To start downloading books

Please sign in or create an account.

کشران مو داسې وروزئ!

کشران مو داسې وروزئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

دا د افغاني او پښتني کورنيو دود دی، چې کشران د مشرانو لخوا تربیه کېږي او دوی ته د ژوند، اړیکو، خبرو او نورو مواردو په هکله پوهاوی ورکول کېږي؛ مګر له بده مرغه په اکثرو کورنیو د کورنۍ هر مشر غواړي چې کشران یې د هغه په څېر شي او یا کله ناکله غلطه تربیه هم ورکول کېږي. همدارنګه ځینې وختونه مشران د کشرانو تحقیر/سپکاوی خپل حق بولي او پدې توګه د هغوی پر جرأت، وړتیا او زړورتیا خاورې اړوي. موږ همدې ستونزو ته په کتو دا لیکنه چمتو کړې ده، ترڅو تاسو یې په عملي کولو سره د خپلو کشرانو يو ښه راتلونکی تضمین کړئ. هیله ده، چې دا لارښوونې هم پخپله عملي کړئ او هم یې له نورو ملګرو سره شریکې کړئ.  

لومړی| غیر مستقیم یې ور زده کړئ!

کشر/ماشوم ته راسا مه وایئ، چې "غلا مه کوه!". ارواپوهنه وايي چې ماشوم/کشر د تجسس تېزه قوه لري او هڅه کوي هر څه تجربه کړي. که تاسو کشر ته مستقیمې خبرې وکړئ هغه غواړي تجربه یې کړي او له هغه څه چې تاسو یې منع کوئ حتما یې ترسره کوي. ددې پر ځای غوره دا ده، چې د یوه غله کیسه ورته وکړئ. داسې کیسه چې غل پکې خپله جزا ويني. پدې توګه ماشوم ډېره ښه زده کړه کوي او هېڅکله به غلا و نه کړي. همداسې که د هر څه ور زده کول غواړئ په هماغه برخه کې یوه کیسه یا ژوندي مثالونه ورته پیدا کړئ. دا د روزنې بهترینه لاره ده.  

دویم| د ماشوم/کشر له خوا څخه لرې شئ!

په ځينو شرایطو کې باید هڅه وکړئ، چې د ماشوم له خوا څخه لرې شئ. که په کورنۍ کې د اقتصادي ستونزو په اړه غږېږئ او یا هم پخپلو کې داسې جدي مسایل بحث کوئ، چې د ماشوم له سویې ډېر لوړ وي نو لرې کېږئ. که جنګ کوئ او یا له ستونزو سره ټکوئ، نو د ماشومانو په مخ کې یې مه کوئ. داسې چارې چې ماشوم ځوروي د هغوی د فکري ګډوډۍ او نورو رواني ستونزو سبب کېدای شي.  

درېيم| د ماشومانو د فکري ګډوډۍ مخه ونیسئ!

تاسو به هم لیدلي وي، چې په ځينو کورنیو کې هر مشر غواړي چې ماشومان/کشران د هغه په خوښه تربیه شي، په داسې حال کې چې ارواپوهنه دا کار ډېر ناسم بولي. د څېړنو پر اساس داسې کشران/ماشومان له فکري ګډوډۍ سره مخ کېږي او وړتیاوې یې کمزورې کېږي. انسانی مزاجونه فرق کوي. ځینې خلک تندخویه او ځينې نور بیا آرام او منطقي وي؛ خو یو انسان دا دوه خویونه همهاله نه شي لرلای. نو څنګه به یو ماشوم وکولای شي دوه متضاد خویونه ومني او یا یې زده کړي؟ د لومړنۍ توصیې په توګه به ووایو، چې د کورنۍ د کشرانو د تربیې واک یوه کس ته ورکړئ. که تاسو هم خپل نظر شریکول غواړئ نو له هماغه کس سره یې شریک کړئ او هغه به یې ماشوم ته ور وښيي.  

څلورم| خولې یې مه بندوئ!

داسې ډېری کورنۍ پېژنو، چې له خپلو کشرانو څخه یې د خبرو کولو صلاحیت اخیستی وي. په کورنيو کې کشرانو ته د مه غږېږه!، چپ شه!، وړوکی شی یې، قد ته دې وګوره! او دې ورته نور الفاظ کارول کېږي او پدې توګه د هغوی د تفکر او جرأت وړتیاوې ځپل کېږي. د کشرانو خولې مه بندوئ! پرېږدئ چې هره خبره، نظریه او فکر په پوره جرأت بیان کړای شي. له دې ټولو لارښوونو سره ـ سره دا ټکي هم په پام کې ونیسئ.

  • ماشوم مه وهئ، بلکې په مینه او خبرو یې پوه کړئ.
  • داسې فضا برابره کړئ، چې کشر/ماشوم هره خبره وکولای شي او هېڅ ډول خبره له تاسو پټه نه کړي.
  • ماشومانو ته دروغ مه وایئ. که څه مو له وسې پوره نه وي مستقیما یې ووایئ.
  • له کشرانو/ماشومانو سره د دروغو وعدې مکوئ او مه هم ورسره چل کوئ.
  • د ماشوم ماغزه د سپينې پاڼې په څېر دی، هر څه چې لیکئ پکې لیکل کېږي نو ښې خبرې، صداقت، جرأت او له نورو سره همکاري ور وښيئ. 
Related Articles

په ډپرېشن کې له ځان سره مرسته

په ډپرېشن کې له ځان سره مرسته (Self Help in Depression):که چېرې دوه اونۍ او ياله دې څخه ډېروخت لپاره ځان خپه،نااميده،بې مينې اوبې له کوم معلوم لامل څخه بې خوبه،ډېر ستړى اوبې انرژۍ احساسوي بايد په رواني ناروغيو کې ماهر ډاکټرته ورشٸ.بې له دې چې داپه پام کې ونيسٸ،چې کوم ډول ډپرېشن لرٸ،لاندې اقدامات چې له ځان سره دمرستې(self help)په نامه هم يادېږي،ګټور...

د ښځو د ليک زده کړې شرعي حکم

زموږ د هيواد زياتې ټولنيزې او کلتوري ننګونې له بې خبرۍ او د شرعي حکمونو له ناسم پوهاوي څخه سرچينه اخلي. که څه هم د اسلام د مبارک دين په بنسټيزو نصوصو کې د زده کړې، لوستلو او ليکلو په اړه د نارينه او ښځينه تر منځ له توپیر پرته په عمومي توګه زيات ټينګار شوی، خو سره له دې هم د ښځو لپاره د علمي او فني زده کړو لزوم د خلکو په وړاندې روښانه ندی او د يو لړ...

قرآن ولې په عربۍ ژبه کې نازل شوی دی؟

قرآن ولې په عربۍ ژبه کې نازل شوی دی؟  جواب:  دا نو د الله تعالی خوښه وه چې قرآن کريم په عربي ژبه کې نازل کړي. بله دا چې د قرآن د نزول په زمانه کې عربي ژبه په ژونديو ژبو کې يوه وه، د حجاز  او خواو شا سيمو د خلکو ژبه وه. پر کوم شخصيت چې قرآن نازل شوی د هغه خپله ژبه همدا عربي وه، او دا د الله انتخاب او خوښه وه چې په دغه سيمه او دغه ژبه او پر دغه ش...

Recommended Articles

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...