آیا پوهېدئ، چې د جنسي اړیکو ننداره رواني ناروغي ده؟

R
Riaz Muqamzai
Author
May 12, 2022
3 years ago
2,441 views
آیا پوهېدئ، چې د جنسي اړیکو ننداره رواني ناروغي ده؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی  

په ټولنيز ژوند کې زموږ اکثره کړه ـ وړه شاید عادي وبرېښي؛ مګر په علمي لحاظ کېدای شي رواني ناروغي وي. تاسو په دې لیکنه کې د همداسې یوې عجیبې رواني ناروغۍ په اړه لولئ!

د جنسي اړیکو ننداره

که څه ددې ناروغۍ له نوم څخه داسې معلومېږي، چې د نورو جنسي اړیکو لیدل به دا ناروغي وي. خو یوازې دا برخه نه ده. که یو څوک هڅه کوي، د یو بل تن د لوڅ لیدلو هڅه وکړي او له دې حالت څخه خوند اخلي، نو پر دې رواني ناروغۍ اخته بلل کېږي. که په ناڅاپي ډول داسې پېښ شي، چې یو څوک بل تن لوڅ وویني، یا یې د جنسي اړیکو پر مهال وویني نو شاید کومه رواني ستونزه نه وي؛ خو که د همداسې شرایطو جوړولو هڅه کوي، ناروغ بلل کېږي. پر دې ناروغۍ اخته کسانو کې جنسي میل په بل ډول وړه کړې وي. دوی له همدې تماشې خوند اخلي او ارضا کېږي. که داسې شرایط ورته مناسب نه شي نو له سخت رواني فشار سره مخ کېږي. 

لاملونه

که څه هم ددې رواني ستونزې دقیق لامل نه دی معلوم او څېړنې پرې روانې دي؛ خو بیا هم روغتياپالان پر دې باور دي، چې کېدای شي لاندې عوامل هم دخیل اوسي:

• جنسي غوښتنې نه پوره کېدل

• له جنسي اړیکو ناسم تعبیر درلودل

• په کوچنیوالي کې له جنسي ځورونې سره مخ کېدل 

درملنه

که تاسو داسې څوک پېژنئ چې دا ډول ستونزه لري؛ نو ډاډ ورکړئ او ویې هڅوئ چې روانپوه ته لاړ شي او یا یې خپله بوځئ. روانپوهان کولای شي، د ځينو تګلارو په ښودلو سره ستاسو ناروغ له دې حالت څخه وباسي. همدارنګه ددې ناروغۍ د درملنې لپاره یو بل انتخاب “الکتروشوک” هم شته. 

څه وکړو؟

که له داسې ناروغانو سره مخ یئ یا خپله پرې اخته يئ؛ نو تشویش مکوئ ځکه په تشویش سره شاید نورې رواني ستونزې هم پیدا کړئ. پرته له وېرې او شرم څخه ډاکټر ته مراجعه وکړئ او ډېر ژر به مو ستونزه حل شي.

Related Articles

Jun 14, 2021
6,165 views

د ښه ملګري ځانګړنې!

په ټولنیز ژوند کې انسان له خپلې کورنۍ او نږدې خپلوانو وروسته پر خپلو ملګرو ډاډه وي. په رښتيا هم "ملګري" زموږ او ستاسو په منفي او یا هم مثبت بدلون کې رغنده رول لوبوي. که ملګري مو ښه وي، تاسو هم مثبت بدلون کوئ او که بد وي نو بدې کړنې به زده کوئ. په دې...

Apr 16, 2021
1,481 views

بوستان بد شکل و بی حال مطبوعات کشور

بوستان بد شکل و بی حال مطبوعات کشور مصطفی عمرزی در طی تحول نه چندان ناگهانی، در پهلوی سایر تغییرات و نمایشات، عرصه ی رسانه های کشور، به ویژه بخش مطبوعات، چنان دچار تغییر و سوء شکل می شود که بی مانند بود. صد ها نشریه و مجله در سال های اول حکومت بعد...

Mar 18, 2021
1,454 views

قبیله تراشی

قبیله تراشی مصطفی عمرزی در هرج و مرجی که افغان ستیزان را در بر گرفته اند، رسانه های خارجی نیز شامل اند. چون قسم معمول، مربوط مریضان «ایران شهری» می شود، می توان رد مجوسان/ فارس های ایرانی را هم یافت که با ناقلین آسیای میانه در افغانستان، ماتم گرفته...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,403 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,065 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,806 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...