To start downloading books

Please sign in or create an account.

په اختر کې دې ټکو ته پام وکړئ!

په اختر کې دې ټکو ته پام وکړئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

مسلمانان د یوه کال په جريان کې دوه د خوښۍ ځانګړې ورځې لري، چې کوچنی او لوی اختر یې بولو. مګر کله ناکله دا ورځې ځينو ته غمجنې تمامې شي. ددې کار علت دا وي، چې دوی خپلې روغتیا ته پام و نه کړي او د خوښۍ دا مهمې ورځې یې په سختیو بدلې شي. نو پدې لیکنه کې هڅه شوې چې تاسو ته ځينې مهمې لارښوونې ولرو، ترڅو صحت، صورت او ژوند مو سالم پاتې شي.  

لومړی| خوړو ته پام وکړئ!

له یوې میاشتې وروسته د خوړو په رژيم او وختونو کې ناڅاپي بدلون حتما یو څه اغېزه لري؛ نو د یو اګاه انسان په توګه باید د خوړو پر اندازې، وخت او ډول پوره پام وکړئ. موخه دا ده، چې ډېر، غیر صحي او بې وخته خواړه مه خورئ. پدې توګه به ستاسو هاضمي سیسټم له ستونزو سره مخ نه شي. د خوړو په برخه کې دا لارښوونې هم په نظر کې ونيسئ. 

  • خواږه او مېوې د اختر خوند څو چنده زیاتوي؛ خو هغوی چې وزن یې ډېر وي، د زړه ناروغۍ ولري او یا هم د شکر علایم لري باید له خوږو ځان وساتي. همدارنګه سالم وګړي هم باید د خوږو په خوړلو کې افراط و نه کړي.
  • خواږه په ماشومانو کې د اشتها د کمښت سبب کېږي؛ نو ماشومانو ته باید له ډوډۍ خوړلو دوه/درې ساعته وروسته لږه اندازه ورکړل شي. 
  • د مېوو او نورو خوړو تر خوړولو وړاندې یې پر پاکوالي ډاډه شئ او یو ځل یې حتما وینځئ. 
  • ډېر سره کړي شیان مه خورئ.
  • هڅه وکړئ د بدن اوبه مو پوره وي، ترڅو له ستونزو سره مخ نه شئ.  

دویم| د چکر پر مهال پام کوئ!

ځینې وګړي په ځانګړي توګه ځوانان په اختر کې بېلابېلو ځایونو ته په چکر ځي؛ خو کله ناکله دا چکرې په غمیزو هم اوړي. د یوه لوستي ځوان په توګه دا ټکي په پام کې ونيسئ.

  • له فاسدو ملګرو سره په چکر مه ځئ.
  • په لاره کې له ډېر سرعت څخه ځان وساتئ.
  • هغه شوخۍ او لوبې مه کوئ، چې ستاسو د ژوبلېدو سبب کېږي.
  • د سفر په جريان کې ټول انساني، اخلاقي، دیني او ټرافیکي اصول/نزاکتونه په پام کې ونيسئ.
  • کوښښ وکړئ بېځايه اصراف و نه کړئ او د پيسو په بې معنا مصرفولو سره خپلې راتلونکې ورځې مه بدرنګې کوئ.
Related Articles

مچ په سترګه کې الهي انجنيري

د مچ په سترګه کې الهي انجنيري!!مچ کولای شي چې هر طرف لیدل ترسره کړي، د مچ سترګې د مرکب جوړښت په واسطه کولای شي چې د انسانانو برعکس خپل محیط له ۳۶۰ درجې یعنې هر لوری وویني. الله تعالی فرمایي: هذا خلق الله فأروني ماذا خلق الذين من دونه بلِ الظّالِمونَ فِي ضلالٍ مبين ﴿۱۱﴾ سورة لقمانژباړه: دا خو د الله پيدايښت دى؛ نو راوښيئ ، چې بې له هغه دوی (باطلو م...

د مصر په اړه لا ډېر پوه شئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی مصر په افریقا کې یو له ګڼ نفوسو هېوادونو څخه شمېرل کېږي، چې لویديځ لوري ته له لیبا، جنوب ته له سوډان او له ختیځ لوري ته له فلسطین سره سرحد لري. ددې سیمې اوږد تاریخ ددې سبب شوی، چې ګڼ تاريخي آثار په کې وموندل شي. له تاریخي میراثونو یې ډېر مشهور او مهم ددې هېواد اهرامونه بلل کېږي، چې نړۍ ورته ګوته په غاښ ده. په ۱۷۹۸م کال کې ناپ...

هسپانیه (Spain) وپېژنئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی د نړۍ له سلګونو هېوادونو څخه یې موږ د ډېرو کمو له نومونو سره آشنا یو او یا به یې په اړه معلومات لرو. د لیکنو له دې لړۍ څخه موخه د نورو هېوادونو په اړه د خپلو لوستونکو د معلوماتو ډېرول دي. تاسو به په دې لیکنه کې د هسپانیې په اړه بشپړ معلومات ترلاسه کړئ.    پېژندنه ددې هېواد رسمي نامه "د هسپانيې پاچاهي" ده. سپين (هسپانيه) یو خ...

Recommended Articles

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

کوم ډول خلک بايد کېله ونه خوري

که څه هم کېله ځيني ګڼې ګټي لري خو دغه ميوه ځينې عورايض او تاووانونه هم لري.چې په لاندي ډور ورته اشاره کوو. دغه خوږ ميوه د خپل ځانګړي خوند، او نرموالي له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. ګېله کوم ډول زيانونه لري. ۱: د وزن زياتوالی دـ ځينو نورو خوړو په څير کېله هم پريمانه کالوري لري چې د وزن د زياتوالي لامل کيږي په هره متوسطه کېله کې ۱۰۵ ګرامه کالو...

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...