د ګیډې د درد لاملونه او درملنه

R
Riaz Muqamzai
Author
May 14, 2022
3 years ago
4,111 views
د ګیډې د درد لاملونه او درملنه

د ګیډې د درد لاملونه ډېر زیات دي، له باد نیولې تر جدي ناروغیو پورې لکه اپنډکس او د کرون ناروغي. تشخیص یې د درد له کچې او د درد له ځایه کیږي. د ګیډې درد د سینې او خاصره لګن ترمنځ رامنځته کیږي. د ګیډې درد ممکن د عضلاتو شاخک ته ورته درد وي، پڅ یا نا ښکاره درد وي، متناوب درد یا پر له پسې وقفې پېښېدونکی درد او یا تېره درد وي. د ګېډې درد ته انګریزۍ کې دوه اصطلاح ګانې (abdominal pain or stomachache) کاریږي. سیمه ایز درد د ګېډې په یوه برخه کې محدود وي. دا ډول درد هغه مهال پېښیږي کله چې د ګېډې په یوه ځانګړي غړي کې ستونزه وي. د سیمه ایز درد تر ټولو لوی لامل په معده کې ټپ وي. د عضلو شاخک ته ورته درد ممکن له نس ناستي (اسهال)، قبضیت او یا د ګېډې په باد له پړسېدنې سره تړاو ولري. په ښځو کې دا ډول درد ممکن له مودې وړاندې زېږون، د مثل تولید سیستم په غړو کې روغتیایي ستونزې او میاشتینۍ ناروغۍ سره تړاو ولري. دا ډول درد ښه کیږي او له لنډې وقفې وروسته بېرته پیدا کیږي او ممکن له درملنې پرته په خپله ښه شي. ویروسي، باکتریایي او پرازیتي عفونیت هم په ګیډه کې د درد لامل کیږي. 

د ګېدې د درد ډولونه

په ګېډه کې ټولو دردونه یو ډول نه وي. د بېلګې په توګه که چېرې د یو کس په ګېډه کې لنډمهاله درد وي ممکن درد یې تر یوې اوونۍ یا تر دې کم دوام وکړي. که چېرې درد اوږد مهاله وي نو تر درې میاشتو او یا تر دې زیات وي. د ډاکټر لپاره د ګېډې د درد لامل پیدا کول ستونزمنه چاره وي ځکه چې ګیډې کې زیات شمېر روغتیایي حالتونه د درد لامل کیږي. دوامداره درد هغه درد ته وایي چې د وخت له تېرېدو سره زیاتیږي او کله چې درد ادامه پیدا کړي نو نور علایم هم ورسره پیدا کیږي. دوامداره درد د جدي ستونزې ښودونه کوي. په مرۍ، وینه او کلمو کې عفونیت د دې لامل کیږي چې باکتریا د هاضمې سیستم ته داخلې شي. علایم یې ممکن درد، قبضیت، نس ناستی او داسې نور وي. 

په ګیډه کې د درد لاملونه

  • عفوني کېدنه
  • غیرې نورمال وده
  • پړسوب
  • بندیدنه یا انسداد
  • د کلمو بې نظمي 
  • قبضیت 
  • نس ناستی 
  • ګاسټرواینټرای ټېس یا هم د معدې انفلوېنزا –ږ
  • د معدې اسیدو ګرزول –ږ
  • کانګې
  • سټرس 
  • که چېرې ګیډه کې کوم غړی یا برخه ټپي شي
  • په پښتورګو کې تیږه 
  • په صفرا کڅوړه یا کیسه کې تیږه 
  • د پښتورګو عفوني کېدنه 
  • اپنډکس 
  • د کرون ناروغي 
  • د ادارارو عفوني کېدنه 
  • د کلمو بندیدنه یا انسداد
  • داسې اومیندواري چې له رحم بهر وي
  • د هګیو سیسټ
  • فایبرویډ 
  • اېنډو میټریو سېس
  • د خاصره لګن د پړسوب ناروغي 
  • د زړه حمله 
  • زیړی
  • سرطان
  • غټ شوی سپلین
  • هېرنیا   

له ډاکټر سره کوم وخت کې اړیکه نیول اړین دي؟

 کم او نرم درد ممکن له درملنې پرته خپله ښه شي د بېلګې په توګه که تاسې کې د ګېډې د درد لامل د باد له امله درد وي ممکن یوازې خپلې دورې پوره کولو ته اړتیا ولري او درد ښه شي. خو ځینې وخت کې مو درد تر ډاکټر پورې رسولی شي. که چېرې تاسې کې لاندې علایم او د ګېډې درد وي نو سملاسي له ډاکټر سره اړیکه کې شئ:

- په بولو کې وینه 

ـ زیاته تبه

- هېماتې میسېس یا په کانګو کې وینه  

- دوامداره زړه بدوالی یا کانګې  

- زیړ رنګ یا سترګو کې زېړوالی  

- د ګېډې بې کچې پړسوب

- په ساه اخیستنه کې ستونزه  

- له ۲۴ ساعتو زیات د ګېډې درد  

- اوږدمهاله قبضیت  

- د خالي ادرارو پر وخت د سوزي احساس  

- د ګېډې درد او بې اشتیایي  

- بې وجې د وزن کمېدل  

- اومیندواره ښځه او په ګېډه کې درد  

- هغه مور چې ماشوم ته تی ورکوي او ګېډه کې درد ولري   

د ګېډې د درد تشخیص  

تشخیص یې په لمړي کې ستاسې له خبرو کیږي، دوېم ګام کې ډاکټر فزیکي ازموینه کوي، درېم ګام کې ممکن ډاکټر د طب ازموینو سپارښتنه وکړي لکه الټراسونډ، د ادرارو یا بولو ازموینه، د وینې ازموینه.

