د حافظې د پیاوړتیا لارې چارې
2,236
Riaz Muqamzai - ریاض مقامزی
2021-12-14 02:38:20
لیکنه ـ ریاض مقامزی
په دې ورځو کې د خبرو، مسایلو او معلوماتو له یاده وتل یوه عامه ستونزه ګرځېدلې ده او ډېری خلک له دې ستونزې ځورېږي. همدارنګه ځينې نور خلک بیا شکایت کوي، چې له مطالعې وروسته نه پوهېږي چې څه یې ولوستل او په کتاب/مجله/لیکنه کې کومې خبرې وي.
موږ همدې ستونزو ته په کتو خپلو قدرمنو لوستونکو ته دا لیکنه چمتو کړې ده، ترڅو په دې برخه کې یې ستونزه حل او لا ډېر پوه شي.
حافظه نه کمزورې کېږي!!!
شاید تاسو هم د نورو ډېرو خلکو په څېر پر دې باور اوسئ، چې حافظه مو کمزورې شوې ده؛ خو یوه ډله د نظر خاوندان له دې موضوع مطلق انکار کوي. دوی وايي چې حافظه نه کمزورې کېږي، بلکې د عمر په تېرېدو سره د ستونزو، کاري بوختیاوو او نورو مسایلو له کبله د انسان فکري تمرکز له منځه ځي او دوی د یو کار کولو پر وخت فکر یوازې هماغه کار/مطالعې/درس او ... ته نه نیسي. په دې توګه دوی مسایل مغزو ته نه سپاري او فکر کوي، چې حافظه یې کمزورې شوې ده.
نو تاسو اوس خپل ځان ته فکر وکړئ، چې آیا ستاسو په ژوند کې ستونرې، ننګونې، نامعلوم برخلیک او نور مسایل ددې سبب شوي، چې فکري تمرکز مو ګډوډي شي؟
که ځواب مو "هو!" وي، نو د حافظې له کمزورتیا شکایت مه کوئ یوازې د مطالعې/کار/درس په وخت کې خپل فکر یوازې همدې یو فعالیت ته واړوئ او و به وینئ چې څومره عالي حافظه لرئ. مګر له دې سره ـ سره دا نظر هم حاکم دی، چې حافظه کمزورې کېږي؛ مګر لارې چارې شته چې ستاسو حافظه پیاوړې وساتي، ترڅو موضوعات، مسایل او خبرې مو تر ډېره په ذهن کې پاتې شي.
لومړی| تمرکز سم کړئ!
روانپوهان تر هر څه وړاندې همدا وړاندیز کوي، چې د کار/مطالعې/بحث په وخت کې خپل فکري تمرکز ته پام وکړئ. ددې معنا دا ده، چې هر کار کوئ، فکر مو یوازې په هماغه کار ولرئ. دا سمه ده، چې نامعلوم برخلیک، بد اقتصادي وضعیت او ګڼو نورو مشکلاتو به له موږ ذهني تمرکز اخیستی وي؛ خو په دې معنا نه ده، چې موږ او تاسو دې ورته ۲۴ ساعته اندېښمن اوسو.
که کار/بحث او یا مطالعه کوئ، خپلې نورې ستونزې هېرې کړئ او فکر مو یوازې پر همدې یوه کار متمرکز کړئ. ډېرې ښې پایلې به ووینئ او حافظه به مو هم پیاوړې شي.
دویم| نوی مهارت زده کړئ!
د حافظې د پیاوړتیا لپاره بله لارښوونه دا کېږي، چې باید یو نوی مهارت زده کړئ. ددې معنا دا ده، چې تاسو باید هڅه وکړئ د یو نوي کار او فعالیت د زدکړې لپاره ملا وتړئ. مثلا انځور اخیستل، رسامي، خطاطي او ... مهارتونه زده کړئ. د نویو مهارتونو زدکړه ستاسو د حافطې په پیاوړتيا کې خورا ډېره مرسته کوي؛ نو هڅه وکړئ له خپل ذهن څخه کار واخلئ او یو نوی مهارت زده کړئ. د وخت په تېرېدو به ووینئ، چې حافظه مو څومره پیاوړې شوې ده.
درېيم| بادام وخورئ!
دا منو چې په دې بد اقتصادي وضعیت کې به د بادامو اخیستل غیر مناسبه خبره وي؛ خو زموږ موخه دا نه ده، چې تاسو دې خورا ډېر بادام وخورئ. په دوامداره توګه د ورځې دوه ـ درې دانې بادام خوړل هم یوه ښه پایله لرلای شي. هغه پیسې چې پر نورو غیر صحي/غیر ضروري خوړو ورکوئ، بادام پرې را و نیسئ او هر سهار يې لږه اندازه خورئ. د وخت په تېرېدو سره به یې اغېز پخپله درک کړئ.
څلورم| ورزش وکړئ!
له دې ټولو سره ـ سره ورزش هم د حافظې په پیاوړتیا کې بې اغېزې نه دی. که غواړئ، ښه حافظه ولرئ، زده کړي مسایل او خبرې مو هېرې نه شي؛ نو حتما ورزش کوئ. روغتياپالان د ورزش د نورو ډېرو ترڅنګ یو هم د حافظې پیاوړتیا یادوي. که تاسو هم غواړئ د قوي حافظې خاوند شئ نو له ورزش څخه مه تېرېږئ. مهمه نده، چې تاسو دې په یو کلب یا بل لوکس ځای کې ورزش وکړئ. پخپله حویلۍ، کوڅه او سړک کې منډې او قدم وهل هم ستاسو په ورزش کې حسابېږي؛ خو په دې شرط چې هره ورځ یې ترسره کړئ.
پنځم| پوره او منظم خوب وکړئ!
ترسره شوو څېړنو ښودلې ده، چې اکثریت هغو کسانو چې د حافظې له کمزورۍ یې شکایت درلود پوره او منظم خوب نه کاوه. که تاسو هم غواړئ د حافظې له کمزورۍ سره مخ نه شئ او یا مو حافظه پیاوړې شي؛ نو ډېره بې خوبي مه کوئ او تل هڅه وکړئ، چې بشپړ/منظم خوب ولرئ.
شپږم| تفکر وکړئ!
د یوې بلې لارښوونې په توګه ویلای شو، چې د ورځې یو ساعت تفکر ته بېل کړئ. د خدای په خلقت او نوره مثبته نړۍ کې اوسئ. وګورئ خدای څومره عالي مخلوقات پنځولي دي. همدارنګه ځان په هغه موقف او ځای کې تصور کړئ، چې غواړئ واقعا هم هملته اوسئ. د خپلو هوډونو او لاسته راوړنو په اړه فکر وکړئ. دا کار په سیستماتيکه توګه ستاسو حافظې ته قوت او پیاوړتیا وربخښي. له دې ورهاخوا دا لاندې چارې هم د حافظې په پیاوړتیا کې موثرې ګڼل کېږي.
- لمر ته کښېناستل
- مطالعه
- د هګۍ خوړل