To start downloading books

Please sign in or create an account.

جومات او ميخانه (شرابخانه)

جومات او ميخانه (شرابخانه)

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

حکایت دی، چې په لمانځه کې د یوه کس موبایل وشرنګېد. سندره پرې ثبت وه. خلکو تهدید کړ او ویې رټه. هغه هم جومات ته تګ پرېښود. بله ورځ همدا کس میکدې (شرابخانې) ته لاړ. پیاله ترې ولوېده؛ ټوټه ـ ټوته شوه. مالک یې په خوږه لهجه وویل: "خیر دی. له سر نه دې ځار!" له هماغې ورځې وروسته یې دایمي پېرېدونکی شو.  

د حکایت درسونه

ځينې خلک فکر کوي، چې دا حکایت دیني ارزښتونو ته د یو ډول سپکاوي لپاره جوړ شوی؛ خو حقیقت برعکس دی. اصلا پدې حکایت کې موږ خپل دیني ارزښت ته متوجه کېږو. چې هغه نېک چلند او ښه اخلاق دي. که د رسول الله ﷺ سیرت مطالعه شي، د ترحم، ښه اخلاق او نېک چلند سلګونه/زرګونه بېلګې موندلای شو؛ ګڼې داسې واقعې شته، چې د رسول الله ﷺ او صحابه کرامو "رض" له نېک چلند څخه نور خلک متاثره شوي او مسلمانان شوي دي؛ نو پر دې اساس ددې نکل دقیقه معنا ستاسو په فکر کې لوی مثبت تغییر راوستلای شي. له دې حکايت ځينې نور عمومي درسونه پدې ډول دي.

  • د خپلو الفاظو ساتنه وکړئ او په ډېر فکر خبرې کوئ. ستاسو کوچنۍ خبره، پېغور، ښکنځل او نورې بدې خبرې د یو چا پوره ژوند تباه کولای شی. هېچا ته د ته نه پوهېږې، کم عقل یې، ته به ښه ورځ و نه ګورې، ډارن یې او ورته نور الفاظ مه کاروئ. کېدای شي هغه رښتيا هغسې نه وي؛ خو ستاسو دا خبره له هغه رښتيا هماغسې بد او ناکام انسان جوړ کړي.
  • د خپل چلند په فکر کې اوسئ. هېڅکله داسې چلند مه کوئ، چې له امله یې کوم کس د کمترۍ، کمزورۍ، بې وسۍ او تحقير احساس وکړي. پخپل ژوند کې ډېر نرم او نېک چلند کړئ.
  • دا ومنئ چې ستاسو خبرې او رفتار پر نورو اغېز لري. ځينې خلک فکر کوي، چې ددوی خبرې او رفتار د نورو پر ژوند اغېز نه لري؛ خو داسې نه ده. ستاسو سوړ چلند یو ملګری مو پر ملګرتیا بې باوره کولای شي، له ټوکو یو څوک کمزوری مخاطبول هغه رښتيا کمزوری کولای شي؛ نو دا ومنئ چې ستاسو خبرې او رفتار پر نورو اغېز لري. پر دې اساس خپل رفتار او خبرې مثبتې کړئ، ترڅو پر نورو مو اغېز هم مثبت وي.
  • ليکنه خپره کړئ، ترڅو نور خلک ترې هم برخمن شي. 
Related Articles

اصهاب کهف څوک وو؟

د اصحاب کهف (د سمڅې یا غار)  د یارانو په اړوند به مو ډیر څه لوستلي وي. په قرآن شریف کې ددوی په اړوند یوه سوره شته چې( سورةالکهف ) یې بولي . همداراز ددوی په اړوند ډیرې لیکنې، ویډیو ګانې او فلمونه هم جوړ شوي دي. په مسیحي دیني منابعو کې هم ددوی یادونه شوې ده. اصحاب عربي ویی(لغت)  دی، چې ملګرو او هم صحبتانو ته وایي او کهف هم سمڅې یا غار ته ویل کیږي. پ...

د بريالي زده کړيز سفر لارې چارې

د نړۍ پرمختللي هېوادونه د زده کړو ښه سیستم لري. زده کوونکي او زده کړيالان یې په شعوري توګه د ځان پوهولو لپاره زده کړې کوي. مګر برعکس په وروسته پاتې هېوادونو کې زده کړيز سیستم بېخي یا هم تر یوه بریده ناسم دی. موږ په دې لیکنه کې هڅه کړې، چې تاسو ته د ښو زده کړو لارې چارې وښيو.   ۱. مفاهم زده کړئ اکثره خلک ددې لپاره چې ښې نمرې واخلي، د مفهوم پر ځای ا...

د مارانو جزيره؛ په برازيل کې ممنوعه سيمه

په برازيل کې د مارانو حېرانونکې جزيره (وچه) په نړۍ کې يو له رازونو او خطرونو ډکه سيمه ده، چې د عادي کسانو ورتګ ورته منع دي. تر اوسه مو له رازونو د ډکو جزيرو په اړه ډېر څه اورېدلي دي، چې اکثره يې خيالي کيسې وې؛ مګر نن غواړو چې له يوې ځانګړې جزيرې سره آشنا شو. هغه جزيره، چې ماران پرې حکومت کوي، په دې وچه کې له مارانو ور هاخوا، ډېر لږ حېوانات، حشرات...

Recommended Articles

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...

کوم ډول خلک بايد کېله ونه خوري

که څه هم کېله ځيني ګڼې ګټي لري خو دغه ميوه ځينې عورايض او تاووانونه هم لري.چې په لاندي ډور ورته اشاره کوو. دغه خوږ ميوه د خپل ځانګړي خوند، او نرموالي له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. ګېله کوم ډول زيانونه لري. ۱: د وزن زياتوالی دـ ځينو نورو خوړو په څير کېله هم پريمانه کالوري لري چې د وزن د زياتوالي لامل کيږي په هره متوسطه کېله کې ۱۰۵ ګرامه کالو...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...