لیکنه ـ ریاض مقامزی  

یو حکایت دی وايي، چې استاد خپلو ټولو محصلینو ته یوه ـ یوه پوکاڼۍ او ستنې ورکړې. ویې ویل: "په یوه دقیقه کې به تاسو هڅه کوئ د بل کس پوکاڼۍ وچوئ او خپله روغه وساتئ. که د هر چا بالون/پوکاڼۍ روغه پاتې شوه هغه ګټونکی دی." وروسته له یوې دقیقې فقط د څلورو تنو بالونونه روغ وو او ګټونکي اعلان شول. په آخره کې استاد وویل: "همدا سیالي مې په بل ټولګي کې هم ترسره کړه. هلته ټول بریالي شول، ځکه چې ټولو خپلې پوکاڼۍ وساتلې او بل ته یې د ضرر رسولو اراده هم ونکړه."

که دقیق ځیر شو، دا حکایت راته خورا ډېرې خبرې لري او د ژوند ډېر لوی درسونه ترې اخیستلای شو.

• که د رقابت پر ځای رفاقت وکړو، ټول خلک به نېکمرغه شي.

• که نورو ته ضرر و نه رسوو، موږ ته یې هم څوک نه رارسوي.

• خپله بریا د بل په ناکامۍ کې مه لټوئ.

• د رقابت له سیالۍ څخه د دوستۍ، زړه سوی او مهربانۍ سیالي غوره ده.

• موږ کولای شو، له یو بل سره کومک وکړو، له یو بل سره و اوسو، یو بل نېکمرغه کړو او یو بل ته خندا/مسکا ډالۍ کړو.