To start downloading books

Please sign in or create an account.

د ګویته لنډ ژوندلیک

د ګویته لنډ ژوندلیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

د نړۍ د مشهور څېرو په لړ کې به نن المانی لیکوال او فیلسوف ګويته وپېژنئ. نوموړي د ښه استعداد ترڅنګ جذابه څېره هم لرله. ویل کېږي، آن یو ځل ځینو کسانو د خپلو زړو عقیدو پر اساس پرې د خدایګوټي ګومان کړی و. په هر حال؛ په دې لیکنه کې به د نوموړي پر ژوند، فن، ویناوو او شعر پوه شئ.  

پېژندنه

د المان ددې پیاوړي فلسفي شاعر، لیکوال، څېړونکي او انځورګر بشپړ نوم "Johann Wolfgang von Goethe" دی؛ خو اکثریت خلک یې د ګويته/ګويټه په نوم پېژني. دی د "۱۷۴۹ز" کال د اګسټ پر اته ویشتمه نېټه د آلمان (جرمني) په فرانکفورت ښار کې زېږېدلی دی. د نوموړي کورنۍ په طبقاتي لحاظ اشرافه وه او پلار یې په شاهي دربار کې وظیفه ترسره کوله.

دا چې د ګويټه کورنۍ شتمنه وه؛ نو د ښوونځي له دورې وروسته یې د حقوقو زدکړه پیل کړه. په دې وخت کې یې عمر شپاړلس کاله و. د زده کړو په جریان کې یې له فلسفې او ادبیاتو سره مینه پیدا شوه؛ خو د حقوقو زدکړه یې بشپړه کړه. له حقوقو سره ـ سره یې د معمارۍ او نقاشۍ په برخو کې هم کار وکړ. د ګويټه طبیعت داسې و، چې په یوه دنده کې به تنګېده؛ نو له همدې امله یې په سوداګرۍ، ښوونه روزنه، معمارۍ، انځورګرۍ، طب، سوداګرۍ او نورو بېلابېلو برخونو کې فعالیتونه وکړل؛ مګر په وروستیو کې وتوانېد چې ادبیاتو او انځورګرۍ ته وقف شي.

د نوموړي په اړه بله جالبه دا ده، چې په ډېرو ژبو پوهېده. پر الماني، لاتیني، انګلېسي، یوناني او فرانسوي ژبو برلاسی و. همدارنګه په قرآنکریم یې هم څېړنې کړي دي او د اسلام او حضرت محمد "ص" په اړه یې ښه نظر درلود.

د ځينو مشهورو آثارو نومونه یې عبارت دي له: شرقي دېوان، د مړو نڅا، فاوسټ، د یوې پاکې اروا اعتراف، د ايټالیا سفرنامه او ...

د نړۍ دا ستر لیکوال او شخصیت له ګڼو لاسته راوړنو وروسته په "۱۸۳۲ز" کال کې د "۸۳" کالو په عمر ومړ.  

ویناوې

  • خبرې کول اړتیا ده؛ خو غوږ نیول هنر دی.
  • خدایه! هنر څومره لوړ او ژوند څومره لنډ دی.
  • په ځوانۍ کې موږ مشکلاتو پسې ګرځو او په زړښت کې ستونزې موږ پسې ګرځي.  
  • د انسان لومړنۍ دنده هڅه ده.
  • د مینې په کار کې موږ ټول یو شان کم عقل یو.
  • هغه شی، چې ډېره رڼا لري، ژور سیوری هم لري.
  • خپل راتلونکي ته تصمیم ونیسه، هڅه ورته وکړه او هیله ورته لره؛ خو د راتلونکي لپاره ژوند مه کوه.
  • ما پخپل زېږېدو کې رول نه درلود او نه به یې په مرګ کې ولرم.
  • زما صلاحیت فقط په ژوند کې دی.  

د شعر یوه بېلګه

له څه پیدا شولو موږ؟

له مینې  

څه ډول رنګ بایلو؟

بې مینې  

څه شی مو په بره بیایي؟

مینه

مینه په څه پیدا کېږي؟

په مینه

زموږ د اوښکو سبب څه وي؟

مینه

په کوم چلند له انسانان یادېږو؟

په مینه

Related Articles

د لورکا لنډ ژوندليک

لیکنه ـ ریاض مقامزی که د هسپانوي ادبیاتو په اړه غږېږو؛ نو پرته له شکه به تر سروانتس وروسته دویم کس حتما "لورکا" زموږ ذهن ته راځي. نوموړی په یوه شتمنه کورنۍ کې لوی شوی او ښې زدکړې یې کړي دي. د نورو زده کړو ترڅنګ یې له شاعرۍ سره هم علاقه لرله او لوستله به یې، چې وروسته خپله هم د یو ښه شاعر په توګه څرګند شو. موږ په دې لیکنه کې د همدې په اړه غږېږو، چې...

د پیسو نړېوال صندوق

لیکنه ـ ریاض مقامزی پر کابل د تالبانو تر ولکې وروسته ګڼو سیمه ییزو او نړېوالو ادارو په افغانستان کې خپل فعالیتونه په موقت او یا دایمي ډول ودرول. په دې لړ کې د پیسو نړېوال صندوق هم پرون اعلان وکړ، چې له افغانستان سره خپلې مرستې ځنډوي. په دې معنا چې د لنډې مودې لپاره به خپل فعالیتونه دروي او وروسته د تالبانو اعمالو ته په کتو به د خپلو فعالیتونو د دو...

غرنېو خلکو د ځواکمنۍ راز

( موضوع سره تړلې زما د ژوند ېوه تجربه )ډېر کلونه وړاندې مې بلاخره د ماشومتوب د دوران ېو ارمان پوره شو او وتوانېدم چې د سپين غر څوکې ته پورته شم .کيسه داسې وه چې ېوه ډله کابلي (!) شينواري چې زه هم دې ډله کې وم تر ډېرو کلونو وروسته خپلې ولسوالۍ ( هسکې مېنې) او کلي ته د چکر لپاره ولاړو . تر څو ورځو تېرولو وروسته مو پرېکړه وکړه چې سپين غره ته وخيژو ، ځ...

Recommended Articles

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثير له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي. د انسان په بدن...

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

له وخت څخه مخکي مو ويښتان ولي سپينږي درملنه يې څه ده؟

په تيرو وختونو کې به سيپن ويښتان د زړښت نښه بلل کيده خو اوس داسي نه ده بلکي د ډيرو پيغلو او ځوانانو ويښتان سپين دي. که تاسو هم له دې ستونزي څخه ځورپږي يعني د سر ويښتان مو مخکي له وخت څخه سيين شوي نو حتمن مو په بدن کې ځيني پيچلي بيلوژيکي ستونزي شته ، بايد درملنه يې وکړئ. اوس ډير وخت ليدل کيږي چې آن ۱۶ کلن تنکي ځوانانو هم د ويښتانو د سپيندو په لور ر...