چې په دې دوره کې خپرېدې. (۳: ۳۹)
د راډيو ودانۍ د هغه وخت په يو ډېر ښکلي ځای کې موقعيت درلود. چې ((کوټی لندن)) ورته ويل کېده. په هغه وخت کې د لومړي ځل لپاره پخپله د امان الله خان په هدايت لومړی دېرش او بيا زر پايې وړې بطرۍ لرونکي راډيوګانې هېواد ته راوړل شوې او په خلکو ووېشل شول. (۵ : ۳)
امان افغان، ارشاد النسوان، افغان، حقيقت، ابلاغ او ثروت هغه جريدې او مجلې وې چې په کابل کې خپرېدې. ددې ترڅنګ اتحاد مشرقي، ستاره افغان، غازي، اتفاق اسلام، اتحاد اسلام (بيدار)، طلوع افغان او اصلاح هغه جريدې او او اونيزې وې چې په ولايتو کې خپرېدل. تر څنګ يې ځينې ځانګړي تخصصي خپرونې هم وې. چې معرف افغان، آئينه عرفان، مکتب او ځينې نور د يادولو وړ دي. (۳: ۴۰- ۴۷)
بايد ووايم، چې د اماني دورې د پرمختګونه په دې جزوي برخې بحث داسې مثال لري لکه له سمندره د يوې څاڅکې را اخيستل. په دې هيله چې زموږ ځوان ليکوال او څېړونکي دې برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.