#خوښي_د_غم_په_تيږه ښکلی لیکنه حتمن یی یو ځل ولولی!! د انسان د عصبي حجرو ترمنځ د سیروټونین (serotonin) په نامه یوه ماده افرازېږي چې یو نیوروټرانسمېټر دی. د دغې مایع ترشح انسان خوښ ساتي او موډ یې سم وي. که سیروټونین کم شي انسان په ژور خپگان یا ډیپریشن اخته کېږي. د رواني ناروغیو ډاکټران د ډیپریشن ناروغانو ته داسې درمل ورکوي، چې د هغوی په مغز کې بېرته د سیروټونین اندازه زیاته شي. د انسان بدن داسې جوړ شوی چې هر څه پکې په خپله اندازه او حساب دي.

مثلاً که سیروټونین کم شي انسان ته ډیپریشن پیدا کېږي خو که له حده زیات شي نو مانیا یا زیاته کاذبه خوشحالي او دروغجن ویاړ ته لاره جوړېږي. د انسان د بدن بل قانون دا دی چې که په بدن کې جوړېدونکې ماده له بېرونه واخلي او یا یې هم تولید له بېرون څخه په مصنوعي ډول تحریک شي، نو داخلي تولید یې درېږي. مثلاً په وجود کې خپل طبیعي مورفین شته چې انډورفین یې بولي، که موږ مورفین د زیات وخت لپاره له بېرونه واخلو، نو د داخلي انډورفینو تولید درېږي او انسان په مورفینو معتادېږي.

په اعتیاد کې انسان د کوم نشه کوونکي توکي پواسطه په خپل مغز کې دومره زیات سیروټونین تولیدوي چې انسان له حده ډېر خوشحال ساتي او چې د نشه کوونکي توکي اغېز ختمه شي، معتاد باید خامخا بل ځل دغه مواد واخلي. اعتیاد یعنې په مصنوعي طریقه د خوشحالوونکیو هورمونونو زیات تولیدول او تر یوه وخته کاذبه خوشحالي. البته تر نشې وروسته غم او درد واقعي وي. مخکې مو وویل چې په بدن کې داسې نظام حاکم دی چې هر څه په اندازه او د بدن له اړتیاوو سره سم تولیدېږي، مصرفېږي او له بدنه وځي.

تاسو فرض کړئ چې د انسان د نارمل او خوشحاله اوسېدو لپاره د ورځې ۲ ملي لیټره (دا اندازه د پوهېدو لپاره فرضي انتخاب شوې ده) سیروټونین ته اړتیا ده. دا ۲ ملي لیټره ممکن د یوه پالشي ماشوم په بدن کې د سلو افغانیو په گټلو پوره شي او ممکن د بیل گټس په بدن کې د څو میلیارده ډالرو په گټلو ترشح شي. انسان چې څومره محروم او له امکاناتو بې برخې وي، هماغومره یې د سیروټونین د ترشحېدو لپاره موخې او هدفونه واړه وي. وړې، وړې پېښې او واړه، واړه بریالیتوبونه دې ته پلمه جوړوي چې سیروټونین یې ترشح شي. خو انسان چې څومره له ناز و نعمت سره روږدی کېږي، هماغومره یې د سیروټونین ترشح سختېږي.

بالاخره په دونیا کې داسې بری، موخه، لذت او خوښي نه وي پاتې چې انسان تجربه کړې نه وي. خو د هغه د سیروټونین د جوړېدو لپاره کومه نوې تجربه پکار وي. د طبیعت د قوانینو له مخې خوشحالي په یوه اندازه ده. یعنې په ټولو نارمل انسانانو کې په مشخصه اندازه سیروټونین تولیدېږي خو دا مشخصه اندازه سیروټونین چاته په سل افغانۍ تمامېږي او چاته په څو میلیارده ډالره.

لکه څنگه چې لوږه او تنده د خوړو او اوبو د خوند په وړاندې زموږ د ذایقې حساسیت زیاتوي، همدا ډول محرومیتونه او مجبوریتونه هم د سیروټونین یا بالاخره د خوشحالۍ لپاره زموږ لارې خلاصوي. برعکس، هماغسې چې مړښت او سېرابي د خوړو او اوبو خوند کموي، ډېر ناز و نعمت هم د خوشحالۍ لارې سختوي. که یو وزیر خپل زوی ته نوی ماډل موټر اخلي او یو یتیم ماشوم د پالش په پیسو ځان ته زوړ سایکل رانیسي، نو تاسې داسې فکر مه کوئ چې د وزیر د زوی په قسمت به زیاته خوشحالي رسېدلې وي.

د سیروټونین هغه اندازه چې زوړ سایکل یې د یوه یتیم په مغز کې جوړوي، ښایي نوی ماډل موټر یې د وزیر د زوی په بدن کې جوړ نکړي. ځکه خو ښایي یتیم د وزیر تر زوی ډېره خوشحالي تجربه کړي. هغوی چې په رنگارنگ لذتونو مین دي او ژوند په زوره د سادگۍ او مینې له مداره باسي، صرف خپل ځان ته د خوشحالۍ لارې سختوي او په خپل مغز کې په زوره د سیروټونین سرچېنې وچوي. رحمان بابا رښتیا ویلي دي چې: خوښي هر چېرته د غم په اندازه وي د هغوی به څه خوښي وي چې بې غم دي؟ #احسان_درمل