لس طلایي لارښوونې

R
Riaz Muqamzai
Author
Jun 05, 2022
3 years ago
2,259 views
لس طلایي لارښوونې

که دغه لس لارښوونې عملي کړئ، پخپل ژوند کې به ډېر ژر پرمختګ او مثبت بدلون حس کړئ.

• هر سهار وخته پاڅېږئ. له وخته پاڅېدو سره ـ سره عبادت او اوبه څښل هم عادت کړئ. دا کار حتما عملي کړئ!

• ورزش خپل ورځنی عادت وګرځوئ. پدې توګه د خپلې روغتیا تضمین ترلاسه کوئ.

• هره ورځ مطالعه کوئ. د مطالعې په مرسته خپل ذهن فعال او متحرک ساتئ.

• په خوراک کې ډېر دقیق اوسئ. ډېر او غیر صحي خواړه مه خورئ.

• هغو څیزونو ته چې عاجله اړتیا نه لرئ، مه اخلئ. که داسې وکړئ، یوه ورځ به د ډېرو ضروري شیانو پلورلو ته اړ شئ.

• حتما یوه اندازه پیسې سپما (ذخیره) کوئ، چې په سختو شرایطو کې مو په درد وخوري.

• د خپل وخت ډېر خيال ساتئ. یعنې بې ځایه وخت مه تېروئ.

• بې خوبي مه کوئ. په ۲۴ ساعتونو کې حتما له ۶ تر ۸ ساعتونو خوب کوئ.

• تل پاک او منظم ګرځئ. دا کار ستاسو د کارونو په ښه والي کې رغنده رول لوبوي.

• خپلې کمزورۍ او نيمګړتياوې په نښه کوئ او له منځه وړئ. په دې توګه به ډېر ژر د پرمختګ لاره طی کړئ.

ریاض مقامزی

Related Articles

Feb 23, 2026
108 views

ذهني ځواک او د حواسو کنټرول: د بریا لارې چارې پېژندنه

انسانان هره ورځ د خپلو حواسو له لارې بې شمېره معلومات ترلاسه کوي. زموږ ذهن د دې معلوماتو په اداره کولو، پوهېدو، او عملي کولو کې مرکزي رول لري. په دې مقاله کې به تاسو زده کړئ چې څنګه خپل ذهن او حواس په هوښیارۍ سره کنټرول کړئ، د حسي خطاګانو په پوهېدو س...

Nov 03, 2020
2,811 views

له غذايي رژيم  پرته مو هم وزن کمولای شئ

ډېری خلک په دې باور دي چې د وزن کموالی په غذايي رژيم کې له بدلون پرته ناشونی دی؛ نو له همدې امله دوی د خپل وزن کنټرول ته خاصه توجه نه کوي.یاد خلک په دې آند دي، چې که د وزن کمول غواړو نو د خپلې خوښې خواړه به نه خورو او دا کار لویه ننګونه بولي. ځکه چې...

Nov 06, 2021
1,778 views

خواجه عبدالله انصاري

لیکنه: شکېبا نادري، خواجه عبدالله انصاري زموږ د ګران هېواد افغانستان خلک ډېر با استعداده او تکړه دي. تاریخ دا ثابته کړې ده چې په دغه هېواد کې داسې شخصیتونه تېر شوي دي، چې که وخت او حالاتو ورسره یاري کړې وای، نو ډېر څه به یې لاس ته راوړي ول، خو زموږ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,398 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,063 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,801 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...