مخکې لهدې چې د نړیوال مرستو په گټو او زیانونو بحث وکړو، ښه به وي، چې د خپل هېواد، افغانستان د تېرو شلو کالونو مرستو ته یو ځغلنده نظر وکړو، په تېرو شلو کالونو کې د نړیوالو بېسارو مرستو څه وکړل؟ د ارقامو پر بنسټ له ۲۰۰۱ز څخه تر ۲۰۲۰ز پورې د امریکا متحده ایالتونو د غیرِنظامي مرستو رقم له ۱۵۰مېلیارده ډالرو څخه اوړي، یانې یو نېمزر مېلیونه ډالر، چې یوازې د امریکا له لوري دې هېواد سره مرسته وشوه او تر څنگ يې د امریکا د متحدینو لهخوا د مېلیونو ډالرو مرسته
افغانستان؛ تېرو ۲ لسیزو کې د مرستو مثبته اغېزه:
په تېرو دوه لسيزو کې د دغو مرستو لویه کچه په ښوونې و روزنې، روغتیا، حکومتدارۍ، زېربناوو رغولو، روغتونونو، سړکونو او نورو ساختماني برخو کې ولگول شوه. لهدې څخه به انکار منطقي نهوي، چې د دې مرستو پایله وه، چې په ۲۰۰۱ز کې د ښوونځیو ټول زدهکوونکي ۹۰۰زره وو، خو په ۲۰۲۰ز کې دا شمېره بیا له ۹نيمو مېلیونو څخه اوښتېوه، په ۲۰۰۱ز کې یوه جلۍ هم په پوهنتون کې نهوه، خو په ۲۰۱۹ز کې بیا دا صفر له ۵۴۸۶۱ تنو واوښت، په ۲۰۰۱ز کې د نارینه محصلینو شمېر ۷زره وو، خو په ۲۰۱۹ز کې بیا دا شمېره ۲۰۰زرو څخه لوړه شوېوه. د دې تر څنگ د اساسي قانون جوړېدل، څلور ځلې د ولسمشرۍ او ولایتي شورا ټاکنې کول، درې ځلې پارلمانې ټاکنې کېدل؛ د پوهنې، روغتیا، بیمې، بودجې، کانونو او نورو برخو کې سلگونه قوانین اېجادېدل، زرگونه کېلومتره سړکونه او کوڅې جوړېدل، د برښنا ډېمونه جوړېدل، سولري برښنا رایجول او جوړېدل، د کرنې په برخه کې حیاتي او ملي پروژې پليکېدل، د سوداگرې په برخه کې هوايي دهلیزونه اېجادول او نورې اسانتیاوې رامنځته کول هغه څه دي، چې سترگې پرې نهشي پټېدای!
په عمومي ډول د نړیوالو مرستو ځینې گټې:
لومړی، د فقر کموالی؛ اصلاً د نړیوالو مرستو د ورکړې خبره د دوییم نړیوال جنگ وروسته راپورته شوه، چې د دې موضوع په مطرح کولو سره بیا نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق IMF هم رامنځته شول، هغه هېوادونه چې له جگړو ورسته له فقر سره لاس و گرېوان وي، نو نړیوالې ادارې د فقر سره د مبارزې په موخه ورسره مرسته کوي، په لنډمهال کې د فقر په کمښت کې دا مرستې موثرې تمامېدای شي. دوییم، نړیوالې مرستې د پرمختللیو هېوادونو سره د اړیکو ټینگولو یو بهترین چانس هم وي، هر کله چې څو نړیوال هېوادونه د یو غریب هېواد سره د مرستو ټټر ووهي، نو دلته یوازې د (فایننس) یا پیسو خبره نهمطرح کېږي، بلکې لهدې شتمنو هېوادونو سره د دې فقیر هېواد د اړیکو بحث هم راپورته کېږي، چې غریب، خو هوښیار ملتونه لهدې اړیکو غوره استفاده کوي. درېییم، نړیوالې مرستې د دواړه اړخونو تر منځ د سوداگرۍ د پراختیا سبب هم کېدای شي، کله چې یو بډایه هېواد له غریب هېواد سره مرسته کوي، نو دلته د دوی د اړیکو پر بنسټ د سوداگرۍ او پانگېاچوونې لهپاره هم زمینه مساعدېږي، یانې هغه هېواد چې مرسته ترلاسه کوي، د پانگېاچوونې ښه فرصتونه لري او مرستهکوونکي