To start downloading books

Please sign in or create an account.

د نړېوال جام مخکښ توپوهونکي څوک دي؟

د نړېوال جام مخکښ توپوهونکي څوک دي؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

د "۲۰۲۱ز" کال د کریکټ د شل اوریزو لوبو نړېوال جام بېګاه شپه پای ته ورسېد. ددې لوبلړۍ په ورستي پړاو کې د افغانستان په ګډون د دولسو "۱۲" هيوادونو لوبډلو برخه اخیستې وه، چې په پایلوبه کې اسټرالیا او نیوزلینډ سره مخامخ شول. اسټرالیا وکولای شول په دې لوبه کې بریا خپله کړي او ددې کال اتلولي پخپل نوم ثبت کړي. خو په دې ټوله لوبلړۍ کې ځينو لوبغاړو وکولای شول تر نورو ډېرې منډې جوړې کړي، چې له ډلې یې د پنځو مخکښو لوبغاړو نومونه په دې ډول دي.

 

لومړی| بابر اعظم

د پاکستانۍ لوبډلې پیاوړي لوبغاړي "بابر اعظم" په دې ټورنمینټ کې تر ټولو ډېرې منډې جوړې کړې. بابر اعظم وکولای شول په شپږو لوبو کې "۳۰۳" منډې ترلاسه کړي او په دې توګه یې د ډېرو منډو جوړونکو لوبغاړو په نوملړ کې لومړی ځای خپل کړ. د منډو په دې ټولګه کې ۴ نیمه سلیزې هم موجودې دي او په یوه لوبه کې یې لوړې منډې "۷۰" دي.

 

دویم| ډيویډ وارنر

د اسټرالیا د کریکټ ملي لوبډلې پیاوړی پیلیز لوبغاړی "ډيويډ وارنر" په دې نړېوال جام کې دویم لوبغاړی شو، چې تر نورو یې ډېرې منډې جوړې کړي دي. نوموړی په "۷" پاڼيو (انینګز) کې ولوبېد او "۲۸۹" منډې یې جوړې کړې. په یوه پاڼۍ کې یې لوړې منډې (Runs) نهه اتیا "۸۹" دي. همدارنګه په ټولو لوبو کې یې اوسط "۴۸" منډې کېږي.

 

درېيم| محمد رضوان 

ورپسې د پاکستانۍ لوبډلې بل بریدګر لوبغاړی "محمد رضوان" په دې نوملړ کې درېيم مقام لري. نوموړي په شپږو پاڼيو کې د "۴۶،۸۳" منډو په اوسط لوبې وکړې او ډېر ښه وځلېد. په دې نړېوال جام کې یې د ټولو منډو مجموعه "۲۸۱" ده.

 

څلورم| بټلر

په څلورم مقام کې بیا د انګلستان هېواد پیاوړی لوبغاړی "جوز بټلر" دی. بټلر وکولای شول د "۲۶۹" منډو په جوړولو سره د پیاوړو لوبغاړو په دې لیست کې څلورم ځای خپل کړي. البته دا منډې يې په شپږو انینګزونو کې ترسره کړي دي. د بټلر د منډو اوسط "۴۴،۸۳" کېږي.

 

پنځم| اسلانکا

د "۲۰۲۱ز" کال نړېوال جام د ډېرو منډو جوړونکو لوبغاړو په نوملړ کې پنځم نوم د سریلینکایي لوبغاړي "اسلانکا" دی. نوموړي د اته دېرش نیمو "38.5" منډو په اوسط سره لوبې کړي دي، چې د منډو مجموعه یې "۲۳۱" ته رسېږي.

Related Articles

د بادرنګو ګټې او زیانونه

ژباړه ـ ریاض مقامزی د اوړي په را نږدې کېدو سره د بادرنګو محصولات هم په ډېرېدو دي. خو آیا پوهېږئ چې بادرنګ کومې روغتيايي ګټې لري او زيانونه یې څه دي؟ د لیکنې تر پايه به ددې پوښتنو ځوابونه پيدا کړئ. روغتيايي ګټې بادرنګ د فیبر، املاح او ويټامين په ځانګړې توګه د سي. ويټامين یوه ښه منبع ده. د ورځې دوه بادرنګه د انسان د ویټامين سي اړتيا شپږ سلنه پوره...

حکایت:هوښیاره مرغۍ او ناپوه ښکاري

ژباړه: شکېبا نادري حکایت هوښیاره مرغۍ او ناپوه ښکاري   یوه ورځ یوه ښکاري یوه مرغۍ په دام کې واچوله او ویې نیوله، مرغۍ ورته وویل: "ای سړیه تا دې په ژوند کې ډېر ځله د غوا او وري غوښه خوړلې ده، خو موړ شوی پرې نه یې، نو زما پر لږه غوښه هم نه مړېږې، که زه دې خوشې کړم، تاته به درې نصیحتونه وکړم تر څو نېک مرغه شې، لومړی نصیحت ستا پر لاسونو کې درته کړم...

لنډه کیسه: د مینې وروستی مسېج

لنډه کیسه: د مینې وروستی مسېج   لیکواله: شکېبا نادري د لمر وړانګې د کلي پر خړو کورونو ولګېدې، هلک له مور خویندو سره یو ځای د کور سامان پر شا کړ او روان شو.  هلک به چې څومره له کلي لرې کېده، هومره به یې تر شا کتل او څو شېبې به یې د خپلې معشوقې د کور پر خړو دېوالونو سترګې خښې کړې.  هلک په ښار کې د خپل نوي کور په برنډه ناست و، سر یې ځوړند و او د...

Recommended Articles

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...