د "زرو هندارو کور" کتاب په یوه حکایت کې لیکل شوي: پاچا د خپلې ماڼۍ په باغ کې قدم واهه. یو ځای یې د یوه چمن د څنډې له ډبرینې چوکۍ سره یو عسكر وليد. پاچا پوښتنه ورنه وکړه: دلته د څه لپاره پیره یې؟

عسکر ځواب ورکر: قربان دې شم صیب، د ګارد قوماندان راته ويلي دي، چې دلته و درېږم. پاچا قوماندان را وغوښت او پوښتنه یې ورنه وکړه، چې دغه سړی دې دلته ولې درولی دی. د قوماندان ځواب دا و، چې مخکيني قوماندان د ماڼۍ د پېرې د ځايونو نقشه ورسپارلې وه او له نقشي سره سم دلته هم یو پیره دار پکار دی.  د پاچا مور چې په دې کيسه خبره شوه، زوی ته يې وويل: ته چې درې کلن وې. يوه ورځ دې د همدې ډبرينې چوکۍ په خوا کې لوبې کولې او په هغه ورځ دا چوکۍ تازه رنگ شوې وه. پلار دې حکم وکړ، چې يو عسکر دې دلته ودرېږي چې تا له چوکۍ ليرې وساتي، چې جامې دې چټلې نه شي. په هغه وخت اوس يو څلوېښت کاله تېرېږي؛ خو د ډبرینې چوکۍ څنګ ته لا تر تنه پورې یو عسکر پېره وي. پاچا چې د ډبرينې چوکۍ په خوا کې د پېرې په اصلي علت پوه شو، مور ته یې وویل: موږ هره ورځ ډېر کارونه کوو؛ خو په دې نه يو پوه چې ولې يې کوو. د یوه عمل ضرورت ختم وي؛ مگر مونږ په ضرروت پسې نه بلکې په عادت پسې ځو.

مهم درس

ددې حکایت تر ټولو مهم پیغام دا دی، چې موږ باید د هرې کړنې ترسره کولو لپاره منطقي دلایل وپوښتو یا پیدا کړو. که تاسو لمونځ کوئ، هم باید ځان قانع کړئ، چې لمونځ ولې کوئ، تر شا یې کومه فلسفه پرته ده او کومې ګټې لري. یعنې حتی لمونځ هېڅکله ددې لپاره مه کوئ، چې نور ټول خلک یې هم کوي. که داسې وکړئ دا یو عادت بللی شو، نه عبادت! 

همدارنګه که له یو چا سره کوئ په پورته شکل ځان قانع کړئ. وروسته له دقت او ځان پوهونې خپل کار تر سره کړئ. که داسې و نه کړئ، شاید غیر ضروري او یا هم داسې کار وکړئ چې هېڅ ګټه و نه لري.