To start downloading books

Please sign in or create an account.

د غوسې اجتماعي او روغتيايي زیانونه

د غوسې اجتماعي او روغتيايي زیانونه

لیکنه ـ فاطمه اعظم

قهر او غوسه تر هغه مخکې کنټرول کړئ، چې پر ژوند مو حاکم شي. د کنټرول وړ غوسه د ځينو ناوړه پېښو او خبرو په مقابل کې د بدن يو طبيعي عکس العمل دی؛ خو له حده زيات قهر او غوسه په ژوند کې د لويو ستونزو سبب کيږي. دغه ډول غوسې ته د ناروغۍ يو حالت ويلی شو چې ځان بايد ترې وساتو. 

 د قهر او غوسې زیانونه

د انسان ټولنيز شهرت زيانمنوي، له کورنۍ، ملګرو او همکارانو سره یې اړيکې خرابوي، د سمې پرېکړې واک ترې اخلي، کاروبار ته يې زيان اړوي، له داخلي سکون، دماغي ارام او خوښي مخه يې نيسي او احساسات يې بې توازنه کوي، نويو څېړنو ښودلې ده چې عمر هم لنډوي. 
 غوسه د انسان خوشالي وژني او ديوې ثانیې قهر په بدل کې ۳۰ ثانیې خوشالي له منځه ځي. همدا راز زړه ته تاوان اړوي، د وينې فشار لوړوي، د بدن دفاعي سيستم کمزوری کوي او د انسان څېره بدرنګوي. 
 قهر ځکه په زړه ناوړه اغېزه کوي چې له امله يې په بدن کې د اډرينالين او کورتيزون هورمونونه افرازېږي چې د زړه ضربان او چټکتيا زياتوي، ځينو غړو ته د وينې جريان زیاتوي او نورو ته يې کموي.
 د رګونو په منځ کې د سختوالي سبب کېږي چې رګونه تنګيږي ( او د وينې  فشار د همدې امله لوړيږي)، د رګونو د دېوال د تخریب سبب کېږي چې په پايله کې د زړه ناروغۍ رامنځته کوي. 
 د امريکا د زړه ناروغيو په ژورنال کې د ۴۴ څېړنو پر بنسټ د زړه د ناروغيو او منفي/ شديدو احساساتو تر منځ د اړيکو مسٔله ثبوت شوې ده.
 نه کنټرولېدونکی قهر او نور منفي احساسات په روغو خلکو کې ناروغي رامنځته کوي او د ناروغو خلکو ناروغي تشدیدوي. 

 د غوسې فزيکي اغیزې

قهر او غوسه په بدن کې د جګړې يا تېښتې ( Fight or flight ) ميکانيزم فعالوي چې د وېرې، وارخطايي او اضطراب په شان بدن ته د روحي فشار مسؤل هورمونه پمپوي.
 په دې حالت کې دماغو او کولمو ته د وينې جريان کموي او عضلاتو ته یې زياتوي چې دزړه د چټک ضربان،  حرارت او خوَلې کېدو سبب کېږي.
 په اوږده مهال چې د فزیکي او رواني نارغیو سبب کېږي. 
 او همداسې د قهر، غوسې او روحي فشار له امله ازاد شوي کيمياوي مواد او د هغو په پايله کې ميتابوليکي بدلونونه خطرناک روغتيايي عواقب لري چې يو څو يې دا دي: 
 سردردي، د ګېډې د درد په شان هضمي ستونزې، بې خوبي، زياتېدونکی اضطراب، ژور خپګان، د وينې لوړ فشار، د اکزيما په شان جلدي ستونزې، د زړه حمله او دماغي حمله. 
 مخکې له دې چې په  دې خطرناکو ناروغيو اخته شو بايد مخه يې ونيسو.

Related Articles

کمال خان څوک و؟

  لیکنه ـ ریاض مقامزی په دې وروستيو کې د کمال خان بند جوړېدو د ګڼو افغانانو په څېرو کې د خوښۍ مسکا راوسته. ددې بند په جوړېدو سره به نیمروز ولایت په اقتصادي او ټولنيز لحاظ لاپرمختګ وکړي. همدارنګه ګڼې دښتې به یې ښېرازې او تیارې خونې به یې رڼا شي. خو ددې لیکنې بحث دا دی، چې کمال خان څوک و؟ تاسو به د لیکنې تر پایه پوه شئ او ددې پوښتنې ځواب به ومومئ....

د آیفون دیارلس ځانګړنې

لیکنه ـ ریاض مقامزی  آیفون هغه موبایلونو دي چې د اپل شرکت یې تولیدوي. د ښې کیمرې، قوي امنیتي سیسټم او نورو ځانګړنو له کبله یې نرخونه (قیمتونه) د نورو کمپنيو د موبایلونو په پرتله لوړ وي. مګر نړۍ ده، د هر څيز خپل مینه وال وي. هغوی چې له موبایلونو سره ځانګړې علاقه لري، تل دې ته منتظر وي، چې نوی ماډل موبایل بازار ته وړاندې او دوی یې ترلاسه کړي. د اپل...

هغه دروغ چې مور او پلار یې باید اولاد ته ونه وایي

  لیکنه: شکېبا نادري هغه دروغ چې مور او پلار یې باید خپل اولاد ته ونه وایي   هر مور او پلار هڅه کوي چې اولادونو ته یې سالمه روزنه ورکړي، د مشرانو پر وړاندې درناوي ور زده کړي، له دروغ ویلو یې منع کړي، د تعلیم لپاره یې تشویق کړي، خو ځینې وخت مور او پلار د دې لپاره چې اولادونه یې کومه غلطه کړنه ترسره نه کړي، دوی ورته دروغ وایي، دا ښکاره خبره ده چې...

Recommended Articles

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...