
حسن خاتمه ښه پایله
محمدبشیر مدنی
داښکاره خبره ده چی انسان د نورو مخلوقاتو په څنګ کی یو مخلوق دى جى الله جل جلاله ورته عقل ور کړی دی نو ددی لوی نعمت ) عقل ( په مقابل کی مکلف کرخول شوی دی . انسان مكلفول ددی تقاضاکوی چی دده دعمل اوکار به بدل کی باید دیته بدله وركړی شی چی داعقلی دلیل د مجازات هم دی چی شرعی نصوص پری گواه دی . دانسان تول ژوند په دنیا کی چی خومره پراوونه اره وی اوپری تیریږی ده ته په بدل کی یا نیکی اویاهم بدی لیکلی کیږی خو آخره مرحله اوپرا و دانسان دژوند خورا اهمیت لری ځکه چی دانسان خاتمه به هر عمل باندی چی وشی په هغی باندی ټول عمرورته قیاس کیږی. په کوم عمل باندی جی انسان له دنيا څخه سترګی پټی کړی په هماغه عمل باندی مشغول وی اوپه همغه سره له قبره پاڅیږی یو انسان که په دنیا کی نی خومره نیک کارونه ترسره کړی وی اوبیا په آخر عمر کی خراب شی اونیکو کارونو ته شا وکرخوی نو ددی انسان آخره خاتمه خرابه شوه، او که یو انسان په ټول ژوند کی ښه کارونه ترسره کړی نه وی اود ژوند په آخری پراو کی نیکیو ته مخ وګرځوی عمل او کارونه یی ټول دشریعت موافق تیرشی نوددی انسان پایله او خاتمه ښه بلل کیږی ځکه چی داعتبارور کار آخره خاتمه دانسان ده ددی کبله چی خاتمه دانسان په ژوندکی لومړی توب لری نو باید چی دبی پایلی دتقویت لاملونه پیدا کړو ترڅو وکولای شو چی دهغی په مرسته خپله پایله نیکه اوروښانه کړو، ددی ترڅنگ خنی عوامل نور هم شته دی چی دبی پایلی موانع بلل کیږی هغه هم باید وپیژنو ترڅو دهغوڅخه پرهيز او اجتناب وکړو ددی په اخر کی باید د پیغمبر صلی الله علیه وسلم دهغه مبارک حدیث په رڼاکی جی فرمائی : ( من لم يشكر النَّاسَ لَمْ يشكر الله (رواه الترمذي في كتاب البر والصلة . نوتر هرڅه مخکی د اسلامی زده کړو د قدرمن معین صاحب څخه مننه او قدردانی کوم چی دغه مبارکه پروسه ئی پیل کړه اوبیا د نظارت اوبرنامو دعمومی رئیس صاحب څخه مننه کوم چی ددی رسالی د بشپړیدو دمرا حلو د ترسره کیدو لاره نی را ته پرانیسته او هم داډول دخپل لارښود استاد ښاغلي ضياء الحق حيدرى څخه مننه کوم چی ددی رسالی ترپایه نی زما لارښوونه کړی او همدارنګه دټولو هغو دوستانوڅخه مننه کوم چی ددی رسالی به پشپریدو کی نی راسره مرسته کری الله جل جلاله دټولوته اجر عظيم وركرى .
Views: | 1K |
Downloads: | 415 |
Language: | پښتو |
Category: | Religious Books |
File Type: | |
File Size: | 1.8 MB |
This content was uploaded by our user in good faith, assuming they have permission to share this book. If you own the copyright and believe it is wrongfully on our website, please follow our simple DMCA procedure by clicking here to request removal.
Live as if you were to die tomorrow. Learn as if you were to live forever.
Every time you borrow money, you're robbing your future self.
A book is a dream that you hold in your hand.
Wealth is like sea-water; the more we drink, the thirstier we become; and the same is true of fame.
You can only become truly accomplished at something you love. Don’t make money your goal. Instead, pursue the things you love doing, and then do them so well that people can’t take their eyes off you.
Do not go where the path may lead, go instead where there is no path and leave a trail.
I’m a success today because I had a friend who believed in me and I didn’t have the heart to let him down.
The only important thing in a book is the meaning that it has for you.