To start downloading books

Please sign in or create an account.

imranghani 3 years ago 1,922
خپله مېرمن څنګه خوشحاله کړو؟

خپله مېرمن څنګه خوشحاله کړو؟

لیکنه: شکېبا نادري، خپله مېرمن څنګه خوشحاله کړو؟

 

ګډ ژوند د دومره خوښیو تر څنګ ځينې ستونزې هم لري، که مېرمن او خاوند له یو بل سره همغږي ونه کړي او د یو بل پر ستونزو پوه نشي، نو په ګډ ژوند کې به له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ شي، خو که د یو بل پر خبرو پوه شي، د یو بل سره په کارونو کې مرسته وکړي او یو بل درک کړي، یو خوشحاله او ارامه ژوند به ولري.

موږ په نننۍ لیکنې کې تاسو ته په دې اړه معلومات درکوو، چې څنګه خپله مېرمن خوشحاله کړو، که تاسو هم د خپلې مېرمنې د خوشحالولو هڅه کوئ، خو نه پوهېږئ چې څنګه یې خوشحاله کړئ، زموږ دا لیکنه تر پایه ولولئ!

 

۱.له مور او پلار څخه یې مننه وکړئ!

که غواړئ چې خپله مېرمن خوشحاله کړئ، نو له مور او پلار څخه یې مننه وکړئ ورته ووایئ، چې زه هېڅ نه پوهېږم چې له تاسو څخه څنګه مننه وکړم، د دې لپاره چې داسې لور مو روزلې ده، چې زما په ژوند کې د یو مثبت بدلون لامل شوې ده، ستاسو دا کړنه د دې لامل کېږي چې مېرمن مو د خوښۍ احساس وکړي او تاسو سره یې مینه دوه برابره شي.

۲. ستاینه یې وکړئ!

د ښځو یوه ځانکړنه دا ده چې په ستاینه کولو ډېرې خوشالېږي، هغه خاوند چې تل د خپلې مېرمنې ستاینه کوي، په ګډ ژوند کې له یو ډول نیک مرغۍ او ارامۍ سره مخ دي، ځکه د ښځو د خوشحالولو تر ټولو اسانه لار همدا ده چې ستاینه یې وکړئ، خو پام مو وي چې بې ځایه ستاینه یې ونه وکړئ، د هغو کړنو او ځانکړنو ستاینه یې وکړئ چې لري یې، ځکه په ستاینه کې له حده تېرېدل هم ستونزه جوړولای شي.

۳. له مېرمنې څخه مو مننه وکړئ!

کله مو چې غوښتل مېرمن مو خوشحاله کړئ، تر ټولو غوره لاره یې دا ده، چې د هرې چارې په تر سره کولو سره له هغې څخه مننه وکړئ، ستاسو دا مننه به مو مېرمنې ته د دې احساس ورکړي چې تاسو د هغې له هرې کړنې څخه خوښ یاست او هره کړنه چې تر سره کوي، ستاسې خوښه ده.

۴. بښنه وغواړئ!

کله مو چې کومه تېروتنه ترسره کوله، هڅه وکړئ چې ژر مو له مېرمنې څخه بښنه وغواړئ، ځکه که له تېروتنې وروسته ژر بښنه ونه غواړئ مېرمن به مو له تاسو څخه نوره هم خپه شي او خوشحالول به یې نور هم ستونزمن شي.

۵.دا ورته وښیئ چې ور باندې باور لرئ!

د ښځو د خوشحالولو ښه لار دا ده چې هغوی ته دا احساس ورکړئ چې ورباندې باور لرئ، کله مو چې خپلې مېرمنې ته دا احساس ورکړ، بیا به هېڅکله هغه له تاسو خپه نه شي، نه به داسې کومه کړنه تر سره کړي، چې ستاسې باور مات کړي.

۶. ډالۍ ورکړئ!

د خپلې مېرمنې د خوشحالولو لپاره یوه لار دا هم ده، چې هغې ته ډالۍ ورکړئ، د ښځو ډالۍ اخیستل ډېر خوښېږي او د خوشحالۍ احساس کوي.

سربېره پر دې په سلګونو نور  داسې کړنې هم شته چې تاسو مو مېرمن پرې خوشحاله کړئ، خو تر ټولو اړینې کړنې چې تاسو مو مېرمن پرې خوشحاله کولای شئ، په یادې لیکنې کې ذکر شوې.

Related Articles

هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

په دې ليکنه کې به د انګلېسي ادب ځلانده ستوري توماس اليوت (T.S Eliot) په ويناوو کې د ژوند درسونه ولولئ.   “د ژوند تېرېدلو ماته دا رازده کړل: انسانان معمولا هغه څه له لاسه ورکوي، چې د هغوی له درلودلو ډاډمن وي.” آيا عجيبه نه ده، چې انسان پخپل ژوند کې هغه څه له لاسه ورکړي، د کومو له شتونه چې ډاډه وي؟ هو عجيبه ده! خو په دې کې موږ ته يو لوی درس هم پرو...

له خوب وړاندې دا ټکي په پام کې ونيسئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی خوب د انسان د فزیکي او ذهني ستړیا د له منځه وړلو بهترین درمل بلل کېږي. که څوک بشپړ خوب نه کوي او یا یې خوب نامنظم وي، نو حتما به له ذهني او رواني ګډوډيو سره مخ کېږي. موږ په دې لیکنه کې هغه اعمال درته معرفي کوو، چې له خوب مخکې یې باید ترسره کړئ/نه کړئ.  د ښه خوب لپاره کوم ټکي باید مراعت کړو؟ د ښه او داسې خوب کولو لپاره، چې کو...

په خرڅلاو کې د بریالیتوب (۱۹) لارې چارې

په خرڅلاو کې د بریالیتوب (۱۹) لارې چارې ١- د ساده کارونو په ترسره کولو هوښیار او چالاکه اوسئ ٢- بریالیتوب سفر دی، نه هدف. ٣- په خرڅلاو کې ځان د مشتري پرځای کړئ ۴- په هره سوداګرۍ کې انساني اړیکي له مسلکي جزیاتو څخه غوره دي. ۵- پرته له دې چې وګورئ مشتري له تاسې سره څه ډول چلند (ښه یا بد کوي، تاسې باید خپل انساني کرامت وړاندې کړئ، ډاډه اوسئ چې په...

Recommended Articles

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...

خېټه څنګه کوچنۍ کړو؟

د نارینه او نجونو لپاره تر ټولو بد مرض د خېټې د وازدو ډېرېدل او غټېدل دي چې نه یې یوازې ښکلا ته زیان رسوي، بلکې صحت ته یې هم ستونزې جوړوي. نن درته د خېټې د کوچني کولو داسې طریقې در ښیوو چې د ډېر ورزش ستړیا به هم نه ورسره ګالۍ او په تکلیف به هم ورسره نه شئ. د ورځې پیل د لیمو په جوسو وکړئ، نیم لیمو په یو ګیلاس اوبو کې زبېښل او څښل یې په حجراتو کې...