ترکیه لا ډېره وپېژنئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
Jun 17, 2021
4 years ago
3,280 views
ترکیه لا ډېره وپېژنئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی

د نړۍ ځينو هېوادونو په ورستيو لسیزو کې بې ساری پرمختګ کړی دی. یو له دغو هېوادونو څخه ترکیه ده. تاسو به د لیکنې تر پایه د ترکیې هېواد په اړه هر اړخیز معلومات ترلاسه کړئ.

 

ترکیه

ترکیه هغه هېواد دی، چې په لږه برخه یې په اروپا او ډېره برخه یې په آسیا کې موقعیت لري. باید ووایو، چې دترکیه ډېره کمه برخه په بالکان* (*د اروپا په جنوب شرق کې یوه سیمه ده.) پرته ده. ددې هېواد پرمختګ، طبیعي ښکلاوې او اقلیم ددې سبب شوی، چې هر کال سلګونه زره سیلانیان یې لیدلو ته ورشي.

دا هېواد ختيځ خوا ته له ایران، نخجوان، ارمنستان او ګرجستان سره، جنوبی شرق خواته له عراق او سوریه او په شمال غربی کې له له بلغاریې او یونان سره سرحد لري. 

همدارنګه شمال لوري ته یې تور سمندر، غرب خواته یې دوه کوچني سیندونه (اژه او مرمره)، او جنوب غرب ته یې میدترانې سمندر پروت دی. 

د ترکیې پراخوالی "۷۸۵۳۴۷" کیلومتر مربع دی. دا سيمه ډېره ښکلې او غرنۍ ده. نسبتا ډېر ورښت لري. تقریبا د مستطیل شکل لري. د ډېر مهم موقعیت له کبله د نړۍ ډېری هېوادونو ورسره د ښو اړیکو لرلو، هيله لري. 

په ټوله کې د اقلیم په اړه ویلای شو، چې آب و هوا یې معتدله ده. خو ځينې سیمې یې بیا ډېرې سړې وي. همدارنګه واورین ژمی هم لري. د ډېرو ورښتونو له کبله یې اکثره سیمې ښيرازه او شنې دي.

د نفوسو شمېر یې د "۸۲" میلیونو په شاوخوا کې اټکل شوی دی. د مسلمانانو له جملې یې له ۷۵ څخه تر ۸۵ سلنه سني او له ۱۵ تر ۲۵ سلنه شیعه دي.

نژادي ترکیب یې هم رنګارنګي لري. په دې هېواد کې له اویا تر پنځه اویا سلنه ترکان، ۱۸ سلنه کردان او ۷- ۱۲ سلنه ځينې نور کوچني نژادونه مېشت دي. رسمي ژبه یې ترکي ده. البته معیاري لهجه یې د استانبول ترکي ده. باید یادونه وکړم، چې ددې ژبې لومړنی رسم الخط عربي و. مګر د عثماني امپراتورۍ تر ختمېدو وروسته، کله چې اتاترک واک ته ورسېد (۱۹۲۳م)، ددې ژبې رسم الخط یې له عربي څخه لاتیني ته بدل کړ.

 

د ترکیې په اړه ځينې جالب معلومات

ـ د استانبول پخوانی نوم "قسطنطیه" و. دا ښار د رومي امپراتورۍ پايتخت و.

ـ د "چاتال هويوک" په نوم ښار، چې د بشر له لومړنیو سمیو بلل کېږي او لرغونوالی یې د تېرو دورې ته رسېږي، د ترکیه په مرکز کې موقعیت لري.

ـ د نړۍ لومړنی پوهنتون د ترکیه په "حران" ښار کې تأسیس شوی.

ـ د ترکیې لوی ښار "استانبول" د دوه زرو کلونو لپاره د درېيو لویو امپراتوریو پايتخت پاتې شوی دی. دا درې لویې امپراتورۍ "روم، بیزانس او عثماني" دي.

ـ د ترکیې په فرهنګ کې فرش ډېر د قدر وړ بلل کېږي؛ خورا ښکلي فرشونه د مذهبي نښې په توګه په جوماتونو کې لیدلای شئ.

ـ د نړۍ تر ټولو مشهوره قهوه په ترکیه کې تولیدېږي.

ـ د ترکیې له لسو پورته تاریخي اثار د یونیسکو په نړېوالو میراثونو کې ثبت شوي. 

ـ د ترکیې خلک خپلو مشرانو د ډېر ډرنښت په پار د هغوی لاسونه ښکلوي. 

ـ خپل هېواد ته وفادار دي؛ بیرغ سره ډېره مینه لري. 

ـ ترکیه د اسلامي نړۍ له لومړنيو هېوادونو څخه و، چې مېرمنو ته یې د رايې حق ورکړ.

ـ استانبول د نړۍ يواځينی ښار دی، چې نیم په اروپا او نیم په آسیا کې موقعیت لري. 

ـ اکثره خلک استانبول د ترکیې مرکز ګڼي، خو داسې نه ده. استانبول یوازې یو لوی بندري ښار دی. مرکز یې انقره ده.

ـ د استانبول ښار یوازې درې سلنه په اروپا پورې نښتې ده. پاتې اوه نوي سلنه یې د آسيا برخه ده.

ـ د لاله ګل اصلي مرکز ترکیه ګڼل کېږي. 

ـ د سیکولر نظام سره ـ سره بیا هم اسلام د ترکیې رسمي دین دی.

Related Articles

Jan 16, 2023
1,048 views

په خصوصی حقوق کې د کرونا تاوان || Compensation of losses due to Corona in Private law

نام نویسنده: محمدمصطفی محمدیار (کارشناس ارشد در رشته حقوق خصوصی) Writer’s name: Mohammad Mustafa Muhammadyar هغه مسله چې نن ورځ هرڅوک، په هر عمر او هر کونج کې اوریدلي او ویره لري د کرونا تراژیدي ده چې یو څوک په مختلفو لارو اخته کوي، مګر هغه څه چې د...

Jan 21, 2022
5,426 views

باچا خان څوک و؟

لیکنه او راټولونه: شکېبا نادري باچا خان څوک و؟   باچا خان هغه شخصيت و چې تل یې د ټولنې د پرمختګ او ښه والي په اړه فکر کاوه او د ټولنې د وګړو او په ځانګړې توګه د نجونو پر مخ یې د پوهې دروازې پرانیستلې او د نجونو د پوهنې له مخې یې خنډونه لرې کړل. ن...

Dec 03, 2021
1,915 views

د لیونل میسي لنډ ژوندلیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی د مینه والو په لحاظ فوټبال د نړۍ لومړۍ درجه لوبه ده. په ځانګړې توګه په اروپا او امریکا کې یې د مینه والو شمېر بېخي زیات دی. ددې لوبې د کال غوره لوبغاړی یوه ارزښتناکه جایزه ترلاسه کوي، چې سږکال د ارجنټاين د فوټبال ملي لوبډلې او د...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,399 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,064 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,802 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...