لیکنه ـ ریاض مقامزی  

د فرانسې او نړۍ ادبیاتو په مطالعه کې د اناتول فرانس نوم هم ډېر بارز دی. پدې لیکنه کې د نوموړي پر ژوند او فن لنډې خبرې شوي دي.  ژوندليک د فرانسې هېواد دا نوبل جایزه ګټونکی لیکوال او متفکر (اناتول فرانس ـ Anatole France) د "۱۸۴۴ز" کال د اپرېل په شپاړلسمه نېټه د فرانسې په پلازمینه (پاریس) کې وزېږېد. د نوموړي پلار یو لوی کتابپلورنځی درلود، چې دې کار د فرانس په فکر او ژوند ډېر تاثیر کړی وی. دا ځکه چې د خپلو رسمي زدکړو ترڅنګ به یې له کتابپلورنځي هم ډېر کتابونه کور ته وړل او لوستل یې. ویل کېږي چې همدې پراخې مطالعې په هغه کې د لیکوالۍ استعداد وغوړاوه. په کم عمر کې یې د ادبیاتو، فلسفې او نورو برخو کتابونه په دقیقه توګه مطالعه کړل او د یو ځوان روشنفکر په توګه وپېژندل شو. د خپل بېساري استعداد له امله د خپل هېواد د علومو اکاډمۍ غړیتوب هم ترلاسه کړ، چې دا ډېر لوی ویاړ بلل کېږي. نوموړي دومره عالي نثر لیکه، چې اکثریت یې د فرانسوي ژبې د نیر پاچا بولي. تر ټولو مشهور آثار یې ګناه او مینه، وړوکی بوډا، معاصر تاریخ، د اپیکور باغ، د سپينو تيږو پر مخ، د پرښتو سرکښي او ځينې نور دي. د یادونې وړ ده، چې ډېری آثار یې فلسفي، طنزيه او انتقادي بڼه لري. له ګڼو ادبي هڅو، لاسته راوړنو او بریاوو وروسته د ۱۹۲۴ز کال د اکتوبر په دولسمه نېټه د اتیا کالو په عمر ومړ.  

ویناوې

  • که موږ په هر څه پوه شو، ژوند یو ساعت هم نه شو زغملای.
  • علم له خطا څخه خلاص دی؛ خو عالمان همېشه په خطا کې وي.
  • له ژوند سره د جګړې تر ټولو ښه وسله خوښي ده.
  • که د انسان زړه ځوان وي، ټول موسمونه ورته پسرلي دي.
  • خطا یو انساني کار دی؛ خو تکرارول یې حيواني دی. 
  • اخلاق طبعا په احساساتو پورې اړه لري.  

د نوموړي دا لاندې لیکنه چې د "خطرناک" تر عنوان لاندې کښل شوې ده؛ استاد ګل پاچا الفت ژباړلې ده.

”مور ته هغه کسان خطرناک ښکاري چې روحيه يې زموږ له روحيې نه مخالفه وي. هغه څوک چې زموږ خويونه پکې نشته، موږ ورته بد اخلاقه وایو. څوک چې زموږ په اشتباهاتو مبتلا نه وي، موږ ته شکاک معلومېږي او دا فکر نه کوو، چې هغوی به په نورو شبهاتو مبتلا وي.“