لیکنه ـ ریاض مقامزی
حکايت دی، چې کله ترکاڼ (نجار) ماښام کورته راستون شو، نو یو مېلمه هم ورسره راغی. کله چې کور ته ننوتل، نجار د انګړ (حوېلۍ) په منځ کې د ونې ترڅنګ څو دقیقې ودرېد او بیا له مېلمه سره د مېلمنو کوټې (حجرې) ته ننوت. مېلمه ته ددې کار په اړه اندېښنه پیدا شوه او له کوربه یې د علت پوښتنه وکړه. هغه ځواب ورکړ: "دا زما د اندېښنو ونه ده. کله چې کور ته راځم، خپلې ټولې بهرنۍ ستونزې، ستړیاوې او اندېښنې له دې ونې سره ږدم. ترڅو له کورنۍ سره مې خوښ اوسم."
د حکايت درسونه
دا کوچنی حکايت له هغو لویو درسونو ډک دی، چې موږ او تاسو یې باید زده کړو. ځينې عمده درسونه یې پدې ډول دي:
• هدف دا ندی، چې تاسو دې رښتيا هم په کور کې ونه ولرئ او د نجار په څېر عملا دا کار وکړئ. اصلي هدف دا دی، چې د بهر ستونزې مو بهر پرېږدئ ترڅو په کور کې څو شېبې خوشحاله تېرې کړئ.
• تاسو به هم لیدلې وي، چې اکثره خلک د بهر د ستړیا زور په کور کې له نورو باسي. دا ډېر نامناسب او غیر معقول کار دی.
• که تاسو ټوله ورځ له کوره بهر ستړیا ګالئ د کور مېرمنې هم په کور دننه بنديوانې وي او ټوله ورځ ستاسو کور سمبالوي. نو په یاد ولرئ، چې یوه ذره برتري (غوره والی) پرې نه لرئ.
• د بهر ستړیاوې، ستونزې او اندېښنې باید هېڅکله ستاسو د کور سکون او خوښي ګډه وډه نه کړي.
• کله چې کور ته راځئ، په ورین تندي د کورنۍ له نورو غړو سره مخ شئ، ترڅو هغوی هم خوښي احساس کړي.
• که تاسو د بهر د ستړیا له امله تریخ خوی لرئ، په حقیقت کې تاسو ظلم کوئ او بېګناه خلکو ته د داسې څه له کبله سزا ورکوئ، چې هغوی پکې هېڅ دخيل ندي.
• که د نجار په څېر تاسو هم په کور کې ستونزې نه جوړوئ، نو په حقیقت کې همدا بهترینه تحفه ده، چې خپلې کورنۍ ته یې ډالۍ کوئ.