ونې ته لیک
د ګنګا سپېڅلي سیند تر څنګ ویدۀ وم چې د څانګو سُر او تال دي زما د زړه غوږونه وتخنول. د غږ سندریز وږم دي لکه د سهار مهربانه نسیم ورو ورو زما د ذهن په ډاګ راګ خپور کړ، د زړه له دهلیزونو مې آرکستر جوړ شو او هره ورځ پکې ستا د افسانوي حسن سمفوني غږېدۀ.
یو ورځ دي دا سندره زمزمه کولۀ
زما زړه دی یخ وهلی لکه څوکه د سپین غر
ستا وجود دی داسې تود لکه اور خونه د باختر
رښتیا هم زړه مې لکه د زردښت آتشکده له وېدي دورې تر اوسه ستا په انتظار بلېدۀ، تر څو یې په رڼا او حرارت نه یواځي تاته د اهریمن له شر څخه نجات درکړي ، بلکي ستا کنګل شوی زړه نرم او ګرم کړي، څانګي دي زرغونې شې او د ګاتا مقدسو هنرې او روحانې سردونو ته وناڅې.
ټوله لار مې ستا د ماورایي ښکلا په وصف کې لاهوتي سندرې زمزمه کولي او د هر بیت او مصرې ځواب مې بېرته د ترنم له الهې څخه اوریدۀ، زه دې وجد او کیف زه د سرنوشت په مسیر له ابدیت سره وصل کولم.
خو کله چې تاته راورسیدلم، له ځان نه ورک شوم
اوس نه پوهیږم څوک یم، څه کوم او چیرته یم ؟
ستا په وړاندي خپل درک راته بېګانه بریښي.
خبرې دي نا آشنا غوندي دي، کلمات دي یواځي په هنداره کې سمه مانا لري. څانګي دي نه ناڅي، خاښونه دي وچ دي او په مازي فشار ماتېږي ، تنه دي د استحکام نه بلکي د عدم انعطاف سرینده غږوي.
او زه مات او مبهوت ولاړم یم داچې
د بودا د تندیس په شان افراشته غرور دي ولي تاته اجازه نه درکوي د مینې خدای ته سجده وکړې؟
حیران یم ولي
زما د زړه په محراب کې غږیدونکي د وجد او سما سندرې چې زما د ستونې ناقوس یې د میکدې بنسټونه لړزوي نه توانېږي ستا وچ خاښونه لکه د قفقاز ښاپیرۍ څنګلې په حرکت راولې؟
هیښ پاتي یم ..
زما د زڔه په وینو بلیدونکی فانوس چې رڼا یی د آرام سمندر هاخوا ساحلونو کې د ښاپیریو محفلونه روښانه کولی شي ولي نه توانیږې ستا لالهانده اروا زما د زړه بندر ته هدایت کړې؟
اوس هم همداسې نه پوهېږم زه څوک یم ، چېرته یم، څه کوم ، مړ یم که ژوندی؟
او ته؟
ته څوک یې؟ څه کوې؟ مړه یې که ژوندۍ؟
که ژوندۍ یې بیا دي ولي شبَح زما دکابوسونو په تیاتر کې نندارې وړاندي کوي؟
او که مړه یې بیا دي ولي د ساګانو وږم او خوشبویي لکه د ختن په مشکو لړلې هوسۍ زما د شعامې له حس سره لوبي کوي؟
ویې پانګه
ارکستر: چیرته چې د موسیقي غږونکو ډله سندري غږوي (Orchestra)
سمفوني: د موسیقي اوږده ټوټه (Symphony)
باختر: لرغونی بلخ
اویستا: د زدښت کتاب
وېدي دور: هغه لرغونی دور چې پکې د هندو آریایانو مقدس سرودونه ویل شوي دي
زردښت : دلرغوني اریانا روحاني لارښود
ګاتا: د لرغونو اریایانو د سپیڅلو سرودونو ټولګه
اهریمن: پلیده روح، شیطان (demogorgon ,demon)
لاهوتي: آسماني، روحاني له اسرارو ډکي (Gnostic)
ماورایی: د ماورا عالم اړوند (Metaphysical)
کیف:مستي، خوښي (intoxication)
وجد: خلسه یا زیاته خوښي (Ecstasy)
ابدیت : جاویدانګي (Eternity)
اتشکده : اور خونه (Fire temple)
بیګانه : نا آشنا (Stranger)
استحکام : ټینګښت ، ثبات (Consistency)
عدم انعطاف: تغیر نه منونکی (Inflexibility)
سرینده : د موسیقي لرغوني آریايي اله
مبهوت : حیران ، محسور (Dumbstruck)
افراشته : لوړ دنګ
تندیس: مجسمه (Statue)
سما: روحاني نڅا
بحرالکاهیل : آرام سمندر
ناقوس: زنګوله (tintinnabulation , bell )
قفقاز: د منځني آسیا مشهور غرونه
ساحل: د سمندر غاړه (Beach)
فانوس: د ساحل څراغ چې بیړیو ته لار ښیي ( Lighthouse)
لالهانده : ستړې
شبَح : خپسکه، د مړو ارواه
کابوس : ویرونکی خوب (Nightmare)
تیاتر : د نندارو د وړاندی کولو ځای
مُشک : خوشبویه ماده (Musk)
ختن: د لرغوني چین مشهوره سیمه
شمامه : د بویولو حس
#نوټ دا لیک مې دری کاله وړاندي لیکلی وو
دا د شاوخوا دوه سوه لیکونو یو یې دی چې په تیرو کلونو کې مې لیکلي وو. خو یواځې څو یې نشر شوي باقي نیم له موبایل سره ورک شول نیم همداسي راسره پاته دي.