ډاکټر ممکن له تاسې لاندې لس پوښتنې وکړي :  

- د ګېډې کوم ځای مو درد کوي ؟  

- درد مو په همدې یوه ځای کې دی او که د درد ځای بدلون پیدا کړی ؟  

- درد کم دی که ډېر ؟  

- درد دوامداره دی او که د څپو په څېر تګ راتګ کوي؟

- درد مو د ورځنيو چارو مخه نیسي ؟  

- څه مو کول چې درد پیل شو ؟

- د ورځې په کوم ځانګړي وخت کې درد زیاتیږي ؟

- ګېډه کې مو د بولو تګ راتګ او غږ کیږي ؟  

- په ګېده کې مو په وروستي ځل د بولو تګ او غږ کله شوی ؟

- په خالي ادرارو کې مو کوم بدلون احساس کړی ؟

- د خوړو په رژیم کې مو کوم لوی بدلون راوستی ؟

کومې نجونې چې بلوغ ته رسېدلې وي ممکن ډاکټر یې د وروستۍ جنسي اړیکې او وروستي ځل د میاشتینۍ ناروغي په اړه هم پوښتنې وکړي. دا ټول مالومات له ډاکټر د سمې طبي ازموینې سپارښتنه کې مرسته کوي. د بدن د غړو دلیدنې لپاره ایم ار ای سکن، ایکس رې او د الټراسونډ ازموینې کاریږي. یادې ازموینې پړسوب، تومور، پرې کېدنه یا ماتېدنه موندلی شي. له دې پرته ممکن ډاکټر کولونسکوپي ازموینه وکړي - په کولونسکوپي ازموینه کې ډاکټر په غټه کلمه کې بې نظمي او غیرعادیتوب ګوري، د کتنې لپاره مقعد کې داسې د قاتېدو وړ پیپ داخلوي چې سر کې ګروپ او کامره لري. ممکن د اینډوسکوپي ازموینه وکړي،په دې ډول ازموینه کې هم کامره او ګروپ لرونکی پایپ مرۍ او معده کې ستونزه لټوي. ممکن د اپر جي ای په نامه ځانګړې د ایکس انځور سپارښتنه وکړي، په دې ازموینه کې په ګېډه کې د ودې، ټپ، پړسوب، انسداد یا بلې بې نظمۍ کتنه کیږي. .د باکتریایي، ویروسي او پرازیتي عفونیت لپاره د بولو او د وینې د نمونې ازموینه کیږي. 

درملنه  

کوم پړسوب چې د ټپ له امله پیدا شوی وي ممکن په درملو یې درملنه وشي. خو که ځینې ستونزې لکه په پښتورګو کې تیږه تر دې ممکن زیات څه ته اړتیا ولري لکه لیتوریپسي ته یا هم صفرا کیسه کې پړسوب کوم چې عملیات ته اړتیا لري.

د ګېډې د درد مخنیوی 

  • سالم خواړه 
  • زیاتې اوبه څکل 
  • دوامداره سپورت 
  • په یوه وخت کې له ډېروخوړو ډډه کول  -
  • له خوړو پس سملاسي نه څملاستل ځکه چې د اسیدو ریفلکس پیدا کوي

ذکریا رحیمي

Related Articles

May 06, 2021
4,008 views

په علمي او تحقیقي مطالبو کې سرچینې او ماخذونه څنګه وکارو؟

په علمي او تحقیقي مطالبو کې سرچینې او ماخذونه څنګه وکارو؟په علمي او تحقیقي مطالبو کې په متن کې دننه او د کتاب او مطلب په اخره کې ماخذونه او سرچینې څو ډوله لیکل کیږي؛ خو درې ډولونه یې مشهور او معیاري بلل کیږي:۱.اې پي اې- American Psychology Associatio...

Sep 03, 2021
5,314 views

انفلاسیون څه ته وايي؟

لیکنه: سرفراز څرګند انفلاسیون په عامه اصطلاح د توکو او خدمتونو په نرخونو کې په عمومي کچه جګوالي ته وایي یا په بله معنا انفلاسیون په اقتصاد کې هغه حالت ته وایي چې پیسې خپل ارزښت له لاسه ورکړي او د توکو او خدمتونو په نرخونو کې لوړ والی راشي چې دغې حال...

Jun 19, 2023
1,407 views

د دارلامان اداري کمپلکی

د دارالامان اداري نغښتي (کمپلیکس)کابل ښار د راتلونکي له پاره د ستونزو حل یا ستونزې جوړول لنډيز:      کابل یو ډیر ښکلی ښار دی، د نړۍ یو له زرو پخوانیو ښارونو څخه شمېرل کېږي او ۳۵۰۰ کلن تاریخ لري. دغه ښار چې د خپلې ورو او محتاطې ودې له امله د لرغونو ا...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,411 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,067 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,812 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...