ارواپوهنه وايي 🌿

• له یو چا سره هېڅکله دومره ښه مه کوئ، چې هغه مو دا کار مسؤلیت او دنده وبولي.  

• هېڅکله یو څوک دویم ځلې مه بخښئ.

• خلک مو پر شتون مه مطمئن کوئ. د خپل ځان په برخه کې د مړښت احساس مه ورکوه.

• مه پرېږدئ چې پوه شي په بشپړ ډول د هغوی په لاس کې یئ. ځکه چې د انسان جوړښت او طبیعت داسې دی، چې وړیا (مفت) څيزونه ورته ارزښت نه لري او کله چې پوه شي یوه سیمه یې په بشپړ ډول ونیوله بیا د بلې سیمې پر لور درومي.

پدې اړه خپل نظر په کمینټ کې پرېږدئ! 

ژباړه ـ ریاض مقامزی