To start downloading books

Please sign in or create an account.

د بودا مجسمه

د بودا مجسمه

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

په دې وروستیو کې راپورونه ورکول کېږي، چې ت.البانو په باميانو کې د "بودا مجسمې" شاوخوا کيندنې پیل کړي دي. خو شاید تاسو ته پوښتنې پیدا شوې وي، چې دا مجسمه کله جوړه شوې؟ څومره لرغونې ده؟ او کوم تاريخي ارزښت لري؟ په دې لیکنه مو دا پوښتنې ځوابېدای شي.  

د بودا مجسمه

د بودايي مذهب د بنسټ ايښودونکي (بودا) مجسمې د اسیا لویې وچې په بېلابېلو برخو کې موندل شوي دي. دا پدې معنا ده، چې یو وخت دا آيين په آسیا کې خپل اوج ته رسېدلی و؛ خو په را وروسته زمانو کې نورو ادیانو یې ځای ونیوه. د افغانستان مرکزي زون پورې اړوند په بامیانو ولایت کې هم د بودا دوه مجسمې موجودې وي؛ خو له بده مرغه په "۲۰۰۱ز" کال کې د ت.البانو لخوا ویجاړې شوې. د یوې مجسمې لوړوالی "۳۶" او د بلې "۵۳" متره ښودل شوی. ددې مجسمو په اړه بېلابېل روایتونه موجود دي؛ مګر اکثریت لرغون پېژندونکي پر دې باور دي چې دا مجسمې د "۳۰۰" او "۴۰۰" میلادي کلونو ترمنځ جوړې شوې وې. کله چې افغانستان قوي مرکزي حکومت درلود او سوله پکې وه ګڼ شمېر سیلانیان به افغانستان ته راتلل او د نورو سیمو ترڅنګ به ددې لرغونو مجسمو لیدلو ته هم ورتلل؛ خو اوس د مجسمو یوازې قالبونه پاتې دي.  

ددې مجسمو ویجاړېدنه

د بامیانو دا مجسمې د تاريخ په اوږدو کې تل د ويجاړيو شاهدې وې. افغانستان ته د اسلام په راتګ سره هم ځينې برخې ويجاړې شوې وي؛ خو بیا یې هم خپل برم ساتلی و. په وروسته وختونو کې بارانونو هم تر یوه بريده تخریب رامنځته کاوه؛ خو په "۲۰۰۱ز" کال کې تالبانو د چاودېدونکو توکو په مرسته دا مجسمې په بشپړ ډول ورانې کړې. کله چې ت.البانو ددې مجسمو د ورانو تکل وکړ. ورته وویل شول چې بايد ویجاړ نه شي؛ خو ددې ډلې مشر م.م.عمر ټينګار وکړ چې دلته اسلامي نظام دی او ددې بوتانو ویجاړول حتمي دي. ورته وویل شول دلته خو د محمود غزنوي او احمدشاه ابدالي په څېر پیاوړو مسلمانانو هم واکمني کړې ده. هغوی ندي وران کړي تاسو یې هم مه روانوئ. خو هغه پخپل دریځ ټينګ ودرېد او مجسمې یې ويجاړې کړې. په دې توګه افغانستان یو لرغونی او مهم تاریخي اثر له لاسه ورکړ.

Related Articles

تحقیق -حسین رض ته علیه سلام استمعالول

الحمدللّه وحده والصلوة والسلام علي من لانبي بعده.محترمومسلمانانو! لکه څرنګه چى داهل سنت والجماعت پدې باندې پوره يقين اوايمان دى چى لکه څرنګه چى زمونږ پيغمبرمحمد صلی الله علیه وسلم دتولو پيغمبرانو  څخه بهتردى نوهمدارنګه داهل سنت والجماعت په دى باندې هم پوره يقين اوايمان دى چه زمونږ دپيغمبر صحابۀ کرام دنورو پيغمبرانو د صحابه ووڅخه بهتر دي، زمونږ د پ...

له زخم څخه د وینې بهېدلو د مخنيوي لارې چارې!

ژباړه ـ ریاض مقامزی   زموږ او ستاسې ژوند له بې شمېره پېښو ډک دی؛ ګڼ شمېر عوامل ددې سبب کېدای شي، چې د بدن کومه برخه مو زخمي او وینه بهېدنه پیل شي. که د وینې جریان ژر و نه درول شي، ډېر امکان شته چې زخمي کس خپل ژوند له لاسه ورکړی. همدې مسئلې ته په کتو ټول باید پر دې لارو چارو پوه شو، چې د وینې جریان پرې درولای شو. که له داسې حالاتو سره مخ کېږئ دا لا...

د وېټامین ډي د کمښت نښې، لاملونه او حل لارې

د ويټامن ډي د کمښت نښې، لاملونه او د حل لارې په ځینو حالاتو کې د ویټامن ډي د کمښت هیڅ نښې نه څرګندیږي خو په ځینو نورو کې له څو کالونو وروسته راڅرګندې شي، مګر د ویټامن ډي کمښت د ځینو روغتیایي ستونزو رامنځته کېدو له کبله کیږي، په ځانګړي ډول چې دغه ستونزه اوږدمهاله وي، نو له طبیعي کچې د ویټامن ډي کموالی ممکن له لاندې لاملونو څخه وي:   د هډوکو فریکچ...

Recommended Articles

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...