بیا ښه پانگوال، چې تل د داسې چانسونو په لټه کې وي، موږ په تېرو شلو کالونو کې داسې ډېرې بېلگې ولیدي، چې امریکايي، ترکي، جرمني، اېټالوي او نور بهرنیو اتباعو د خپلو هېوادونو د اړیکو څخه په گټنه په افغانستان کې پانگونه وکړه. څلورم، بهرنۍ مرستې ملي حکومت تقویه کوي، تجربو ښودلې ده، هغه هېوادونه چې د فقر، بېکارۍ څخه خلاصون او اقتصاد رغېدنې په موخه يې بهرنۍ مرستې ترلاسه کړېدي، نو ملي حکومت يې تقویه شویدی، یانې د بېرونیو مرستو په ترلاسه کولو سره حاکمیت نسبتاً پیاوړی کېږي، او مخالفین په اسانه نهشي کولای، چې مرکزي حکومت نسکور کړي. پنځم، ځینو وختونه بېرونۍ مرستې د یو هېواد ځینې اقتصادي سکټورونه پیاوړي کوي، چې له مرستو وروسته هغه سکټورونه کولای شي، چې اړونده هېواد د اقتصادي خپلواکۍ پر لور رهي کړي، فرض کړئ، که په تېرو شلو کالونو کې له ۱۵۰مېلیارده ډالرو مرستې څخه یوازې ۵۰مېلیارده ډالر په مؤثر ډول د هېواد په (کرنه) او (کانونو استخراج) لگول شويوو، نو اوس به د نړیوالو مرستو ودرېدو وروسته ۹۰٪ افغانان له لوږې سره لاس و گرېوان نهوو. ********* نړیوالې مرستې که دوه اړخېز شمشېر؟ (زیانونه يې): لومړی، پهدې خبره ښايي اوس ټول پوه شو، چې بازارونه د عرضې او تقاضا پر بنسټ چلېږي، او د توکو او اجناسو عرضه بیا د وگړیو تقاضا او مالي سرچینو ته په پام سره کېږي، نو کله چې یو هېواد ته په یو وار سره مالي مرستې ننوځي، نو قیمتونه ورسره لوړ ځي، ځکه چې پرته له کوم سټراټېژیک (اوږدمهال) پلان څخه مارکېټ ته دومره پیسې ننوتي، نو په اړونده هېواد کې د پیسې ارزښت رالوېږي، او قیمتي ورسره په خپلسري ډول رامنځته کېږي. دوییم، کپېټالېسټي اقتصاد ته په پام سره؛ پیسې، پیسې گټي. کله چې یو هېواد سره خارجي مرسته کېږي، نو حکومتونه یا مرسته کوونکي هېوادونه تل هڅه کوي، چې یاده مرسته د نورو سترو ادارو یا غټو کمپنیو له لارې په مرسته اخيستونکي هېواد کې اوبه کړي، دا هغه څه دي، چې غټې کمپنۍ پهکې نورې هم پړسېږي او واړه کاروبارونه نور هم له زوال سره مخکېږي، یانې څرنگه چې لازمه وي، چې وړې کمپنۍ دې کرار-کرار پراخه او د رقابت بازار ته ننوځي، هغسې نهکېږي. درېیم، بېرونۍ مرستې ځینې وختونه د یوې «سیاسي وسیلې» پهتوگه کارېږي، وړمه ورځ مې د تېر حکومت د «پيپياِس» د مشر اخترمحمد ابراهیمي څرگندونې ولوستې، چې د امریکا ځانگړي استازې مخامخ پر افغان ولسمشر سترگې رابرگې کړې، چې دغه وزیران که ټاکې وټاکه، کنه د امریکا مرسته له افغانستان سره نهشته دی! هو دا ډول مرستې د سیاسي وسیلې په توگه کارېږي، تر څو زبرځواکونه خپل هر ډول فرمایش لهدې طریقه پوره کړي، هغه څوک چې یو څاڅکي اوبو ته اړتیا لري او ته ورته یو بوتل اوبه پهدې شرط ورکوي، چې غږ بهدې نه لوړوې، ډېر زر يې مني! څلورم، نړیوالې مرستې ډېری وخت د مرستهکوونکي هېواد له لوري د خپل هدف لهپاره کارېږي، د بېلگې په ډول د امریکا متحده ایالات هر کال د نړۍ ۱۸۰ هېوادونو سره مالي مرسته کوي، خو هېڅڅوک دا حق نهلري، چې ووايي ولې د دې ۱۸۰ هېوادونو له جملې څخه ۵ هېوادونه هر کال له یو مېلیارد ډېره نقدي مرسته ترلاسه کوي؟ يانې څه چې د مرستهکوونکې هېواد خوښه وي، هغسې کېږي، مثلاً امریکا هر کال له اسراییلو سره ۳.۸ مېلیارده ډالر مرسته کوي او دې مرستې ته د «نړیوالې مرستې» نوم هم پهخپله بودجه کې نهورکوي. دا چې امریکا لهدې مرستې څه هدف لري؟ دلته به ترې تېر شو! پنځم، له اړتیا ډېره مرسته بېوزله هېواد له خپلواکۍ غورځوي، په یوه مقاله کې مې لوستيوو، چې د ۱۹۷۱ او ۱۹۹۴ز کالونو ترمنځ امریکا د نړۍ ۷۱ هېوادونو سره یو ټرېلیون(زر مېلیارده) ډالر مرسته کوله او د دې چارې لهپاره يې د ملگرو ملتونو پر سازمان فشار راوړ، چې ووايې لهدې ۷۱ هېوادونو له جملې څخه ۴۰ هېوادونه له خورا بد اقتصادي حالت څخه تېرېږي، ځکه دا مرسته لازمي وه، نه یوازې امریکا، بلکې د امریکا دې چارې ته په لیدو سره، نورو پرمختللیو هېوادونو هم دې تش په نامه بېوزلو هېوادونو سره مېلیاردونه ډالر مرسته وکړه، د دې چارې پایله څه وي؟! سل په سلو کې په مرسته کوونکیو هېوادونو تکیه او له هغوی پرته د اقتصاد فلجېدا! شپږم، بېرونۍ مرستې نړیواله سوله نهشي راوستلای، لږ که له خپل هېواد ووځو، او د سومالیا، سوډان، یوگانډا، اېتوپیا او روانډا حالت له نږدې مطالعه کړو، نو پوه به شو، چې د کالونو-کالونو راهیسې میلیاردي ډالرو دوی له سولې سره مخ نهکړل، بلکې لا پسې پهکې د جگړو اور گړندی شو. اووم، په بېرونۍ مرستو تکیه مو ملي اقتصاد د ځوړ لور ته بیايي، موږ «ملي اقتصاد» هغه څه ته ویلی شو، چې د یو حکومت لهخپلو عوایدو څخه مصارفات او بودجه پوره کړای شي، کله چې خارجي مرستې ډېرې شي، نو د ملي اقتصاد بحث څنگ ته کېږي، د حکومتونو پام ورته دومره نهوي، خو کله چې پرې مرستې ودرېږي، بيا پوه شي، چې ملي اقتصاد څه او ولې ورته پام پهکار دی! اتم، اکثره وختونه بېرونۍ مرستې په یو هېواد کې د لا ناامنۍ سبب کېږي، یو ساده مثال به ورکړو، تاسې ته هر کال یو مېلیون ډالر مرسته پهدې خاطر درکول کېږي، چې لهخپل دښمن سره ښه وجنگېږې، پهدې یو مېلیون کې تاته نیمې پاتې کېږي، خپلې عیش و نوش پرې کوې، پانگونه پرې کوي او په نیمو يې خپل دښمن ځپي. اوس سوال دا دی، چې ایا ته چمتو يې، چې دا دښمني پایته ورسېږي، کهنه لا به يې پسې اوږدوې؟! همدا کیسه د حکومتونو هم ده، د ځينو حکومتونو لهپاره جگړه لنگه غوا شي او بېرونۍ مرستې د غوا خوراکه، شیده په اسانه ترلاسه کوي!
یادونه: بیا هم تاکيداً وایم، چې په بحراني حالت کې د لنډمهال لهپاره نړیوالې مرستې د ژوندې پاتېکېدنې لهپاره خورا مهمې دي، د نړیوالو هدف که هر څه وي، خو په بحراني حالت کې ژوندي پاتېکېدل مهم دي، کله چې نسبتاً پر پښو دروول شې، نو بیا باید په ملي اقتصاد جدي فکر وشي. نړیوالې مرستې هېڅکله د یو هېواد اقتصادي خپلواکۍ د رغوولو په مانا نهدي، بلکې په اوږدمهال کې سیاسي خپلواکې هم تر سوال لاندې راولي.
عبدالوافي نایبزی