ونې ته لیک
Faridon Delsoz Niazai / 1 year agoونې ته لیک د ګنګا سپېڅلي سیند تر څنګ ویدۀ وم چې د څانګو سُر او تال دي زما د زړه غوږونه وتخنول. د غږ سندریز وږم دي لکه د سهار مهربانه نسیم ورو ورو زما د ذهن په ډاګ راګ خپور کړ، د زړه له دهلیزونو مې آرکستر جوړ شو او هره ورځ پکې ستا د افسانوي حسن سمفوني غږېدۀ. یو ورځ دي دا سندره زمزمه کولۀ زما زړه دی یخ وهلی لکه څوکه د سپین غر ستا وجود دی داسې تو...